شعرونه
جنونه راسه
ساقي راکه جام چي له ځانه مي بې ځانه سم په جنون کي به ټول رازد کائنات وینم بـېـله شــکه هـوښـیـارۍ کي ستـونزه ډېـر وي په جـنـون کي ښـه او بد وي ټول عـدم غـواړمـه ژغـورنه له دې دهـر د بد حاله نه ځکه هره ورځ ئې تردابولي هم بتروینم هــرهــوښـیـارکه پکښې ویـنـم درد سـرلـري ورسره ئې دټولـني غـمې وي بــې شـوکم زه یـم پکښې ورک څـنګه چي داحال ګــورم ښــه ئې څـرګـند نه دي بد پایلـنه ئې پالم وونـۍ پـه سـرد ستـرګـو د حال دی د څـېړني ځان پکښې وګـورۍ چـیـري به یا
ساده افغان
داسې خندني شوم چې هرچا راپورې وخندل نه تنها یو ملک، بلکې دنیا راپورې وخندل نه تش اروپا او امریکا کې مسخره شومه دښتې د صحرا د افریقا راپورې وخندل ولې ماشومان مې په کوڅو کې په غرګو، کاڼو نن د هر کوڅې ملنګ، ګدا راپورې وخندل پاتې رانه کلی شو په غرو په درو واوښتم لار کې سورلنډو په انګولا راپورې وخندل تېر له ګړنګو شوم، خو کشتۍ مې بحر ډوبه کړه هلته هم کبانو د دریا راپورې وخندل نن چې مې څه حال دی د ماضي مې رانه پوښته ژوند د تېر ماضي مې تر سبا راپورې وخندل
غزل
که څه هم زه په خپل زړه پوری آزار کومه په عاشقانو زه سلام هر وخت بار بار کومه داسی به راشی یوه ورځ او زه به نور نه یمه نــور په دنیــا بــاندی زه کله اعتبــــار کومه دیــدن د ښکلو کــوم ځــان لره ارمــان لرمه دا خطر زه چی قبلوم او د یــار څــار کومه هغه شاعر چی د وطن په ضد شعرونه وایی زه پــه دا هسی شــــاعرانــو یو ګذار کومــه د معشوقې بغیر صفت نه کــوم ګورئ خلکو زه په تشبیه او استعاره ځان تری زار کومه خالد ته بیا ووایه لاړ شــه د مکې په لــوری تل پ
ننګرهاره
ستا له غمه مې خوب نشته تر سهاره په داعش مې پيرزو نه يي ننګرهاره هیڅ یو زړه به بې پرهاره پیدا نکړي زړونه واړه پرهاري ستا له پرهاره د هېواد د هرې سیمې ښکلا خپل ځای په ختیځ کې د وطن د ګلو هاره هر یو بڼ او هر چمن دی تازه اوسه بلبلان دې خاموش مه شه له چغاره طبیعت يي لکه ناوې جوړه کړې رقیبان دې په حسرت دي له سینګاره په هر ژمي د افغان د میلو ځای يي د افغان د پیوستون لویه هینداره هیڅ افغان دې د خزان تصور نه کړي هر افغان په زړه کې ثبت همیش بهاره
د سکوت توطیه
د افغان په بده ورځ ټول جهان چوپ دی لاندې ځمکه، پاس فضا او اسمان چوپ دی نړۍ چوپه ده هیڅ سوڼ اوریدی نه شي چې په نوم سره یادیږي انسان چوپ دی هغه عرش چې يي د عدل افسانې دي نن د عدل او انصاف له بیان چوپ دی د موسی د افتونو قصې دروغ شي(۱) په فرعون د زمانې چې توپان چوپ دی د یهودو کنیسا د سکوت ښکار شوه د عیسی هم کلیسا، واټیکان چوپ دی عجمیانو خو بایللی، دین جوارۍ کې په مکه او مدینه کې وجدان چوپ دی د لوېدیځ سره شریک ښکاري توطیه کې د ملګرو ملتو چې سازما
دوکه
د هدف په لوري هر وخت چې قدم ږدم د اغزیو پر پولۍ پلونه پیهم ږدم بیا مې لاره په ګړنګ او په توپان شوه لاخطر شته قدمونه که محکم ږدم ما ګڼله چې مې بخت له سره ویښ شو پخپل مات تندي پټۍ به د مرهم ږدم ماوی خپله د تقدیر ویش کې ویشګر شوم پخپل لاس به مې د خپل تقدیر رقم ږدم ما همیش د دوستۍ لار داسې ګڼله چې دوستۍ کې به له دوست سره پل سم ږدم زما ژوند د حقیقت له ورخ خړوب دی د ریښتیا په پار مې ګوتې په قسم ږدم په دوستۍ کې د دوکې په چل پوه نه وم په همدې خبره ن
ژوند مې ختم شو
آه زه اوس آسمان ته ولاړم څنګه می زړه غواړي چې بیرته راشم لاره می بنده ده لاره تیاره ده اوس کولای نه شم خو تاسو کولای شئ چی لار خلاصه کړئ او خپل کارونه سم کړئ داسی به نور ونه شي لا هم ډير وخت شه تودیدو لپاره ځان په دنیا احساس کړئ ممکن هیڅ شی به ګټه نه کړی د وتو لپاره خو بیا هم ځان وګورئ د دې دنیا ښیښه کی *** آخ څومره یوازې یم او خدای می ګوري اوس منتظر یم چی بیا څه به کیږي آیا رښت
دبې ننګوخبري
خوښ یمه په دې چي قدرت مي استعمار لري بــــادارمــي کــل اخــتــیــارلـــري هرڅه شکېلاک وایي مـنم او کـړم پــه مــیـنه ځــکه ئې منم چي ښـه کردارلــري زه که هـر څه پوه یـم زما پـوه څه پکار نه ده ټــوله سـرښـتـه مي اسـتـثـمارلـري زه کــه ښـه هــوښیار اویا ښــه روڼ آنـد یـمه ترما ښکېلاکګرښه ډېراظـهـارلري واورۍ زما خـبري ځکه زه په هرڅه پوه یمه دوی مي ښه قدرت او ښه بازارلري آزادي څـه پـکارنه ده خـپـل بادار پسې به ځـو لرونکي د صنعت اوښه دربارلري دا
محشر
د کندهار نننۍ غمیزه په کلکه ټکو غندم. د مجاهد، طالب، القاعده، داعش او د ملا له خیټې د نورو زیږېدلو تروریستانو په وړاندې خپله ژوره کرکه، په لاندې شعروزمه لیکنه کې څرګندوم: محشر نه دېره وي نه حجره وي نه بنډار وي، نه جرګه وي نه نوښار کې غلغله وي(۱) نه بهسودو پله میله وي نه چکر د ګلغونډۍ وي نه میمله وي نه امله وي(۲) نه ترخې اوبه رسیږي نه محفل وي د ملګرو ټول پپړې شونډې ناست وي چا کې میل نه وي د غورو نه په زړونو کې خوښي وي نه مزه وي د خبرو نه
جفا
ما ترینه بڼو باندې د پښو خځله واخیسته یار زما له مینې نه معني بدله واخیسته ما ته يي کتل په یو کال کې میسر نه وو خوله ترینه چړوس په یو شېبه څو ځله واخیسته لارې او ملګرو انتخاب کې بیا بیا تېروته غلو ترینه په لاره غاړکۍ په ډله واخیسته نور يي د خوږې ژبې د وصف مجلسونه کړي ما يي هر سهار او هر ماښام کنځله واخیسته نه ځاییږي غرو کې، له درو څخه په تېښته دي چا چې د مظلوم له خولې ډوډۍ، ټیکله واخیسته نه پریږدي فلک چا ته د کبرو د غرور حالت وخت ترینه د ولس د اسویل
ادب
بلبل کو اشیان عمر در گلزار دارد کی نظر از گل بپوشد ،کی نظر بر خار دارد گاه گرید ،گاه خندد ،گاه سازد ،گاه زارد گاه حیران وغزلخوان ،دیده بردلدا دارد غرفه درد وریا ی عشقش کی نظر دارد بساحل اوبجان مشتاق موج است ،وز ساحل عار دارد بر سر بازار عشقش جانفروشان راست راهی خود پسند ! بی اد ب ،کی ره دراین بازار دارد انکه محو افتاب است ،کی نظر دارد بظلمت انکه عشق از یاردارد کی خبر از اغیار دارد هرکه در راه تو پوید، دست ودل از جان بشوید جز رضای تو نجوید ،هرکه باتو
ملا څه کۍ!
چې بمونه وړي دستار کې ملا څه کۍ چې ورګډ دی په کشتار کې ملا څه کۍ د ملا دنده، خو دین سره تړلې په چاودنه، انتحار کې ملا څه کۍ ملا هغه چې په صدق عبادت کړي د وسلو په کاروبار کې ملا څه کۍ چې تغیر او پرمختګ په مخکې خنډ شي خرافاتو په اسرار کې ملا څه کۍ چې تخنیک او پوهه دواړه عبث بولي لوډسپيکر کې په غړمبار کې ملا څه کۍ چې يي سترګې د رڼا په لېدو بریښ کړي د تور تم په خپور غبار کې ملا څه کۍ چې د هیچا شخصي ژوند ترې خوندي نه دی چې ورلویږي په هر کار کې مل
د لیوانو کلی
ما درته ویلې په میرو مه ځه لار کړه انتخاب په ګړنګو مه ځه هیڅوخت کږه لار منزل ته نه رسي سیند کې بې ګودره په اوبو مه ځه ګوره وسیله توښه بې څه نه ده لار کې د اغزو په لوڅو پښو مه ځه پیل دې کړه سفر چې سپېدې وچاودې مه ځه، شپې تورتم کې په تیارو مه ځه چاڼ کې د ملګرو چې غلط نه شي جنګ ته د سرونو بې سړو مه ځه څوځل چې په لاره غلو شکولی يي بیا په هغه لار، هغه کوڅو مه ځه چا چې په وعدو هر ځل تېرایستی يي بیا د چا په داسې چل وعدو مه ځه کلي کې چې قدر د سړ
چيري ځو؟
پته نه ښکاري بیابیان کې چیري ځو لاره ورکه ده توپان کې چیري ځو معرفت د کاروان نشته کډې بار دي نامعلوم لوري کاروان کې چیري ځو توره شپه کې په ګړنګ، تاوکښ مو لار شوه د تورتم په خپور جهان کې چیري ځو هیله ورکه، موخه ورکه هدف ورک دی د بې هیلو ژوند دامان کې چیري ځو د دېوانو د زندان پنجرو کې بند شو نه پوهیږو چې زندان کې چیري ځو د تېر ژوند له ماتو هیڅ زده کړه ونه شوه د سبا ژوند امتحان کې چیري ځو موږ په تېرو فرصتونو جواري وکړه اوس به بیا په نن زمان کې
منصورحلاج
په توحید کي ډوب منصورله حاله ووت ځکـه نُوّرئې دالله پخـپـل ځان کي وکوت بیا ځلي سوې پورته نارې دان الحق دده ناخبره ملایانو اخردی په کفر دارته بوت منصورمست ووپه دیدارکي دارئې نه لیده وُلآړپه شـوق ذوق نوځکـه دار ته وخـوت دی له ځـورولوټـکـولو په دا ټـولوبې پروا ډوب په ان الحـق کي مبین لـه ژونده ووت حــلاج سـوپـه دارځـکـــه رازئـې و وایــه بند نه وو په هیڅ ورک دحق دیدارکي پروت
عبدالله او کرزی ته
ګرځي دي کوڅو کې اوس تر څنګ غاړه په غاړه تور کړل خپل مخونه عبدالله او کرزي دواړه لوبه د توطیو او دسیسو تر انجام نه رسي لږ قدرې ابرو که وه توطیو کې ترینه لاړه مړه شول امیدونه ارزوګانې په ګور خښې شوې بخت مو راکوټه شو د تقدیر خونه ویجاړه لاړو د غني پلان، کرزي او عبدالله شنډ کړ پاتې له اوبه شوه دښته بیا مو شاړه واړه ما خو په وارونو خپله غاړه خلاصه کړې ده ولسه چې ډاکوانو پسې تلې اوس ژاړه ژاړه پېښې د ځنځير غوندې یو بل سره تړلې دي تل د حوادثو ترمنځ ټینګه ده
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
یوه اشتباه نه ټول دې کاږه وکړه دلته او هلته هسې په نامه وکړه په سرتمبګی فردی غلامۍ وکړه په غاښ چیچنه اوزورواکۍ وکړه ریس جمهوره تا څه وکړه؟ خدای دې غرق کړه لوی افته! مچه کمزوری لېرې له سیاسته نابکاره سخت دل او بې رحمته دولس له غمه بې خبره بې برکته ریس جمهوره تا څه وکړه؟ امرالله هم لاړ له بار اوبستر سره حمدالله ماشوم له خپل ډایپر سره ورک دې داعلومی شی له پرچم سره اماتور حیات الله له غورځنګ سره ریس جمهوره تا څه وکړه؟ لږ خو به دې یوڅه سن
ښځې ته په خپل قدر پوهیږې؟
او ښځې! او ښځې! ته په خپل قدر پوهیږې؟ ستا کورنۍ او خلک ستا خور او مور او دا ټولرخلک ستا په قدر پوهیږي؟ ته خو بی ساری یو غمی یی د دنیا غیږه کی خو...آیا دنیا ستا په قدر پوهیږي؟ ته خو هم کور او هم دنیا چلوې او جنتونه هم ستا پښو لاندې دي او آیا دا اوسنې واکداران ستا په قدر پوهیږي؟ *** ښخې او ښځې! آیا ته په خپل قدر پوهیږې؟ تا خو روزلي نومیالي دي جنګیالي دي پوهیالي دي خپله غیږه کی او تا هم مور او هم پلار روزلې
پنجشیر ته
خلک خپله پخپل ژوند باندې په تنګ شي پیدایښت سره چې سم د سړي جنګ شي جنګ د ژوند لپاره نه دی، هدف بل دی جنګ د لوټ او چور لپاره یو نیرنګ شي کوم یو قام چې جنګ د ځان افتخار بولي جګړه مار قوم په قومونو کې بدرنګ شي د ننګ نښه که کوم قام ته پرون جنګ وو نن بیا پوهه، معرفت د هغه ننګ شي که جنګ هم وي خو یو وخت وي چې به تېر شي داسې نه چې جنګ د ټول عمر فرهنګ شي که پرنګ دلته جنګ کړی، ګیله نشته بده دا چې خپل افغان درته پرنګ شي تر دې لویه بدمرغي به د قام څه وي؟
د ستر غني تشه
زړه به خود چوې، له هېواده بل امان لاړ(۱) د غني په تګ له ولسه روح روان لاړ هېواد بیا فکري شتمني له لاسه ورکړه سید جمال(۲) مو بیا له لاسه د زمان لاړ د افغان له توره بخته به څه وایم تر پېړیو وروسته بل یو میرویس خان لاړ خدازده بیا که بل غني په هېواد راشي دا یو چانس وو چې له لاسه رایګان لاړ د غني ځای تور ځواکونو بیا اشغال کړ بل ناورین ته مو هېواد ډېر په اسان لاړ د اوبو بندونه ښکاري چې ویجاړ شي د اوبو د کنترول لوی یو قهرمان لاړ چې هېواد خپل، څلورلارې
( غازي امانه سر راجګ کړه!)
غازي امانه! سر راجګ کړه له جلال آباده سل کاله مخکې آزاد کړی هیواد ځي برباده! تا خو غوښتل افغانستان به د سیالانو سر شي ښځې او نر به برابر وي او ټولنه ښاده تا فابريکې،دارالامان ،ښاراو پټلۍ جوړول تا اساسي قانون، جرګې او ښوونځي بنیاده خو تا دڼنه د لستوڼي ماران نه پېژندل دوی ول یا هندوزاده او یا د انګریز له زاده!! ګوډ ملایان، بغدادي پير او د سقو بچکان بریطانیا درته راشنه کړل سیاسي-دین له ډاډه! ساده افغان ېې غولول په دروغجن اسلام تې په څلور مذهب کافر
پښتانه
د اغیار په نزد محقر دي پښتانه خو اسیا کې د زړه سر دي پښتانه که حقپال يي د اسیا ژوندی زړه بولی په دي فخر مفتخر دي پښتانه دا ادعا که له دښمن نه وي د چا ده؟ چې وايي، بدو نه بدتر دي پښتانه دا لوی عیب يي دی قبول، کاشکې چې نه وای له ازله پخپلسر دي پښتانه ساده زړي دي په ژوند او په چلند کې که دې سمې که د غر دي پښتانه د یوه پلار، د یوه نیکه اولاد دی که د لر دي، که د بر دي پښتانه د مذهب په نوم له مال و سره تېر دي خو مذهب نه ناخبر دي پښتانه د ملا پ
قل هوالله
یا رب زسخنهای هوس دورم دار واز حرف هوی به لطف مهجورم دار هرچند به ناصواب گفتم سخنان از گفته ناصواب معذورم دار یا الهی تو تنها تکی احدی صمدی از همه تالم ناسزا ومصیبت دورم دار لم یلدی و لم یولد در همه ابعاد زند گی از خباثت و قباحت زندگی مصونم دار ولم یکن اله کفوا تکرا را تاکید بر احد ازبحران جهالت و بي دانشی محرومم دار
د جهل لښکر
بیا د جهل تور لښکر په غځېدو دی بیا ناورین له تور پنجاب په خپرېدو دی بیا پنجاب د میکناټن دنده اخیستې اکبرخان پرځای، غني ته په توطیو دی بیا وحشت او بربریت وزرې کړې بیا عرم توپان ختیخ نه په راتلو دی بیا یو لویه زلزله په هېواد ګډه هست و بود مو د وطن په ریږدېدو دی بیا اسمان کې توره وریځ په غضب ګرځي بیا یو تندر له اسمان په پرېوتو دی بیا شیطان دی راهي شوی عرش په لوري پریښتو کورته اسمان ته په ختو دی بیا چنګیز دا ځل ختیځ نه خوځېدلی پر افغان خاوره لوې
په پردیوکي
ګَنکّ ګــرځــم په پـردوکي یمه زه پردی څــوک مـي نه بامي لـکـه داسي یـوخدّری عمرتېرپه بل ګومل دی نه سومه شناخته نــه بـه سـم شناخته زماپای دغـه ژوند دی مــرمــه پـه پردوکي کله پېژني ما څوک ټــول راتـه پـردي کـورپردی اوګـورپردی ای آسـمـانــه بـسـکه وکــه لـــږڅـه رحـم د پـرديـــو انـګـړمـېـشت لــري کله بــری دعاء راته کـوۍ په برخه مي بېـلتون دی هېوادمي دی پرې یښی جنګ ئې لامل دی ای خـلکونـه یوازي چي پـرمادی دا ذلیل چي ژوندکا په پردوکي تل لري دغه غمګی