یو څه می لا هم له وطنه یاد دي
تور می کمیس وهء او کاوبای می پتلون
د مکتب مخې ته ولاړ وم حیران
او هرې خوا ته می کتل په شیبو
او ځورولمه می ډار د زړګې
چی فیروزه به می نن وینم کنه
***
که څه هم هر څه می له لاسه وتل
او په ماغزو کی می روان وهء بدلون
کله به یاد وو یا به هیر وو له زړه
خو یو آرمان به می ژوندی په زړه وهء
یوه خبره می په زړه وه هروخت
چی فیروزه به می نن وینم کنه
***
اوس چی زوړ شوې یمه لا می یاد ده
د ژوندون غم نور نه لرمه په زړه
اوس ډیر وخت وشو لا په یاد یی لرم
او طلایی سترګې یی ځلا کړي هر وخت
او له یادونو می ګردونه پاک کړي
او نه پوهیږم چی ژوندې،
او یا به مړه وي هغه
خو غواړم یو ځل یی ژوندې ووینم
کله خیال کی لاړ شم باغ د زړه ته
زړه لیونی دی له ډیر وخته وایی
چی فیروزه به می نن وینم کنه
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جولای ۷، ۲۰۲۳ کال
03.07.2023
- طاهر ثابت
په تیرو ورځو کی خبرونه خپاره سول چی دایران او ترکیی په سرحد باندی یو شمیر مهاجران ددی دوو دولتو دسرحد ساتونکو قواوو په لاس ووژل سول. زما ارزو او توقع وه چی امارت، پخوانی تښتیدلی قانون پوهان اوسیاسیون به په همدی هکله لیکنی وکړی. خو متاسفانه دنړیوالو خبری شبکو لخوا دداسی یو مدافع دریخ کوم انعکاس می ملاحظه نکړ. په تیره بیا دبشری حقوقو مدافعین چی په هر دولت کی دامارت په ضد بیځایه او په ځای دوسیی لټوی هم دتاسف سره سره بیخی ګونګ پاتی دی.
دملل متحد او دهغه دبشری حقوقو سازمان هدای...
10.07.2023
- ع.شریف زاد
فاذارکبو فی الفلک دعوالله مخلصین له الدین الله تعالی دیوه مجبوره مشرک دعا هم قبلوی پاتې خوًلا د موحد مومن دعاء. تر بودا وروسته نامتو زعبم مهاتما ګاندی وتیی: که زه پوجا پاټ ونه کړم چې دهندوانو دعبا دت يوه بڼه ده نو لیونی کیږم . سره له دې چې ګاندی مسلمان نه وه بلکې ګمراهی کې پروت وه خوًیو مذهبی سړی وه. کله چې دغه خلک په بېړی کې سپریږی نو دالله تعالی څخه په خالصې عقیدې سره دعاء غواړی. موږ سره . شل کاله نړیواله ټولنه دلته لګیا وه یعنی دکرزی په رهبری دبن له منحوسې چپنې اوککړې معاهدې را...