په نړۍ کې نن یو داسې توپان ګډ دی
چې یوازې یوځای نه، په جهان ګډ دی
که ختیځ او که لوېديځ دی اور اخیستي
اور پر ځمکه په فضا په اسمان ګډ دی
د اسمان سترګې هم سرې له غضب ښکاري
جګړومارو سره جوخت په میدان ګډ دی
پریښتې د اسمان هم توغوي غشي
عرش پخپله هم جګړه کې پنهان ګډ دی
ټول ملکونه تیاری نیسې جګړې ته
یو محشر په برخلیک د انسان ګډ دی
بودېجې ټولې وسلو ته وقف کیږي
یو د بل سره سیالي ده، هیجان ګډ دی
هرېخوا اورې ګواښونه تهدېدونه
یو پر بل د تهمتونو باران ګډ دی
هیڅ اواز د سولې نه ښکارې کوم ګوډ کې
د سفیر پرځای د سولې، شیطان ګډ دی
امریکا ده که انګلیس که اروپا ده
په جګړو کې د دې ټولو پیمان ګډ دی
دا ګومان چې روس او چین باید نابود شي
پر نړۍ د واکمنۍ يي ګومان ګډ دی
د بشر حقوق وسله د غرب په لاس ده
مخالف په وړاندې يي موخه ارمان ګډ دی
په اوکراین کې د زیلیسکې نقش چې ګورې
د خپل ملک په بربادۍ او په زیان ګډ دی
هغه مشر چې جګړه کې ولس تبا کړي
ستر جنون يي په وجود او روان ګډ دی
ځیني وايي چې زیلیسنکي یو باتور دی
څرګندېږي د شرګډو وجدان ګډ دی
په انګریز او امریکا چې څوک تکیه کړي
په اخره يي په ملک کې بحران ګډ دی
که عراق، افغانستان یا نن اوکراین دی
د دوی ټولو ورانولو پلان ګډ دی
نن اوکراین سبا ټایوان جنګ کې ښکېلیږي
ځکه اوس په روس او چین کې فغان ګډ دی
نن لوېدیځ د نورو حق باندې چړچې کړي
د دې نورو بیا دوزخ او زندان ګډ دی
زوړ ښکېلاک د نفاق تخم داسې پاش کړ
چې يي شر نن په هر ځای او مکان ګډ دی
زه چې حال د جهان ګورم نن سبا کې
دلته هلته په هر لوري بحران ګډ دی
د ۲۰۲۳ کال د اپریل ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی