په توحید کي ډوب منصورله حاله ووت
ځکـه نُوّرئې دالله پخـپـل ځان کي وکوت
بیا ځلي سوې پورته نارې دان الحق دده
ناخبره ملایانو اخردی په کفر دارته بوت
منصورمست ووپه دیدارکي دارئې نه لیده
وُلآړپه شـوق ذوق نوځکـه دار ته وخـوت
دی له ځـورولوټـکـولو په دا ټـولوبې پروا
ډوب په ان الحـق کي مبین لـه ژونده ووت
حــلاج سـوپـه دارځـکـــه رازئـې و وایــه
بند نه وو په هیڅ ورک دحق دیدارکي پروت