جومات یو فابریکه شوه نور به بم تولیدوي
ملا پکې خیاط شو واسکټونه به ګنډي
طالب به کړي جومات کې د بمو او راکټ زده کړه
جومات يې پوخ مورچل شو توغندي به توغوي
توپیر د پیش امام او د شیطان په منځ کې ورک شو
امام تر شیطان لوړ شو، شیطانان به غولوي
مکه او مدینه لاړه بازار د تجارت شو
ایمان پکې خلک پلوري او ډالر پکې پیري
پاکی او تقدس له دین، مذهبه کډه کړې
مذهب بې تقدسه، ځان پخپله لوڅوي
قبله د زړو، مکې نه واشنګټن لندن ته تللي
سرونه خلک خوشې په میدان، ځمکه وهي
طواف ته په کعبه کې له دې وروسته اړتیا نشته
حاجیان دې اسلام اباد ته د طواف لپاره ځي
په خپل زوړ تصور کې ځان د عرش مقام کې بولي
د عرش نه اجاره کې تقدیرونه خرڅوي
دعوه د استرخا کوي په خوب او په نېشه کې
په ویښه ساده ګانو ته دامونه غځوي
ظاهره کې قبا يی د مرشد او پیر په تن ده
انګریز سره په شا کې پلانونه جوړوي
جهاد چې یو فساد وو، مجاهد او مفسد دواړه
دستګا د وحشتو ده، وحشتونه زیږوي
طالب بیا له چنګیزه د وحشت دنده پور کړې
لګیا دی د سرونو منارونه لوړوي
ولس هم ویده فیل غوږ کې، له دروند خوبه نه ویښیږي
زمان که ورته هر څونه تالونه غږوي
مرادزی