دین لرل ایمان لرل دالله ټوله احکام منـل
ښه کول نیکي کول له بدو نه انکار کول
دا لارټـوله د اسـلام ده پاکه په ثــواب ده
خوبد کول فتنه کول دابلیس کړوته ګمارل
چي دین لري ایمان لري ثنادالله پاک واي
هم حـقوق تـه دانسان په نـېک نـظـر کتل
دیـن جیلو دی دانسان له بدوئې جغـوري
که بې جیلوه سوانسان وحش دی بیا بلکل
اسلام لارده دجغـورني هم نوعه ښه ګڼل
په عـقـل لارپـیدا کول په علمې جوړه ول