فکري تنوع او اختلاف يو الهي حکمت او خلقت دئ د انسانانو په ژوند کی . لکه چې انسانان الله تعالی (ج) د رنګ ، قد ، ذکاوت ،استعداد ، شوق، ذايقې ، علاقې او تمايل له نظره متمايز پيدا کړي دي ، فکرونه ، نظريات ، برداشتونه، وړتياوې او انګېرنې ئې هم يو دبل سره توپير لري او د ټولنيز چاپېريال او په کې اوسيدونکو سره ئې تعامل ، رابطه او عکس العمل هم يو دبل سره فرق لري .

دمدنيت په راتلو او د ټولنيز ژوند په جوړېدو سره د انسانانو واړه واحدونه ( فرد، کورنۍ ) په غټو مجموعو (تربرونه ، کليوال ، قبيله ،قوم ، توکم او بالاخره په ملتونو) بدل شول چې په نتيجه کې يې اوسنۍ جهاني ټولنه منځته راوستله .
څه شان چې افرادو اجتماع تشکيل کړله ، په همغه ډول د دوی فردي فکر هم دنورو فکرونو سره د ټکر ، تماس او تبادل له وجهې په فرديت کې ايسار پاته نه شو او د خپلې بقا د پاره يې دنورو سره د ملګرتيا او امتزاج لاره ونيوله او په ټولنه کې شاملو افرادو يو بل ته دفکرونو د نسبي نږديوالی په اساس فکري او نظرياتي ډلې ، ګروپونه او ګوندونه تشکيل او د فرد په ځای ټولنيز مختلف سازمانونه جوړ شول تر څو دا سازمانونو د خپلو افرادو د نظرياتو او افکارو نمايندګي او په ټولنه کې د نورو ډلو او سازمانو سره سيالي وکړي او خپل نظريات منعکس او د ګټو نه ئې دفاع وکړي .

خو د مختلفو فکرونو او نظرياتو په اساس تشکيل شوي سازمانونه ، ډلې او ګوندونه يوازې هغه وخت دخپل فکر د عملي کولو او هدف ته د رسېدلو حق او چانس لري چې :

اول - د خپلې ټولنې مشخصه او مختصه منل شوي ارزښتونه ، قواعد او اصول چې د ټولنې وجود او عدم ، سوله او ثبات ، ازادي او خپلواکي او ګټې او تاوان په کې نغښتۍ وي کلک مراعات او محترم و ګڼي او د هغې په اولويت او برتريت نسبت خپلو شخصي او ګوندي فکرونو ته معتقد او متعهد و اوسي . ځکه که دا ارزښتونه او نورمونه چې ټولنه د هغې په بنياد جوړه شوې ده ، متضرر او يا د منځه تللو سره مخامخ شي ، طبعاا د ټولنې د جوړښت د بنيادونو په متضرر کېدلو او نړولو سره ټولنه هم په خپل حال نه پاته کيږي او د پاشلو او نابودۍ سره به مخامخ کيږي ، چې د ټولنې نابودي د ټولنې د افرادو او سازمانونو او دهغوی د افکارو نابودي حتمي د ځانه سره لري .
لاکن هیڅ عاقل فرد او ډله او مفکوره ئې د خپل ځان د نابودۍ او محو کېدلو هدف نه لري ، بلکې د ځان او خپلو افکارو د ژوندي پاته کېدو او بقا د پاره تلاش کوي او دا تلاش د خپلې بقا دپاره يې يوازې د ټولنې په وجود ، سالميت او دهغی د بنيادي ارزښتونو په ساتلو او پاللو کې ميسرېدلئ او پياده کېدلئ شي .
نو د يوې ټولنې د وجود دبقا او حيات د پاره تر ټولو اول د هغې ټولنې دهر فرد ، ډلې او سازمان دپاره د هغې ټولنې د بنيادي جوړښتي ارزښتونو او اصولو پېژندنه ضروري او لازمي او بيا هغی ته درناوۍ، وفاداري او په اخلاص سره ئې د حفاظت ضيمه واري ده .

دوهم - په ټولنه کې د مختلفو فکرونو لرونکو ډلو د پاره ددې حقيقت منل ضرور دي چې د بل نظر لرونکو ډلو سره په تقابل کې د هغوی د محو کولو او صحنې نه ايستلو په ځای يوازې د زغم ، تفاهم ،عقلاني عمل او ټولو ډلو ته
د فعاليت د مساوي چانس لرلو د حق قائلېډلو له لارې ټولنه د خشونت ، زور ازمويلو ، جنګ او ويني تويولو نه محفوظه پاته کېدلئ شي او د مسلحانه برخوردونو په ځای خپله فکري او فزيکي انرژي د ابتکار ، خلاقيت ، نوښتونو ، خدماتو او علمي برياوو په رقابت کې چې خير يې ټولې ټولنې ته رسيږي مصرف کړي او د خپلو مثبتو ، معقولو او ګټورو طرحو په وړاندې کولو او عملي کولو خپل ظرفيت او مهارت ثابت کړي .

د پورته مقدمې په نظر کې نيولو سره دا واقعيت او حقيقت روښانه کيږي چې په ټولنه کې د فکرونو او نظريو توپير موجود و ، شته او وي به ، خو د مشروعيت او فعاليت حد او شرايط يې د ټولنې وجودي او حياتي ارزښتونو ته احترام او د زور نه استعمالول دي .

بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې د روانې تراژيدي علت د مختلفو نظريو د پيروانو له لوري د پورته ياد شويو دوو پرنسيپونو د صريح نقض او سرغړونې له وجهې ئې دئ .
زموږ څه لوستي او متفکرين يا د ټولنيزو ( ملي) ارزښتونو او مفاداتو ( ملي مقدسات ، ديني اعتقادات ، وطن ، اولس ، ارضي تماميت ، ملي کلتور ، ملي اقتصاد ، ملي تاريخ ، ملي آزادي ، ملي خپلواکي ، انساني حقونه ) د تشخيص نه عاجز دي او غير شعوري، نا مسؤلانه او جذباتي سلوک ورسره کوي او يا قصدي او عمدي د خپلو شخصي او ګوندي ګټو د پاره معاملې کوې چې په دواړو صورتونو کې د خيانت او جنايت مرتکبين او د مصيبت راوړونکي دي .
که خپل د وروستيو څو لسيزو تاريخ ته وګورو ، ټول فکري او نظرياتي سازمانونه د فکري تنوع په ځای د قتل ، ترور او سبوتاژ په بې بندو باره مافيائي باڼډونو او مسلکي قاتلانو تبديل شوي دي .نظريات ئې ښائی ديني ، مدني او انساني وي ، لاکن اعمال ئې ضد ديني ، ضد ملي ، د مدنيت خلاف او په انساندوښمنۍ ولاړ دي .
د دوی اولينی کار د ټولنې په بنيادي او وجودي ارزښتونو حمله او دهغوی تخريب و ، چې د وارداتي افکارو ( مارکسيستي او اخواني )په عملي کولو سره ئې د پرديو ( روسانو ، امريکايانو ، همسايه ګانو ، عربانو ) نظامي او کلتوري يرغلونو ته ښه راغلاست او زمينه مساعده کړه او بيا د همدې افکارو د پياده کولو د پاره ئې د پرديو خيراتي وسلې په اوږه او د خپل اولس او وطن د ورانولو جنايتونو او خيانتونو ته ئې ملا وتړله .
ددې ناروا کړنو او جفاکارانه اعمالو نتيجه په خپلو سترګو وينو چې وطن په قتلګاه بدل شوئ دئ او هره ورځ په سلهاوو ځوانان ،ښځې او ماشومان د مرګ کندې ته په ډېره بېرحمۍ ور ټېله کيږي .

په پښتو کې متل دئ وائي :
پک مې ليدلئ و نه ماغزه وتلئ
فکري ازادي هو ، مګر نه د ملي ارزښتونو د تخریبولو ، شر -فساد په خپرولو ، وطن دپرديو په اشغال کې ورکولو، عام وژنې او اولس د ځورولو په بيه .

د روان مصيبت او ځنګلي وضعيت نه چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده د نجات يوازېنۍ لاره د موجوده ډلو اصلاح، د اسلاميت او افغانيت په محور چې د افغاني ټولنې ستون فقرات ګڼل کيږي را جذبول او يا د ټولنې د سياسي صحنې نه حذفول دي او په ځای ئې د داسې سازمانونو او ډلو زېږول او جوړول دي ، چې د ملي عليا ارزښتونو او منافعو سره د وفا ، احترام او تعهد په اصل مؤمن وي او دزور ، تقلبي ، استبدادي او د پرديو د اجنٹۍ د ميتودونو نه د ځان دمطرح کولو په منظور کار وا نه خلي او نورو د نفی کولو په تکل کې وړنه اوسي .
فکري او نظرياتي توپيرونه يوازې په هغه صورت کې مجاز او مشروع دي ، چې د ټولنې د استحکام ، سولې ، ثبات ، ترقۍ ،رفاه او عدالت د پياوړتيا او ودې د پاره اهداف ،پروګرامونه او وړانديزونه ولري ، نه لکه دا اوس چې د ټولنې د اساسي او جوړښتي بنسټونو د ورانولو اومحو کولو په خبيثانه او خايينانه اعمالو سره د خپل ځان او فکري باڼډ ناولي ژوند ته د دوام ورکولو په تلاش کې په بشري جنايت او ملي خيانت لګيا دي .

والسلام