خلک خپله پخپل ژوند باندې په تنګ شي
پیدایښت سره چې سم د سړي جنګ شي
جنګ د ژوند لپاره نه دی، هدف بل دی
جنګ د لوټ او چور لپاره یو نیرنګ شي
کوم یو قام چې جنګ د ځان افتخار بولي
جګړه مار قوم په قومونو کې بدرنګ شي
د ننګ نښه که کوم قام ته پرون جنګ وو
نن بیا پوهه، معرفت د هغه ننګ شي
که جنګ هم وي خو یو وخت وي چې به تېر شي
داسې نه چې جنګ د ټول عمر فرهنګ شي
که پرنګ دلته جنګ کړی، ګیله نشته
بده دا چې خپل افغان درته پرنګ شي
تر دې لویه بدمرغي به د قام څه وي؟
چې یوه طایفه د بل په وینو رنګ شي
لوی لعنت دې وي پر هغه افغانانو
چې یو برخه صفويان شي بل اورنګ شي
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی