ظُـلّـم ته الله دقهر په سترګو ګـوري
ظـالــم له منځه اخلي چي ځي پـربـــلي لــوري
تُنّدي او سرزوري دظلم نخښي دي
بــې رحــمــه کــســان کــــړي الله مــخــتــوري
اســـلام دین د محـبــت اومـیني دی
ظلـــم پکـښـې نـشتـه په رښتـیا او پـوري اوري
نـــوراسـه ای مسلمه رحـم که پېشه
تـنــدي دي سـتـا ټولـــنــه هــیڅ کلــه نه پيـــري
په نرمۍ به دښتي ژوی ته آرام کي
له تُندیه درنه درومي دکـور ژوي پرخپل لوري
ظُلّـم اوبې رحمي عـلــم ئې نه مني
عالم وي داسي نرم لکه د باران اوبه چي اوري