پته نه ښکاري بیابیان کې چیري ځو
لاره ورکه ده توپان کې چیري ځو
معرفت د کاروان نشته کډې بار دي
نامعلوم لوري کاروان کې چیري ځو
توره شپه کې په ګړنګ، تاوکښ مو لار شوه
د تورتم په خپور جهان کې چیري ځو
هیله ورکه، موخه ورکه هدف ورک دی
د بې هیلو ژوند دامان کې چیري ځو
د دېوانو د زندان پنجرو کې بند شو
نه پوهیږو چې زندان کې چیري ځو
د تېر ژوند له ماتو هیڅ زده کړه ونه شوه
د سبا ژوند امتحان کې چیري ځو
موږ په تېرو فرصتونو جواري وکړه
اوس به بیا په نن زمان کې چیري ځو
د پرون خوښي مو عیب د ژوند ګڼله
نن د ټول ژوند په خپګان کې چیري ځو
د ځان توان مو پخپل لاس له لاسه ورکړ
چې توان نه لرو په ځان کې چیري ځو
کاشکي لوری د منزل، هدف معلوم وای
یو ناپایه لامکان کې چیري ځو
چې د خپل لاس په فرمان په لاره نه شو
د پردیو په فرمان کې چیري ځو
د ۲۰۲۱ کال د سیپټمبر ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی