شکریه بارکزی هم ناسته ده سیاسی ګیلې لری
هره پرېکړه یې اوس باټ، ناز او نخرې لری
لطیف محموداحساساتی دنوی فصل اندازې لری
دزاړه فصل مېلمانه وځی بې حسابه شکوې لری
ناوخته مېلمانه راغلی هر یو یې جلاء انګېزې لری
سوله ورنه پاتې ده ! تمه دهزینې او خرچې لری
بایدن یې څنګه جبران کړی افغان ولس حادثې لری
مزدوره اداره دکابل بیا دشرم نه پزه اونه پښې لری
خیزش مردمی همدا ګلم جم یوځل بیا ګام او خیز لری
هېر نه کړی ولسه دا وږی ځان سره دسیسې لری
داملت به زعامت ټاکی ډېرې حساسې ولولې لری
دې ملموس سیاست کې هر مزدور خواستې لری
کړکېچ له کوره ده خراب ځکه ډېرې کږې وږې لری
غنی به یې څنګه سمې کړی چې پېچلې برنامې لری
په لویه تباهی کې *راضی او خوښی یو* تمې په انبارو لری
افغان بېړۍ په کومه درومی مسولان څه ډول کیسې لری
مزل مو لنډ دی خو هرکارموخپلې اوږدې اندېښنې لری
بایدن روښانه کړه خو غنی لا دخپلې خونې افسانې لری