افغانستان کې د لویې لوبې پای: 
په منځنۍ اسیا کې د نړۍ د دوو سترو امپراتوریو جګړو او ستراتېجکو سیالیو له امله افغانستان ته د لویې لوبې خونړۍ میراث پاتې شوي دی. د لویې لوبې اصطلاح د برتانیا ویکټوریا دورې او تزاري روسیې ترمنځ د روانو استعماري تاوتریخولي، د کولونیالیستي سیاستونو او د جغرافیایې، تاریخي پېښو موخې توضیح او تشریح کوي. افغانستان اټکل د دوو سو کلونو راهیسې د نړیوال سیاست په مرکز بدل شوي دی. افغانستان د خپل جیوپولټیکي موقعیت له امله د نړۍ د سیاسي زلزلو په مرکز بدل شوي دی. د روسیې او بریتانیا د ستراتیجکو سیالیو او استعماري لویې لوبې له امله افغانستان د دووسو کلونو راهېسې د نړیوال سیاست د شطرنج لوبې ډګر ګرځیدلي دی. د نړیوال سیاست د شطرنج په ستره تخته کې افغانستان یو نه اشغالیدونکی هیواد پېژندل شوي دی. 
د نولسمۍ پیړۍ راهېسې په منځنۍ اسیا کې د نړۍ تر ټولو ستر سمندري ځواک بریتانیا او د نړۍ تر ټولو ستر ځمکنۍ ځواک روسي یرغلګرو امپراتوریو ترمنځ د نفوذې او اشغالي سېمو د کنټرول لپاره یوه ستره د سیالیو لوبه پیل شوه. دواړو استعماري امپراتوریو په مرکزي او سویلي اسیا کې د ډېرو سېمو ترلاسه کولو او تعریفولو لپاره له پوځي مداخلو، استخباراتي او ډیپلوماتیکو خبرو اترو څخه کار اخیستلي دی. 
په 1881 کال په ژمي کې وتلي نامتو روسي لیکوال فیودور دوستویفسکي د یورایشیا جیوپولټیک حیثیت په اړه یوه لیکنه لیکلي، کله چې روسانو تر ترکمنستان پورې ټولې سیمې ونیولې. لیکوال فیودور دوستویفسکي د یوې ساده پوښتنې په اړه یوه مهمه لیکنه تر دې سرلیک لاندې ولیکله،٬ اسیا زموږ لپاره څه مانا لري.؟ د دې پوښتنې ځواب یې هم په ساده توګه لیکلي دی٬، په یوه نړۍ کې چې اروپایان روسانو ته د بربري وحشیانو په سترګه ګوري، روسان باید اسیا ته د بادارانو په توګه ولاړ شي٬٬. د روسانو دغه مفکره له دې ځایه سرچېنه اخلي، چې روسیه نه د اروپا او نه د اسیا براعظمونو پورې تړاو لري. د تیرو څولسېزو راهیسې دغه فکر په روسي تفکر او روسي نړۍ کې یو واکمن فکر ګرځیدلي دی. له بلې خوا د برتانوي نړیوال ښکېلاک له لوري د نورو سېمو نیول مخ په پراخیدو وې. انګرېزانو د برتانوي هند شمالي پوله د افغانستان په زړه کې په زور تحمیل کړه. د افغانانو او انګریزانو ترمنځ د څو لسېزو جګړې او د ډیورنډ تحمیلي لعنتي کرښې کښل د لویې لوبې مستقیمې پایلې دي. 
د شلمې پیړۍ په پیل کې د کاسپېن سمندرګۍ له ساحل څخه تر همالیا غرونو لمنو پورې ډېر خپلواک دولتونه او سلطنتونه ونړوال شول او نوي تحت الحمایه دولتونه او هیوادونه رامنځته شول، دغو تحت الحمایه دولتونو د دواړو استعماري امپراتوریو محافظتي، امنیټی او حایلي بېلونکي سېمې جوړولي. اسیا کې لویه لوبه یا د لویې لوبې کیسه اصلاً د انګرېزي او روسي امپراتوریو ترمنځ د ستراتېجکو سیالیو او جګړو کیسه ده، چې ډیرو نړیوالو مشهورو لیکوالانو او د سېمې شنونکو لیکني هم پرې لیکلي دي. د منځنۍ اسیا د کنټرول لویه لوبه په منځنۍ اسیا کې د بریتانیا او روسیې ترمنځ د تاریخي اوږدې شخړې نوم دی. لویه لوبه د شلمې پېړۍ په نیمایې کې د ٬٬ سړې جګړې٬٬ سره پرتله کیدلي شي. څه باندې نیمه پیړۍ د ځمکې پر مخ د دوو سترو زبرځواکو ملتونو د ویکتوریا بریتانیا او تزاري روسیې ترمنځ یوه پټه او ښکاره جګړه د منځنۍ اسیا پر پراخو دښتو، ځمکو او خړو ډاګونو باندې روانه وه. 
دا لویه لوبه په 1813 کال کې هغمهال پیل شوه، کله چې له روسیې څخه د ناپلېون لښکرې ووتلې او تر 1907 کال د سېنټ پیټرزبورګ تر تړون پورې دوام وکړ. د سېنټ پیټرزبورګ تړون کې دواړو استعماري ځواکونو د نویو سرحدي کرښو په اړه یوه موافقه وکړه. فارس په یوه برتانوي، یوه روسیي او یوه بې طرفه سېمه کې ویشل شو، سربیره پردې روسیې دا خبره هم په رسمیت وپیژندله، چې افغانستان د برتانوي امپراتوري د نفو‌ذ سېمې یوه برخه وي. 
په 1815 کال کې د ناپېلون له ماتې ورسته د ویانا په کانګرېس کې د اروپا بیا منظمیدلو او تنظیمدلو ورسته نږدې ټولو ځواکمنو اروپایې هیوادونو د اروپا څخه بهر په افریقا، اسیا او لاتین امریکا کې خپلې کولونیالیستي او استعماري پالیسي پیل کړې. کله چې لویه لوبه پیل شوه، د دواړو سیالو امپراتورېو ترمنځ 2000 میله واټن شتون درلود، چې بیا ورسته د روسیې امپراتوري ځینې پوځي پوستې د برتانوي هند په شلو میلونو کې پرتې وې. د دواړو امپراتوریو ترمنځ هېڅکله جګړه نه ده شوي، د دواړو امپراتوريو لښکرې هېڅکله یو بل ته مخامخ په جګړه کې نه دي ودریدلې او د دوی د یوه سرتېری وینه هم په کې نه ده تویه شوي. 
د لویې لوبې اصطلاح د لومړۍ ځل لپاره په 1840 کې د افغانستان په تړاو د برتانېې د استخباراتو یوه بد قسمته کپټان ارټور کولوني لخوا په یوه لیک کې جګړن هنري رالېنس ته وکارول شوه. ارټور کولونې د ختیځ هند کمپنۍ یو سیاسي مامور او اجنټ و. نوموړي په ورستي ځل په کندهار کې د پولیټکل ایجېنټ په دنده هم ګمارل شوي و. کولوني خپل جګړن هنري رالېنس ته لیکي: تاسو یوه لویه لوبه لرې، تاسو په یوه عالي لوبه کې ښکېل یاست. د کپټان ارټور کولوني ورسته یوه بل لیکوال په نامه د توربورن روسیه هم د اسیا یا د اسیایې ولسونو په متمدن کولو کې د بریتانا ملګري او شریکه بللي ده. دغه اصطلاح په اسیایي ادبیاتو کې ډیره لږ کاریدلي ده. د کپټان کولوني لخوا د ٬٬لویې لوبې٬٬ استعاره د لوبې یا د سیالي په مانا کارول شوي. هغمهال په اسیا کې روسان د انګریزانو د یو بل بالقوه دښمنان ول. 
د لویې لوبې اصطلاح کارول د یو بل برتانوي ناول لیکونکي، وتلي شاعر او د انګرېزي امپاېر خبریال روډ یارد کپيلینګ لخوا شوي. په 1907 کال کیپلینک د ٬٬کیم٬٬ په نامه د برتانوي کولونیالیزم او استعمار په اړه یو تاریخي سیاسي ناول لیکلي دی. نوموړی په همدې کال کې د ادبیاتو نوبل جاېزه هم ګټلي ده او په برتانوي هند کې د افغانستان او منځنې اسیا په تړاو ډېرې لیکني لیکلي دي. د کیم په نامه ناول منځپانګه د روسیې او انګلستان ترمنځ د سیاسي، استخباراتي او ډیپلوماتیکې شخړې په شالید باندې تمرکز لري. همدې ناول ٬٬ د لویې لوبې٬٬ اصطلاح په نړیوالو سیاسي ادبیاتو او بحثونو کې خورا مشهوره کړي ده او د نړیوالو زبرځواکونو د سیالیو او سیاسي دسیسو موضوع په کې راپورته شوي ده. د کیم په نامه ناول یا د لویې لوبې ناول لیکوال روډ یارد کپيلینګ د برتانوي کولونیالیزم او امپریالیزم په چوپړ کې یو پېژندل شوي لیکوال او شاعر و. نوموړي په خپلو لیکنو کې دغه جمله بیا بیا کارولي ده، چې وسمهال په سیاسي بحثونو او د سیاسي لیکنو په مفهوم کې یو سټایل ترینه جوړ شوي دی. روډ یارد کپيلینګ لیکي: زه به اوس ډېر لرې او لرې د شمال په لور لاړ شم او یوه لویه لوبه به ترسره کړم. د ٬٬کیم ٬٬ په نامه ناول پر منځپانګه باندې د ډیرو لویدیځوالو لیکوالانو لخوا انتقادي نقدونه، نیوکې او بحثونه هم لیکلي شوي دي. دوی دا پوښتنه هم را پورته کړي، چې روډ یارد کپيلینګ یو رسیست یا توکمپال امپریالیست برتانوی لیکوال و. هغه یو بې پرې لیکوال نه و. ځکه نوموړي په خپل ناول کې ډیر رسیستي او امپریالیستي لیکنې خپرې کړي دي. د تور او سپین سړی ترمنځ توپیرونه د توکمپالنې په انګېزو کې لیکلي دي.
افغانستان نه یوازې د دوو نړیوالو زبرځواکو امپراتوریو ترمنځ د لوبې ډګر و، بلکې د انګرېزې او روسي مخورو سیاسي لیکوالانو ترمنځ د لیکوالي د لوبې ډګر هم ګرځیدلي و. نږدې دوسوه کاله مخکې په روسیه کې روسیې وتلي لیکوال فیوډور میخلیوویچ دوستیوفسکی د افغانستان په اړه یوه مقاله په نامه ٬٬ اسیا زموږ لپاره څه مانا لري؟. لیکلي. له بلې خوا انګرېز لیکوال روډیار کیپلنګ یوه مقاله په نامه دې ٬٬ د سپین سړی بار ٬٬ لیکلي ده. دا مقاله د سپین سړی د تمدنې کولو ماموریت په اړه لیکي، څو افغانستان ته د لویدیځ تمدن وروړل شي، په دې توګه دغو لیکوالانو غوښتل، څو خپلو نړیوالو استعماري امپراتوري ته یوه پلمه په لاس کې وکړي او خپل ناروا اشغال ته مشروعیت ورکړي، چې ګویا، دوی د خپل پرمختللي لویدیځ کولتور له لېارې د اسیا بې کولتوره او بې تمدنه ولسونو په تمدونې کولو کې مرسته او همکاري کوي. خو په حقیقت کې دوی د بې وزلو ولسونو د زبېښاک او معدنې زېرمو د کنټرول، چور او تالان لپاره راغلي وو. د برتانیا امپراتوري او ځینو اروپايې لیکوالانو په خپلو لیکنو کې اسیایې ولسونه سست عنصره، احمق، نا متمدن، ناپوهه، ماشوم فکره انځور کړي دي، له دې امله دوی د اروپایانو مرستو او متمدن کولو ته اړتیا لري. 
د همدې لویې لوبې له امله له دوو سو کلونو راهیسې په افغانستان کې د وینو ډک سره لښتې بهیدلي دي او د غلیمانو لخوا یو په بل پسې سره اورونه بل شوي، څو دغه لویه لوبه ګرمه وساتل شي. د نړې سترو ښکېلاکګر زبرځواکونه د افغانستان اشغال په موخه د خپلو پوځیانو سره راغلي دي. د یرغلګرو لښکرې د هند شتمنیو د لوټولو په لاره کې او د مرکزي اسیا د سوداګریزو لارو کنټرولو لپاره افغانستان تر پښو لاندې کړي دی.
د ښکېلاک په چوپړ کې لیکوال تل د خپل نړیوال استعماري سیسټمونو ستاینه او دفاع کړي. دا یوه طبیعي خبره ده، دا د نیواکګرو لیکوالو یو امتیاز دی، چې دوی د خپلو استعماري کرغړنو تیروتنو او له شرمه ډوکو اعمالو ستاینه کوي.
په دې لیکنه کې د روسي او انګریزي لیکوالانو لیکني نه تحلیل کیږي، بلکې د یو جرمن وتلي فیلسوف شاعر تصنیفي شعر د برتانوي نړیوالې امپراتورې د شرمونکي ماتې په اړه تجزیه او تحلیل کیږي. مخکې له دې چې شعر وژباړل او ولوستل شي، باید د پېښې په اړه لږ مالومات وړاندې شي. د افغانستان د خپلواکې په جګړو کې د افغان  -انګلیس درېواړه خونړۍ جګړې د پاموړ دي. 
د جرمن لیکوال تیودور فونټنې په تصنیفي شعر کې د لویې لوبې د یوه تاریخي خونړۍ انجام داستان کیسه بیان شوي ده. د 1842 کال د جنورۍ په میاشت کې د افغان - انګلیس لومړی جګړه یا د افغانستان د غمیزې لوبه د شعر په ژبه کې بیان شوي ده. دغه تصنیفي شعر تر اوسه افغانانو سم نه دی پېژندلي، خو د افغانستان ورستیو پېښو له امله لا هم په نړیوالو بحثونو کې یو مطرح شعر دی. له همدې امله ښایې ډیرو افغانانو ته خورا په زړه پورې وي او شعر لږ په ژوره توګه تحلیل کیږي، څو دغه تصنیفي شعر په معاصرو سیاسي انځورونو او خونړیو پیښو کې روښانه شي او د شعر متن او مطلب بیا راژوندی شي. 
جرمن لیکوال تیودور فونټنې د انګرېزي تاریخ او کولونیالیستي سیاست په اړه پلټنې کولې، هغه د برتانوی هند له موضوعاتو سره ډیره لیوالتیا درلوده. نوموړي له دې امله په ناڅاپې توګه د افغانستان له غمېزې سره مخامخ شوي دی. هغمهال تیودور فونټنې د نړیوال سیاست د زلزلو مرکز د افغانستان په اړه د برتانوي امپراتوري د مکارو استعماري سیاستونو په اړه یوه ادبې سیاسي شاعري په نوی بڼه یا سټایل کې لیکلي، چې انګریزان هېڅکله په خپل ټول ستر عظمت او تاریخ کې داسي نه وهل شوي، نه ټکول شوي او نه هم سپک شوي دي. په لومړي ځل په خپله انګرېزانو ته دغه لویه لوبه په یوه ستره غمېزه واوښته. په بریتانیا کې د افغانستان دغه خونړۍ تراژیدي تر نن ورځې پورې شتون لري. دغه متل هم د همدغو ورځو څخه راځي: خداې دې موږ د افغانانو له غچ یا بدل څخه وساتئ. 
د افغانستان په اړه تیودور فونټنې تصنیفي شعر د برتانوي ظلم او استعماري سیاستونو باندې شدیدې نیوکې شوي دي. د شعر څخه داسي جوتیږي، تیودور فونټنې د اروپایې استعمارګرو ملګري نه و. نوموړي د افغانستان خپلواکۍ او د افغان غازیانو د ازادي غوښتونکو پلوي او لومړنې اروپایې مبارز و. په زړه پورې خبره دا ده، چې تیودور فونټنې د انګریز قوماندان سر رابرټ نوم په خپل شعر کې یادوي. هغه ته په شعر کې یو ځانګړي حیثیت وربښي. د جلال اباد ساتونکی قوماندان سیل رابرټ په اړه ویل کیږي، سیل یو زبردست انګرېز سرتیری و، چې د هغه لپاره خلک په اور ورننوتل او برعکس هغه هم داسي کول. انګریزانو هغه د“ Fighting Bob  یا جنګي باب په نامه یادولو. سیل رابرټ په پوځي لحاظ په افغانستان کې تر ټولو لوړ او وړ برتانوي افسر و. سیل رابرټ د وزیر محمد اکبر خان په مخالفت کې ولاړ و، خو وزیر محمد اکبر خان میدان ترینه وګټلو. وزېر اکبر خان انګریزان له افغانستانه، کابل، کندهار، غزني او جلال اباد څخه وشړل. 
په 1816- 1846 وزېر اکبر خان د لوړ قد، د ښه سلوک او ښه اخلافو خاوند ځوان افغان و. د افغانستان په محاصر تاریخ کې د یوې ځلاندې ویاړلي او اتلې څېرې په نامه ثبت دی.
د افغانستان غمېزې لویه لوبه یا د برتانویانو او روسانو ترمنځ په دغه جیوپولتیکي لویه لوبه کې اسیایې هیوادونه، ولسونه، پاچاهان، امیران او سېمه ییز حاکمان لکه د شطرنج دانو یا مهرو په څیر هاخوا او دېخوا تیلوهلي شوي، غورځولي شوي او کارول شوي دي. 
تیودور فونټنې په خپل شعر کې د هغو برتانویانو سره چې په جلال اباد کې د خپلو خپلوانو، عزیزانو او ملګرو په تمه په انتظار کې ناستول، خواخوږي هم ښیې، هغوي چې د خپل شوک، بیچاره ګي او ناتوانایې له امله د ترمپ په غږولو او غمجنې سندرو ویلو سره خپل ژورغم او ځګروې څرګندوي. تیودور فونټنې په خپل شعر کې دا ویل غواړي: چې راځئ د هغو برتانویانو د غمونو او انګیزو چېغې، نارې سورې کومې چې د هندوکښ په غرونو او درو کې خپري شوي دي، وارو. 
د تیودور فونټنې شعر په قلمي یا لاسی لیکل شویو نسخو کې د وزیر اکبرخان نوم یادونه هم شوي ده. هلته لیکلي شوي دي، چې وزېر اکبرخان پر موږ برید وکړ. تر اوسه د دې پته نشته، چې ولې د وزېر اکبر خان نوم له مصره سره یو ځای د اوسني شعر څخه ایستلي شوي دی. دا پوښتنه رامنځ ته کیږي، چې ولې.؟ 
تیودور فونټنې په خپله دغه کرښه په شعر که نه ده حذف کړي. په دغه شعر کې د ډېر سخت ساړه او د یو مرګونې احساس یادونه کیږي. د انګریزانو یوازیتوب او د کور څخه لیري په بل هیواد کې پریښودل، په هغه هیواد کې چې ګرم هند ته نږدې په ګاوند کې پروت دی. تیودور فونټنې د انګرېزانو دغه بد او نازکه حالت په ډ‌ېر ادبې ظرافت، نازک خیاله شعري انځور او احساس کې لیکلي. لکه هغه په خپله هلته د پیښې په ځای کې موجود و. د غم او خپګان احساس، د دوی لپاره دوامداره ګواښ، پر جلال اباد ښار باندې د افغان غازیانو طوفاني برېد انتظار هم کیدلو. چېرې چې قوماندان رابرټ سیل د یوې مودې لپاره د دې ښار د ساتلو توان درلود. 
برتانویانو غوښتل، څو په اسیا کې د روسان پرمختګ وردول شي. په 1839 کال کې انګرېزانو د خپلو سور رنګه لنډو لمنو سره د افغانستان له جنوبي سېمو څخه خپل یرغل پیل کړ. د غزني ښار له ورانولو ورسته په کابل کې ځانونه ټینګ کړل. په 1842-1839 کلونو کې د افغان - انګلیس د دریو جګړو څخه لومړنې جګړه وه. دا همهال لویه لوبه ښه په ډرځ کې روانه وه. په هر صورت د 1841 کال په مني کې افغانانو پر انګریزانو سخت فشار راوړ او په کابل کې د برتانیې سفارت په اور کې وسوځید، سفیر مکناټین او د هغه غوره استازی د افغانستان کارپوه الکساندر پرنس او نور برتانوي ملګرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. افغانانو برید پیل کړ، انګریزانو ته یوازې د بیرته شاتګ لاره پاتې وه. د 1842 کال د جنوري په شپږمه نېټه د سهار په لسو بجو د انګریزانو ټول ګارنیزیون په بیړه د کابل ختیځ څخه د جلال اباد پر لور روان شو.
د جنورۍ په شپږمه نېټه د سهار په لسو بجو د 12000 او 16500 په شاخوا کې پوځي او ملکي وګړي، د 690 ډیر برتانویان افسران او 4500 هندي پوځیان له کابله د میجر پوټېنجر تر قوماندې لاندې ووتل، ځکه د افغانانو د پاڅون له پیلدو ورسته دغه ښار نوره نه ساتل کیدو او نه کنټرول کیدو. د ژمي واوره یو فوټ جګه پرته وه، د تودوخي درجه منفي صفر درجې څخه لا نوره ټېټه وه. د دوی پوځیانو، ښځو او ماشومانو په پښو، په اسونو خرو، کچرو، غواګانو او په ګاډو کې په ساړه هوا او سخته وارو کې خپل مزل له لوږې سره پیل کړ. د دې سربیره افغانانو دوی تعقیبول او هم ښکار کول. د دوی لومړنې منځنی منزل د جلال اباد ښار و، چې د کابل څخه اټکل 140 کیلومتره په لېری واټن کې پروت و. که څه هم برتانوي مشرتابه د خوندي تګ په اړه خبرې اترې کړې وې، خو افغان قبایلي جنګیالیو د بیرته تګ دې ډول هوکړې ته غاړه نه ایښودله. په داسي حال کې د کابل په دره کې لومړني انګریزان د جلال اباد په لاره کې د سر رابرټ سیل میرمن لیډي سیل په ګډون د افغانانو له خوا نیول شول. د خورد کابل په تنګې سیمه کې افغانانو بیا د وزیر اکبر خان په مشرۍ کې برید وکړ. د خورد کابل تنګې او کندې څخه د تېښتې هیڅ بله لاره نه وه. چا چې جلال اباد ته تګ غوښتلو، هغوي هېڅکله خپلې موخې ته ونه رسیدل. د انګرېزانو ټول ګارنیزیون له منځه یوړل شو. که څوک بیا هم له دې کنډې څخه تښتیدلي وي، هغوي په بې رحمانه توګه تر تعقیب لاندې ونیول شول. له دې ټولو وژلو څخه یوازې یو ټپې انګریز ژوندې پاتې شو، هغه میجر ډاکټر ویلیم برایډن یو ځوان برتانوي ډاکتر و. یوازې هغه ځان په اس سپور جلال اباد ته ورساوه، یوازې یو له افغانستانه خپل کور ته راستون شو. 
داکټر بریډن چې په1811  کال کې زیږیدلي او په 1883 ومړ. ډاکټر برایډن په 1842 کال د جنورۍ په 13 مه نېټه د انګریزانو بشپړې ویجاړونکي ماتې غمجن خبر جلال اباد ته راوړ. دا د نړیوال زیرځواک د برتانیا په استعماري تاریخ کې لومړنې ستره ماتې ثبته شوي ده. د دغې ناورین خبر په سرعت سره ډهلي او کلکتې ته چیرته چې د انګریرانو د ختیځ هند کمپنۍ مرکزي دفتر و ورسید. همدارنګه لکه د یو بم په څیر ټول لندن یې ولړزاولو. د دغې سترې غمېزې خبر د اور لمبې په څیر د نړۍ په ټولو رسنیو کې خپور شو. دغه لویه لوبه د لومړی ځل لپاره د برتانویانو لپاره د غمېزو په لویه لوبه بدله شوله. دا د انګرېزي پرېکړه کونکو مشرانو بې کفایتې، غلطې پرېکړې، ناپوهې، د دوی پوځي، سیاسي، ډ‌یپلوماتیک استعماري غرو او تکبر وو چې بالاخره د دې ستر غمېزې او ماتې لامل وګرځیدل. د انګرېزانو باروړنکي اورګاډو باندې کوم چې په وړو وړو ګروپونو او ډلو کې ویشلي شوي جلال اباد ته روان ول، د بیرته تګ په پیل کې پرې برید وشو. انګرېزانو څو ځله د افغان جنګیالیو له مشر وزېر اکبر خان سره خبرې اترې وکړي، څو د کاروان ځېنې یرغمل شوي مخور کسان ورخوشي کړي. د جنوري په اتمه نېټه د انګرېزانو پر موټرو کاروان باندې چې سخته وارې وریدو او د تودوخې درجه د منفي صفر درجې لاندې وه، په یوه تنګه لار کې برید وشو. شاوخوا 3000 نارینه، ښځې او ماشومان مړه شول، دوه ورځې ورسته له دوی څخه 2300 کسان ژوندي پاتې شول. د جنورۍ دیارلسمه په سهار ژوندي پاتې شوی کسان د ګدمک په سیمه کې په جګړه کې مړه یا ژوندي ونیول شول. یوازې یو اروپایې پوځي ځوان ډاکټر ویلیم برایډن جلال اباد ته ژوندي ورسید، څو په لومړي ځل په یوه کولونیالستي استعماري جګړه کې د سترې بریتانیا د لومړنې ماتې خبر دهلي او لندن ته ورسوي.
دا مهال جرمن فلسفي شاعر تیودور فونټنې د انګلستان او سکاټلینډ په سفر تللي و. نوموړي له 1855 څخه تر1859  کلونو پورې په لندن کې پاتې شوي و. تیودور فونټنې د جرمني پرویشا مطبوعاتو د مرکزي دفتر لپاره په بهر کې د خبریال په توګه کار کولو او بریتانیا کې د تیودور فونټنې دندې موخه دا وه، څو د جرمني پرویشا په ګټه پر برتانوي مطبوعاتو باندې خپل اغېز وشیندي. که لږ واضع وویل شي، هغه لکه د نن ورځي د لابیسټ یا یو اجنټ په څیر دنده تر سره کوله. خو هغه په دې موده کې ځان د برتانیې له تاریخ، کولتور او سیاست سره ښه اشنا کړي و. که څه هم په افغانستان کې د انګرېزي امپراتورۍ ماتې څه باندې یوه نیمه پیړۍ مخکې پېښه شوي ده، خو د خپل ډیر دردناک کرکټر درلودلو له امله تر نن ورځې پورې لا هم د اروپایانو په فکرونو، سیاسي افکارو او تاریخي شعور کې ژوندی پاتې یا شتون لري. 
د یادونې وړ ده، چې بالډونه یا تصنیف سیاسي شعرونه نه دي، بلکې د برخلیکونو په اړه شعرونه دي. دا ډول شعرونه د افغانستان په غمېزې باندې هم تطبیق کیداې شي. په ادبې لحاظ دغه بیتونه د لیکوال او شاعر تر ټولو پیاوړي ادبې شاعري بیتونه دي. د جرمن شاعر دغه تصنیفي شعر موږ ته په یوه حساسه تاریخي نقطه کې د یوې سیاسي انګېزې په توګه اشاره کوي یا سترګۍ وهي. خپله د شعر سر لیک د ټول انځور یوه کیسه بیانوي، د شعر سرلیک د یوې شیبې لپاره یو مهم انتقادي دریځ نېسي. د افغان - انګلیس درې واړه جګړې د لویې لوبې په نامه یادیږې. انګریزانو غوښتل او هڅه کوله، چې په سېمه کې خپل پوځي تسلط یا والکه ټېنګه وساتې. هغه مهال د تیودور فونټنې له نظره دا لوبه خورا لنډه ښکاریده، نوموړی هغه مهال پوهیده، چې له دې لویې لوبې څخه هیڅ شي نه ترلاسه کیږي، چې بالاخره دغه لوبه افغانانو ته په یوه ستره غمېزه بدله شوه. افغانستان د موډرن کیدلو څخه مخکې د عصري کیدلو جامې اغوستي وې.
په1989-1979  کالونو کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد سور یرغلګر پوځ او د سور پوځ سرتیرو حالت د انګرېزانو په پرتله هیڅ توپیر نه درلود. د شورویانو یو سرتیری هم له افغانستانه خپل کور ته په پښو ورستون شو. په 1989 کال کې د فبرورۍ په 15 مه نېټه د شوروي اتحاد ورستی جنرال بوریس کروموف هغه افسر و، چې د ترمېز او حیرتان ښار ته نږدې د افغانستان او شوروي اتحاد پر پوله د امو سیند پر پله واوښت. 
په 2021 کال د اګست میاشتې په 30 مه نېټه د نیمې شپې څخه یوه دقیقه د مخې امریکایې تورنجنرال کریس ډوناهو له افغانستان څخه د بشپړې پوځی ماتې ورسته د میجر ډاکټر بریډن او جنرال بوریس کروموف په پل ووت. په اسیا کې د لویې لوبې په تسلسل کې په افغانستان کې د نړیوال ښکېلاک د انګرېزي زمري غاښونه مات شول، دلته د روسې امپراتوري د خوک نوکان ویستل شول، دلته د امریکایې یرغلګرو عقاب سترګې ویستلي شوې، د نړیوالو امپراتوریو هدېرې څخه ایراني پېشو سخته بیریدلي ده او ان شا‌ءالله د لویې لوبې په پاې کې به افغانانو ډیر زر پاکستانی شغال ته هم یو ورته تاریخې سبق ورکړل شي.
 
د تیوډور فونټېنې د شعر ارزونه تجزیه او تحلیل: 
دیارلس زره کسیزه کاروان روان شو، یو له افغانستانه بیرته خپل کور ته راستون شو.٬٬  
٬٬ د افغانستان د غمېزي لوبه٬٬ د دې شعر لیکوال جرمن فلسفي شاعر تیوډور فونټېنې دی. فونټېنې په 1819 کې د جرمني نیوروپین په ښار کې زیږیدلي. تیوډور فونټېنې په 1864 کال کې د جرمني او ډنمارک په جګړه کې، په  1866 کال کې د اتریش او جرمني پروشیا په جګړه کې او په 1870 کال د فرانسې او جرمني پروشیا جګړه کې د پوځي خبریال په توګه دنده ترسره کړي ده. نوموړي په1858  کال کې د افغانستان د غمېزې لوبې شعر لیکلي دی. هغمهال دغه شعر د شټوګارټ او برلین ښارونو په رسنیو کې هم خپور شوي دی. تیوډور فونټېنې په خپل شعر کې د هغي وخت افغانستان حال بیانوي. له هغه وخته تر اوسه څه باندې 165 کاله تېر شوي دي. د وسمهال وضعیت ته په کتو سره د شعر په لوستلو کې د سړی وینه په جوش راځي. دغه تصنیف یا څلوریزه د برتانوي قوماندان سر رابرټ سیل په اړه لیکل شوي. په 1842 کال د جنوري په میاشت کې چې کله په مرګ ستړي ستومانه شوي، ساړه او د وارو طوفانونو په نښه کړي، پر اس سپور برتانوي میجر ډاکټر برایډن جلال اباد ښار ته راورسید، خپله پښه له خپل اس رااړوي، هغه له ویرونکي خبرونو سره ستړې ستومانه شوي راغلي و. نوموړی برتانوی اس سپوری ډاکټر د یو خبر رسوونکی په توګه یو ډیر بد خبر له ځانه سره راوړي و. دغه اس سپوری میجر ډاکټر بریډن و، نوموړی باید خپل راپور د جلال اباد ښار برتانوی قوماندان سر رابرټ سیل ته وړاندې کړي. 
په 1859 کال کې جرمن شاعر تیوډور فونټېنې دغه بد خبر په خپل شعر کې ترسیم کړي دی. سر رابرټ سیل ته نوموړي ډاکټر د دیارلسو زرو سړیو، سرتیرو، د پوځي مشرانو، مېرمنو او ماشومانو د تېښتې خبر ورکوي، کوم چې له کابل څخه په یوه لوی کاروان کې راروان شوي وو، خو هیڅ یو یې ژوندی پاتې نه شو. یوه ستره مرګ ژوبله رامنځته شوي وه، کله چې ډاکټر برایډن قوماندان ته د پېښې په اړه خبرې کولي، د سړی پوستکی اوښتان نېغ په نېغه دریدل. د برید په ترڅ کې د برتانوي  پوځیانو خواریدو سره، دوی له دې قوماندان څخه د مرستې غوښتنه وکړه، تر څو هغه کسان وژغوري، کوم چې په دغه شپه کې سرګردانه، لالهانده ګرځيٍدل او بهر پاتې شوي وو. انګرېز قوماندان څه کوي، هغه په یوه غونډۍ کې د یوې کلا لوړې څوکې ته خیږي او په زړه پورې مهم ټکې بیانوي: سخته واوره په تېزې سره وریده، هغه څوک چې زموږ په لټه کې دي، دوی نه شي کولي موږ ومومي. برتانویان د اکبر خان لښکرو ته تسلیم شول. د اکبر خان نوم دلته په دغه تصنیقي شعر کې نه دی یاد شوي. د دې سترې تاریخي ماتې په اړه د برتانویانو لید لوري خورا مهم دی. په ځای د دې چې د جلال اباد ښار برتانوی قوماندان سر رابرټ خپلو سرتېرو ته مرسته ورولیږي. هغه خپلو بند پاتې برتانوي سرتېرو ته په انګلیسي او افغاني موسیقۍ په سپک کې د ټرمپېټ الې له لیارې د خپل وطن ٬٬لویې بریتانیا٬٬ یو ورستي هوایې سلام ورلیږي. دغې هوایې سلام هغو بدبختو برتانیانو ته چې په جګړه کې ایسارول هیڅ ګټه نه کوله. دا یو خندني طنز و، خو په ریښتېنې مانا سره دا د برتانیانو لپاره یوه بشپړه شرمونکي ماتې و، یوه بشپړه بشري ناورینې ناکامي وه، چې دلته د جرمن فیلسوف شاعر تیوډور فونټېنې لخوا دغه ماتې په شعر کې تشریح او ترسیم شوي ده. 
دا یو واقعیت دې، چې څه شي165  کاله مخکې پېښ شوي دي، د هغې په تحلیل کې پرون د روسانو نن بیا د امریکا او انګرېزانو سره په ډیره ویره ونکي ډول ورته شبیې حالات د یرغلګرو سره پیښ شول. د یرغلګرو په وړاندې د افغانانو دغه کرکټر او حالات دا پوښتنه راپورته کوي، چې له هغه وخته راهیسې تر اوسه پورې هیڅ څه په بشپړ ډول بدل شوي نه دي. 
د لیکلو وخت ته په کتو سره یا د لیکوال د ژوند لیک د مالوماتو په بنسټ دغه تصنیفي شعر د ریالیزم دورې پورې اړه لري. لیکوال فونټېنې د ریالیزم دورې یو ځانګړی وتلي استازی و. دغه شعر په څلویښتو کرښو یا مصرو کې لیکلي شوي دی او دلته لاندې په ازاد ډول ژباړل شوي دی. جرمن فیلسوف شاعر تیوډور فونټېنې په شاعرانه ډول یا طرز کې د خپل وخت واقعیتونه د خپل معمول عادت له مخې د افغانانو او برتانویانو ترمنځ جګړې کې په واټن او په ډیر احتیاط سره بیانوي. تیوډور فونټېنې غواړي او هڅه کوي، چې په دغه چټله لوبه کې ځان بې پرې وښایې. خو په دې کې هیڅ شک او شوپیان نشته، چې دغه تصنیفي شعر په ښکاره ډول د نړیوال ښکېلاک مشرانو په ضد لیکلي شوي دی. تیوډور فونټېنې د خپل شعر په ورستي برخه کې لیکي، یو له افغانستانه بیرته خپل کور ته راستون شو. دلته مطلب روښانه دی، چې کور ته د بیرته راستنیدلو څخه مطلب د لویې بریتانیا قلمرو یا خاروې ته اشاره کوي. 
څه پیښ شول: په 1839 کال کې د برتانوي امپراتورۍ پوځیانو د افغانستان د خاورې ستره برخه لاندې کړه، چې په تاریخ کې د افغان  -انګلیس لومړی جګړه بلل کیږي. انګریزانو د خپلې امپراتورۍ د پراختیا لپاره جګړه کوله، څو په منځنۍ اسیا کې د روسېې امپراتورۍ د پراختیا هڅو مخه ونیسي. روسانو غوښتل، چې د هند په سمندر کې یو سوداګریزه تود بازار او بندر د خان لپاره خوندي کړي او پرانیزي. دې موخې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له لېارې یوې لارې ته اړتیا درلودله. له همدې امله په اسیا کې د کلونو کلونو راهیسې د روسانو او انګریزانو ترمنځ ستراتیجکي سیالۍ او جګړې ٬٬ د لویې لوبې٬٬ په نامه بلل کیږي. 
د افغانستان جغرافیایي وضعیت تل له جیوپولیټیکل پلوه د نړۍ زبرځواکونو ته په زړه پورې دی. په 1839 کال کې کله چې انګریزانو افغانستان اشغال کړ، د بریتیش هندیا پوځونو او د افغانانو ترمنځ سختې خونړۍ جګړې ترسره شوي دي. انګرېزان هېڅکله خپلې موخې ته ونه رسیدل. انګرېزانو له افغان قبایلې مشرانو سره د خوندي بیرته تګ په اړه خبرې اترې وکړې. په 1842 کال کې د جنوري په شپږمه نېټه له کابل څخه په بشپړه توګه وتل. په زرګونه خلک د بشپړ ناڅرګند راتلونکی او مبهم برخلیک له وېرې وتښتېدل. د خوندي تګ چلند تړون مات شو او د خیبر په دره کې پر انګرېزانو باندې بیا سخت برید وشو، ټول په کې ووژل شول. یوازې یو برتانوي پوځي ډاکټر ویلیم برایډن ژوندی پاتې شو، چې بیا داکټر برایډن د دغې سختې ماتې او ناورین خبر خپور کړ، کوم چې جرمن شاعر تیوډور فونټېنې په خپل شعر کې بیانوي. دا پوښتنه راپورته کیږي، چې څنګه جرمن فلسفي شاعر تیوډور فونټېنې د دې خونړۍ ناورین راپور په اړه یو شعر لیکي. 
نوموړی له 1855-1859 کلونو څخه په لندن کې اوسیدو او د جرمن پروشیا دولت لپاره بهرنی خبریال و. په لندن کې د لویې بریتانیا خونړې ناورین او ماتې په ښکاره توګه د پاموړ محسوسه کیده او دغه ستره تاریخي ماتې تر نن ورځې پورې په بریتانیا کې شتون لري او محسوسه کیږي. جرمن شاعر او خبریال تیوډور فونټېنې دغه ټول ناورینې حالت، ستره ماتې او خونړۍ جګړه په یوه تصنیقي شعر کې په یوه لنډه ژوره ارزونه کې محدودوي، د شعر مانا د شعر په سرلیک کې موندل کیداې شي،٬ د افغانستان د غمېزې لوبه ٬٬ نوموړی لویې لوبې ته اشاره کوي، چې اسیا کې لویې لوبې افغانانو ته یوه ستره خونړۍ تراژیدي جوړه کړي. جرمن شاعر او خبریال تیوډور فونټېنې دغه سرلیک د یوه بل جرمن د ختیځپوه او د چینې ژبې او کولتور څیړنوال ښاغلی کارل فریدریش نویمان څخه چې په 1793 کال کې د دسمبر په 28 مه نېته زېږیدلي دی، اخیستلي دی. نوموړي جرمن ختیځپوه په خپل غوره څیړنیزه تحلیلي لیکنه کې د افغانستان د غمېزې سرلیک تر نامه لاندې څیړنه او لیکنه کړي، دغه تحلیلي لیکنه په 1848 کال کې د جرمني لیپزیک ښار کې په رسنیو کې هم خپره شوي ده. په افغانستان کې د برتانویانو لاسوهنې په اړه د نیومن تحلیلي څیړنیزه شهکاریو له غوره شویو تحلیلونو څخه دی. نوموړی د مونشن په پوهنتون کې د ارمني، چینایې ژبو او همدارنګه د سېمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر او د توکمپوهنې پروفیسور و.
د افغانستان د غمیزې لوبې جګړه دغه سرلیک تر اوسه همداسي ساتل شوي دی. د لویې لوبې لوبغاړي بدلیږي، خو د هندوکښ د غرونو په لمنو کې دغه غمېزه بې پایه ښکاري. د افغان - انګلیس له لومړې جګړې ورسته دوې نورې جګړې هم ترسره شوي دي، ځکه انګرېزانو نه غوښتل خپله د شرمه ډکه ماتې ومني. 
په 1919 کال کې بلاخره افغانستان له انګرېزانو څخه شپږ کاله ورسته خپله بشپړه ملي خپلواکی ترلاسه کړه، خو له هغه وخت راهیسې د بېلا بېلو نویو نویو لوبو، نړیوالو او سېمه ییزو ځواکونو د ګټو مرکز ګرځیدلي دی او هېڅکله یې خپله داخلي تلپاتې ثبات نه دی تر لاسه کړي. که تاریخ سم ولوستل شي، د انګریزي، روسیې او امریکایې یرغلګرو لښکرو ماتې بلکول یو بل ته ورته دي. نن ورځ به جرمن شاعر تیوډور فونټېنې خپل شعر او جرمن د ختیځپوه، د چینې ژبې او کولتور څیړنوال کارل فریدریش نویمان څنګه خپله څېړنېزه لیکنه ولیکي.؟
یوه خبره ښکاره ده، چې تر اوسه په افغانستان کې د ډیموکراسی او مډرنیزم ټولې هڅې ناکامه شوي دي. د بشري حقونو وضعیت په ناورینې حالت کې دی. داسي په ښکاره ښکاري چې ټولې ښکېلې خواوې د تاریخ څخه زده کړه نه کوي. د تیوډور فونټېنې د شعر په یوه بیت کې راغلي، دوی د ړندو خلکو په څېر ګمراه دي او دوی موږ ته دومره نږدې شوی دي. په تصنیف کې دغه بیت د خلکو تېښتې ته اشاره کوي. خو د نن ورځې له نظره دغه جمله یا بیت یوه خوله لګونکي او دردونکې ژوره مانا لري. هغه دا چې نور څه باید پیښ شي، تر څو دغه ړانده خلک په رڼو سترګو د افغانانو دغه غمجن حال وویني. څه باید پیښ شي، مخکې له دې چې نړۍ یا نړیوال پوهه شي، چې دا نړۍ خورا پیچلې ده، کله چې تاسو له یوه لید لوري ورته ګورئ.
 
د افغانستان د غمېزې لوبه
 
د وارو ګړډ په نرمۍ له اسمانه وریده،
یو اس سپور جلال اباد مخې ته ودریده،
٬٬هغه څوک دی !٬٬ ـ ٬٬ یو انګرېز اس سپوری دی،
له افغانستانه یې یو پیغام راوړي دی.٬٬
 
افغانستان! هغه په ستړیا او ستومانتیا کې په ورو خبرې وکړې؛
پر اس سپوری باندې د ښار نیمایې برخې (خلکو) راټولیدنې فشار راوړي و،
سېر رابرټ سیل، د هغه قوماندان و،
هغه د خپل اسه خپل لاس پورته کړو.
 
دوی هغه د ډبرو جوړه شوي ترصدي کوټې ته بوتللو،
دوی هغه د دیوالي بخاري مخې ته کیناوه.
څنګه هغه اور کرمولو، همدارنګه هغه رڼا راتازه کولو،
هغه ژوره ساه ایستله، مننه یې کوله، او ویل یې:
 
٬٬ موږ دیارلس زره کسېزه لښکر د سړیو وو،
له کابله زموږ مارش پیل شو،
سرتېرې، د پوځ مشران، مېرمنې او ماشومان،
موږ ساړه وهلي، ستړي ستومانه شوي، خیانت شوې وو.
 
ټوټه ټوټه شوي و زموږ ټول پوځ ،
هغه څه شې چې ژوند غواړي، په شپه کې بهر سرګردانه ګرځي،
ما ته یوه خدای ژغورنه راوبښله،
تاسي وګورئ چې تاسو کولي شي، د پاتې شویو نورو کسانو خوندي ژغورنه وکړئ٬٬
 
سېر رابرټ د همدې کلاء بام ته پورته شو،
ټولو افسرانو، سرتېرو هغه تعقیب کړ، ٬٬ 
واوره په شددت سره ځښته ډیره غټه غټه وریده.
سیر رابرټ وویل: ٬٬ واوره ډیره په شددت سره غټه غټه ورېږي،
هغه څوک چې موږ لټوي، هغوي موږ نشي موندلي.
 
دوی د ړندو په څېر لار ورکي شوي دي او موږ ته هغو دومره نږدې شوي دي،
بیا نو پرېږدئ، دوی یې واري چې موږ دلته یو،
د وطن او د کور یوه سندرې یې سره همغږۍ کړه، 
ترومپیټ غږونکی په شپه کې پوکی ورکړي وه،
 
دوی پورته کړل او هېڅکله ستړی نه شول،
د شپې تر ناوخته یې یو په بل پسې سندې غږول کیدې،
لومړۍ انګلیسي سندرې د خوږه غږ او آهنګ سره،
بیا د لوړو غرونو غرنېزه سندې د حکایتونو شکایتونو سندرې وې.
 
دوی ټوله شپه تر ګهیځه پورې پوکې ورکړ.
په لوړ غږ، لکه څنګه چې سړی یوازې مینې ته داسي غږ وکړل غواړي،
دوی دومره پوکۍ ورکړ، چې دویمه شپه هم پرې راغله.
بې ګټې ده، چې تاسو غږ ور ته کوئ، بې ګټې ده چې تاسو یې ساتنه کوئ.
 
هغه څوک چې واري، هغه یې نور نه اوري،
ټول پوځ تباه او برباد شوي دی،
د دیارلسو زرو په شاوخوا کې دغه کاروان پیل شوي و،
خو یو له افغانستانه بیرته کور ته راستون شو.
 
د تیوډور فونټېنې حماسي شعر د جرمني نوموتي سندرغاړي نینا هاګن په ښکلي غږ کې په یوه کنسرټ کې خپلو مینوالو ته داسي اورولي دی.
https://youtu.be/9we85KAnxOc
 
پای