محترم او مكرم د دين پوهانو ! 
زمونږ خواږه نبي علیه السلام څومره ښه فرمایلي چه : إن العلماء ورثة الأنبياء، وإن الأنبياء لم يورثوا دينارا ولا درهما، إنما ورثوا العلم.  
علماء د انبیاو وارثین دي ، دا مانا دا چه علماء تنها د محمد علیه السلام وارثان نه دي ، بلکي ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم ، انبیا و ارثین دي ، په انبیاء و کښي مهندسین او کاسبکاران تېر شوي  دي ، ښه مثال ئې نوح علیه السلام دی ، چه مهندس او نجار هم و، دغه سبب دي چه علماء کرامو فرمایلي چه : اَلكاسبُ حَبیبُ اللهِ و اِنَّ اللهَ یُحبُّ المُتَحَرِّفَ ، کاسب دوست د خدای دي ، د خدای خوښ دی د حرفې او فن درلودونکي خلګ ، داود علیه السلام يو کېمست او فزیست و ، اسلحې ئې جوړولې ، چه هم  کاسب و او هم انجینر ، اسلحه جوړول هم علم ته ضرورت لري او هم فیزیکي جوړوني ته یعني هم به صاحب د فن او حرفې وي او هم به د فیزیک او کیمیا علم لري ، تاسو ته معلومه ده ، چه خضر علیه السلام يو عالم و ، او د خضر علیه السلام پوهه له موسی علیه السلام نوه او د موسی  ع پوهه د خضر. سره نوه   ، خضر ع داسي علوم زده وه ، چه موسي ورته عاجز و ،     لنډه ئې دا چه : تنها  د دین علماء  د تکرم،  کرام څښتنان نه دي ، بلکي ټول د طبیعي علومو علماء هم علماء کرام دي ، د طبیعي علومو استادان هم او خامخا  په علماء کرام سره مخاطب سي چه دا ئې مسلم حق دی .
نو لاس واخلی له دې نه چه ، "عصري علوم کا شرعي حیثیت "؟ 
او هڅه مکوی چه د شریعت له کړکۍ نه د طبیعي علومو علم تر سوال لاندی راولی ، د خپلو شاګردانو په ذهن کښي داسي جلوې او افکار مه ورکوي ، چه علمي د تحلیل قوې ته ئې خلل ور پېښ کړی ، داسي ئې ورته و برېښوی ، چه علم یعني تنها د شریعت او فقهي پوهي ته ویل کیږي  .  ټول طبیعي علوم د خدای ذاتي علوم دي  او د انبیا و  علوم دي د طبیعي علومو د علماءو  له علم او پوهي و  خلکوً او و امة مسلمه ته خیر او سهولتونه او منافع  او خیر رسیږي ، خوږ رسول الله فرمايی 
خیر الناس من ینفع الناس ، د طبیعي علم له علماء کرام د لاس او خولې خیر رسیږي .  

راسخ علماء  دي چه ښه د تحلیل قوت هم لري ، د هر هغه  پوی او دانا چه د تحلیل قوت خراب سوی وي نو  علم ئې لا ینفع دي

 

د لوستلو نه مو مننه کوم