څېړنه: دکتور عبدالظاهر شكيب
د ارواښاد حاجي عبدالخالق اخلاص لنډ ژوند ليك
بايد يادونه وكړم چې د ارواښاد اخلاص په اړه يادونې د ۱۳۱۷ كابل كالنۍ او ۱۳۶۵کال د افغانستان کالنۍ، کابل مجلې اوسني لیکوال او ځینې نورو کتابونو کې شوي دي او دده په اړه په كې لږ و ډېر معلومات خپاره شوي دي ، په دې وروستيو كلونو كې استاد حبيب الله رفېع او د ارواښاد اخلاص لمسي ښاغلي عبدالمختار اخلاص او ښاغلي څېړنيار عبدالرحمن حبيب زوى دده پر ژوندانه يو څه كار كړى دى .
د استاد حبيب الله رفېع ليكنې او يادښتونه (د استقلال څلورمه جبهه) كتاب او ځينو متفرقو خپرونو كې راغلي ، همدارنګه عبدالمختار اخلاص دده ځينې خواره واره شعرونه له مجلو او ورځپاڼو راټول كړي او د خپلو يادښتونو او لېكنو سره يې يو ځاى ترې د لېسانس دورې مونوګراف ترتيب كړى دى .(۱)
همدا ډول څېړنيار عبدالرحمن حبيب زوى د خپلې څېړنيارۍ علمي رتبې ته د ترفېع په غرض د ارواښاد اخلاص د ژوند او ادبي هلو ځلو په اړه يوه رساله ليكې ده. ددې تر څنگ په ۱۳۸۸ لمريز كال د كابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو څانګې محصل بازمحمد هم د ارواښاد اخلاص په اړه خپل مونو ګراف ليكلى ، چې زياتره سره ورته ټكي لري .
اوس به راشو د ارواښاد اخلاص ژوندليك ته چې په ډېر لنډيز به يې وړاندې كړو :
ارواښاد عبدالخالق اخلاص د ملا جان اخونزاده زوى په۱۳۱۹ هجري قمري كال د رجب المرجب مياشتې د يوې مباركې جمعې په ورځ چې د ۱۲۸۰ لمريز كال او ۱۹۰۱ميلادي كال سره سمون خوري ، د كونړ ولايت د وټه پور د دېوز كلي په يوه علمي او دينداره كورنۍ كې زېږېدلى دى .چې د زېږېدنې نېټه يې دده له نامه او د زېږېدو له مياشتې څخه استخراج شوې وه . په لاندې ډول :
عبدالخالق + رجب المرجب  دده د پيدايښت نېټه
عبدالخالق ( ۷۰+ ۲+ ۴+ ۱+ ۶۰۰ + ۱ + ۳۰ +۱۰۰  ۸۳۸ )
رجب المرجب (481=2+3+200+40+30+1+2+3+200)
( ۸۳۸ + ۴۸۱  ۱۳۱۹ هـ ق )
ارواښاد اخلاص د ساپي قبيلې د ګوربزو د ښاخ د ښادي خېلو پښې ته منسوب دى ، درې وروڼه او درې زامن درلودل ، چې د وروڼو نومونه يې (عبدالكريم ، نورانجان او عبدالجبار ) او د زامنو نومونه يې ( غلام قادر ، غلام رحمن او غلام ياسين)دي .(۲)
ارواښاد اخلاص په خپل يو شعر كې خپله پېژندنه داسې كوي :
سوال مې د ايمان كوه مؤمنه خداى دپاره
مسكن مې په دهوز كې نوم مې دى عبدالخالق
اخلاص مې تخلص دى د ادب په ژوندانه كې
لباس فرېب مې نه زده دي معلوم مې سوابق
مربوط د چغسراى يم په كونړ د مشرقي كې
راجع د مغفرت يم كه هر څو يم نالايق (۳)

د ده پلار ملا جان اخونزاده (۱۳۰۴ ل كال مړ ) ( ۴) يو عالم ، بافكره او هوښيار شخصيت و ، ديني علوم يې لوستي وو، كله چې اخلاص وزېږېده ، نو پر خپل زوى يې داسې نوم كېښود ، چې هم يې ديني اړخ درلود او هم يې د زوكړې نېټه ترې څرګندېده او هغه دا چې دده نوم او د رجب المرجب د مياشتې ابجدي ارزښت چې سره يو ځاى شي ، دده د زوكړې نېټه ترې څرګنديږي .
استاد عبدالروف بېنوا د اوسني ليكوال په پاڼو كې د اخلاص څېره موږ ته داسې ترسيموي : » دى ميانه قده ، غنم رنگه ، خنده رويه او دينداره پښتون دى ، له هر چا سره محبت كوي ، ډېر مخلص او پر زړه پاك سړى ښكاري، ساده وضعيت او بې تكلفه ژوند يې ډېر خوښ دى« . (۵)
اروښاد اخلاص رسمي زده كړې نه درلودې ، بلكې په كور كلي او سيمه كې يې له پلار او سيمه ييزو ملايانو څخه دينې كتابونه او همدارنګه د فارسي ادب كتابونه لوستي وو ، په اوسني ليكوال كې دده د تحصيل او تعليم په اړه دا سې راغلي دي :
» ده په خصوصي ډول تحصيل كړى دى ، عربي او فارسي كتابونه يې له خپل پلار څخه لوستي دي ، خو احاديث او تفاسير يې يو ځاى او بل ځاى ويلي دي . اخلاص صاحب له كوچنيوالي څخه د پښتو ليكل او لوستل شروع كړي او د پښتو د ادب سره يې مينه درلوده ، چې د همدې مينې په اثر به يې كله كله په پښتو ژبه منظومې هم جوړولې .« (۶)
خو ارواښاد اخلاص په دې اړه خپله داسې وايي : » ... تعليم او تحصيل مې ټول په خپل كلي كې د خپل مرحوم پلار رحمة الله عليه نه كړى دى ، بل ځاى ته د تحصيل د پاره وتلى نه يم. «(۷)
ارواښاد عبدالخالق اخلاص په ۱۳۰۳لمريز كال ( په منګلو كې د كوډ ملا د بغاوت پر مهال)په افغاني اردو کې په رسمي خدمت پيل وکړ، لومړى د نظامي كنډك كاتب او بيا ورپسې د کنډک مشرۍ رتبۍ ته ورسېد.
په ۱۳۱۰ لمريز كال د خپل قوم له خوا د ملي شورا وكيل وټاكل شو ، كله چې يې د وكالت درې كلنه قانوني دوره پاى ته ورسېده ،نو په چغسراى كې د لومړني ښوونځي سرښوونكى وټاكل شو ، دده د وينا له مخې په ۱۳۱۴ لمريز كال د پښتو ژبې د ترويج او تنظيم په غرض د نورو غړو سره كابل ته وغوښتل شو او هلته د (انجمن ادبي كابل) د اديبانو په شعبه كې غړى شو(۸)كله چې په ۱۳۱۶ لمريز كال د كندهار ادبي انجمن او د كابل ادبي انجمن سره يو ځاى شول او پښتو ټولنه ترې جوړه شوه، نو په همدغه كال نوموړى رسماً د پښتو ټولنې غړى شو ، تر يو كال تېرېدو وروسته په ۱۳۱۷ لمريز كال د اتحاد مشرقي د اخبار مرستيال وټاكل شو . ارواښاد اخلاص په دغه اخبار كې د څه مودې خدمت وروسته يو ځل بيا په ۱۳۱۸ل كال بېرته كابل ته راغى او د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې مدير وټاكل شو، چې دغه دنده يې تر ۱۳۲۱ لمريزكال پورې په پوره اخلاص تر سره كړه . وروسته يې د كورنيو ستونزو او مشكلاتو پر اساس له رسمي دندې لاس واخيست او په ۱۳۲۶ لمريز كال يو ځل بيا د ملي شورا وكيل وټاكل شو چې دغه دنده يې تر ۱۳۲۸ كال پورې تر سره كړه . له دې وروسته يې دولتي دنده نه درلوده او پركور ناست و .(۹)
ارواښاد اخلاص د ۱۹۱۹ م كال د استقلال په مقدس جهاد كې برخه اخيستې وه او دغه صحنې يې په خپلو سترګو ليدلې وې او د ارندو يا ارنوۍ په جنگ كې يې له ستر غازي ميرزمان خان سره برخه اخيستې وه او په خپلو نظمونو كې يې ددې جنګ يادونه هم كړې ده .
كله چې په ۱۳۲۴ لمريز كال په كونړ كې ساپيو قبيلې د حكومت پر ضد پاڅون وكړ ، نو د ارواښاد اخلاص څخه يې غوښتنه وكړه ، چې دحكومت پر ضد له دوى سره ملاتړ وكړي ، خو ارواښاد د حكومت پر ضد بغاوت ته د يو غير شرعي عمل په سترګه وكتل او د هغوى ملګرتيا يې ونه كړه ، چې په پاى كې ساپيو دده كور تالا كړ او اخلاص مجبور شو ، چې خپل كور كلى پرېږدي او شينكوړك ته ولاړ شي، چې په شينګوړك كې د څه مودې له تېرولو وروسته بېرته خپل كلي ته راستون شو .( ۱۰)
همدا ډول كله چې په ۱۳۰۳ لمريز كال په لويه پكتيا كې منګلو او نورو قبېلو د ګوډ ملا په مشرۍ د بغاوت بيرغ پورته كړ ، نو د ددې بغاوت د ځپلو په منظور حكومت د كونړ لوى خان ميرزمان خان هلته واستاوه ، چې په دې لښكر كې ارواښاد اخلاص هم گډون درلود ، چې ددغه مهم يادونه د ارواښاد اخلاص په شعرونو كې هم شوې ده او په خپل يو اثر (سيف الامان) كې يې ددغه مهم حالات په مفصل ډول راوړي دي.
ارواښاد اخلاص په ۱۳۳۶ لمريز كال د حج د مقدسې فريضې د اداء كولو په نيت بيت الله شريف ته تللى او د حج فريضه يې اداء كړې ده .
پس بسال سېزده صد و سى وشش
شوق بيت الله امد در منش
ګشت توفيق خداوند م رفيق
شد نسيم وصلت بيت العتيق (۱۱)

ارواښاد اخلاص په خپل يوه ليك كې چې د ژوند په وروستيو كې يې استاد حبيب الله رفيع ته استولى و ، د خپل ژوند د وروستيو كلونو په اړه داسې كښلي دي : » وروسته د شوراى ملي د وكالت نه په سنه ۱۳۳۶ كې د بيت الله شريف د حج د پاره عربستان ته ولاړم چې له هاغه ځايه په خير سره راوګرځېدم باقي عمر مې په خپل كور كې تېرول غوره كړ ، د دولتي كارونو شموليت ته مې اختيار ونه كړ. «(۱۲)
كله چې روسي ښكېلاك پر افغانستان يرغل وكړ او افغان ولس د خپل كلي او كور پرېښودلو ته اړ شو ، نو د مهاجرو په كاروان كې ارواښاد اخلاص هم په ۱۳۶۰ لمريز كال د كوزې پښتونخوا د صوابۍ سيمې ته مهاجر شو، (۱۳)هلته يې په كمزوري وجود او سپينه ږيره د روسانو پر ضد خپلې قلمي مبارزې ته دوام وركړ او بالاخره د ۱۹۸۸ ميلادي كال د جنوري پر ۱۹ نېټه ، چې د ۱۳۶۶ لمريز كال د جدي له ۲۹ نېټې سره سمون خوري، له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې او د صوابۍ كېمپ د مهاجرو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو(۱۴) . اروا دې ښاده وي .
استاد حبيب الله رفېع دده د ادبي كارونو په اړه داسې وايي :
اخلاص صاحب علاوه پر پښتو په پارسي هم نظم او نثر ليكلاى شو ، چې دده زيات آثار په كابل مجله ، اتحاد مشرقي او د هېواد په نورو مطبوعاتو كې خپاره شوي دي ، هغه د شعرو شاعرۍ په ډګر كې هر ډول شعرونه لكه ادبي ، اخلاقي ، اجتماعي ، مذهبي او نور ... مينه والو ته وړاندې كړي دي. (۱۵)
آثار او تاليفات :
ارواښاد عبدالخالق اخلاص تل له كتاب او قلم سره خپله اړيكه ټينگه ساتلې او د ژوند تر پايه يې قلم له لاسه نه دى غورځولى ، هغه د افغانستان پر ملي ژبو ډېر زيات علمي - څېړنيزآثار ليكلي ، چې له دې ډلې يې ځينې چاپ او ځينې هم ناچاپ دي ، چې د آثارو د شمېر په اړه يې بېلا بېلې لیکنې شوي دي. اوسني لیکوال او د ۱۳۱۷ كال كابل کالنۍ د ده آثار شپږ ښودلي:
۱ـ ګلشن رنګين(د پښتنو پاچاهانو لنډ تاريخ) ۲ـ تصحيح تلاوت في علم القرأت۳ـ نهضت پشتو ۴ـ لوی خويونه ۵ـ د نورستان حالات ۶ـ نورستان ياجديدالاسلام(چې د ۱۳۱۸ كال په كابل کالنۍ كې چاپ شوی.)
په پورتنیو کتابونو کې «ګلشن رنګین» د عبدالخالق اخلاص اثر نه دی. دا یوه کوچنۍ منظومه رساله ده، چې د استقلال کتاب په پای کې له ۷۹مخ نه وروسته تر ۹۴مخ پورې راغلې .
د دې منظومې رسالې ویناوال سید عبدالغفار ملنګ د سيد عظېم زوی دی، چې په ۱۲۶۰لمريز كال د اسمار په شال کې زېږېدلی او په ۱۳۲۵لمريز كال همالته مړ دی.(۱۶)
د دې رسالې لومړۍ برخه مثنوي ده او پاتې برخه یې مقامونه ، غزلې او بدلې دي. په دې رساله کې د غازي امان الله خان او میرزمان خان ستاينې شوي دي او د څلورمې جبهې د حالاتو بيان په كې راغلى دى .
استاد حبيب الله رفېع د (استقلال څلورمه جبهه) کې د عبدالخالق اخلاص آثار داسې راپېژني:
۱ـ استقلال ( د استقلال څلورمه جبهه) ۲ـ سیف الامان ۳ـ تصحیح التلاوت فی علم القرأت ۴ـ نهضت پښتو ۵ـ نورستان یا جدید اسلام ۶ـ د نورستان حالات ۷ـ لوی خویونه. (۱۷)
پر دې كتابونو سربېره دغه لاندې كتابونه هم د ارواښاد اخلاص آثار دي ، چې دده له لمسي سره خوندي دي :
۱ـ بمنتج الفرايض،چاپ ۲ـ رهنماي مناسک حج يا هادی اداب زيارت ۳ـ مختصر حالات شاهان کابل ۴ـ د انسانانو منشاء او د روسانو استبداد ۵ـ د کالو سري حسابونو مجموعه ۶ـ (متفرق اشعار يا شعري ټولګه) (۱۸)
الف ـ چاپ شوي آثار:
۱ـ د استقلال څلورمه جبهه:
دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۰۲ كال د ناويشلي هندوستان په پېنډۍ کې چاپ شوی دی. دویم ځل د استاد حبيب الله رفېع له خوا په ۱۳۶۵لمريز کال په پېښور كې خپور شوى ، په دريم وار په ۱۳۸۴ل كال د دانش خپرندویې ټولنې له خوا په ۲۶۷مخونو کې چاپ شوی دی. چې سریزه، سمون، لمنې او نښلونې پرې استاد حبیب الله رفېع لیکلي دي، پر دې اثر استاد محمدآصف صمیم د (خپلواکۍ د یوې هېرې جبهې یو یاد سپاهي) تر سرلیک لاندې او ارواښاد محمدهاشم زماني پرې په پنځو مخونو کې تقریظ کښلی دی. ارواښاد زماني هم د نورو درنو لیکوالو په څېر د افغان ــ انګلیس د جګړې پرمهال څلور واړه جبهې ښې په تفصیل سره ښودلي دي او د دې کتاب د مؤلف عبدالخالق اخلاص ونډه یې د استقلال په څلورمه جبهه کې ویاړلې او ستايلې ده .
دا كتاب په څلورم وار په ۱۳۸۹ لمريز كال په كابل كې د استقلال امانيه تر سرليك لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېهقي كتاب خپرولو مؤسسې له خوا هم چاپ شوى دى .
استاد رفېع وايي « دا اثر چې موږ د استقلال څلورمه جبهه نوم پرې ایښی، د اخلاص صاحب یو تاریخي اثر دی، چې د ۱۳۱۸کال په کابل کالنۍ کې د استقلال په نامه ښودل شوی او په اوسني لیکوال کې بیا د ګلشن رنګین په نامه معرفي شوی دی، چې د پښتنو پاچاهانو لنډ تاریخ دی». د دې کتاب اصلي موضوع د استقلال د جګړې پرمهال د کونړ د جبهې څېړنه او شننه ده او دا هغه څلورمه جبهه ده، چې مؤرخینو هېره کړې ده. د دې کتاب د نامه ( د استقلال څلورمه جبهه) وجه همدا ده .(۱۹)
د استاد رفیع په حواله كله چې ښاغلي اردلان خان زماني ددې كتاب د لومړي چاپ نسخه ښاغلي استاد رفېع ته وسپارله ، څرګنده شوه چې د كتاب اصلي نوم ، چې تر ۱۳۰۲ لمريز كال راوروسته په ناوېشلي هند كې چاپ شوى و ، (استقلال امانيه ) دى ، نو ځكه يې په څلورم چاپ كې پر همدې نامه چاپ كړ .(۲۰)
د ښاغلي اردلان خان زماني په قول ددې اثر قلمي نسخه په برېټش موزيم كې په F 58 نمبر المارۍ کې ساتل کیږي.
په هر حال دغه اثر د ارواښاد اخلاص يو منظوم اثر دى چې د استقلال د جنگ د چترال حوزې د جهاد په اړه په كې معلومات په نظم وړاندې شوي دي ، چې ډېرې پېښې د اخلاص د خپلو سترګو ليدلي حالات دي .
۲ـ تصحيح التلاوة فی علم القرآت:
دا اثر د تجوید د علم په اړه دی چې په كې د تجويد علم په نظم کې شرح شوى دی او په ۱۳۱۰ لمريز كال نظم شوى ، نوموړى اثر په ۱۳۵۰هـ ق کال د رحیميه کتابخانې له خوا د پېښور د خیبر بازار په منظور عام پریس کې له چاپه راوتلی دی.د دې اثر بيتونه څوارلس څپه ييز دي او جوړښت يې د غزلو په بڼه دى .(۲۱)
دا رساله په لويه قطع چاپ شوې، چې ۳۷ بابه او ۳۹ فصلونه لري . ددې كتاب په پاى كې ۱۳۱۷ ل كال كښل شوى اود قاري حبيب الله باجوړي ، د جمعيت العلماْء تقريظ، د علماى دارالعلوم عربيه و قضات محكمه تقريظ او د كابل د ادبي انجمن د ادباوو تائيدي نظر په كې اخيستل شوى او نومونه يې راغلي دي .
۳ـ بمنتج الفرايض:
د میراث د علم په اړه په پارسي نظم لیکل شوی اثر دی، چې په ۱۱۲مخونو کې چاپ شوی دی. د کتاب پر وروستۍ پښتۍ دا لیکنې راغلي دي: (ماشاالله لاحول ولا قوة الاباالله، منظومه ضوابط میراث موسوم بمنتج الفرایض با سوانح عمر و تواریخ عمدۀ طبعزاد اخلاص متوطن دهوز.) تر دې وروسته د خپرندویې ټولنې نوم او چاپ ځای (منظور عام پریس خیبر بازار پشاور) راغلی دی.
دا کتاب دوې برخې لري، لومړۍ برخه یې له لومړي مخ نه تر ۷۸مخ پورې د میراث د علم په اړه ده . په دویمه برخه کې یې د لیکوال ژوند، داستقلال د جګړې ځینې پېښې او نورې تاریخي واقعې راغلي دي، چې د افغانستان د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان له واکمنۍ سره اړه لري. د كتاب په پاى كې د كتاب د عناوينو فهرست راغلى دى .
۴ـ باغ دلكش يا نهضت پښتو :
دا كتاب ۱۰۷ مخونه لري چې قلمي نسخه يې بشپړه ده ، دا اثر د پښتو ژبې د زده كړې يو لارښود كتاب دى ، د استاد حبيب الله رفېع د وينا له مخې په ۱۳۱۷هـ ش کال کې په انیس ورځپاڼه کې په پرله پسې توګه خپور شوى دى . (۲۲)
دا کتاب جلا نه دی چاپ شوی او پر قلمي نسخې باندې یې د لیکلو نېټه هم نه ده څرګنده.
دا اثر ۳۰ قطعې او ۳۰ سبقونه لري ، چې قطعې يې په دري نظم او سبقونه يې په پښتو ژبه كښل شوي دي ، ددې كتاب په دري قطعو كې پښتو لغات راوړل شوي او بيا دغه لغات په سبقونو كې په پښتو نثري جملو كې شنل شوي دي .ددې كتاب د قلمي نسخې په پاى كې د غزل په فورم كې (پښتنو ته دعا) ترسرليك لاندې يو نظم هم راغلى دى . د نوموړي اثر قلمي نسخه د ارواښاد اخلاص له كورنۍ سره خوندي ده .
۵ـ نورستان يا جديد الاسلام:
په نوموړي اثر كې د نورستان د خلكو كلتور ، رسم ورواج او د اسلام څخه وړاندې احوال بيان شوي دي ، دا منثور اثر د ۱۳۱۸لمريز كال په کابل کالنۍ کې خپور شوی، خو تردې مهاله په جلا توګه نه دی چاپ شوی. دا اثر د کابل کالنۍ له ۲۶۰ مخ څخه پيلېږي او په ۲۷۹مخ کې پای ته رسېږي، چې ددې كالنۍ شل لوى مخونه يې نيولي دي .
ب ـ ناچاپ آثار
۱ـ مختصرحالات شاهان کابل و شيوع انقلاب رئيس دولت افغانستان :
دا کوچنۍ رساله د ښاغلي اخلاص د پارسي شعرونو ټولګه ده، چې د افغانستان د واکمنانو لنډ تاریخونه یې په منظومه بڼه ویلي دي. چې په كې يې له امیر حبیب الله خان څخه نیولې د ببرک کارمل تر واکمنۍ پورې د واكمنانو تاريخونه راوړي دي.
ددې رسالې د پېل بيت دا ډول دى :
قدرت محض خدائ در امور كلها است
موت و احيا ، عز وذلت خير شر حكم خدا است
د پاى بيت يې په دې ډول دى :
ګر شد پيدا زعيم و مقتداى اهل دين
پس اميد نصرت است از لطف رب العالمين

۲ـ رهنمای مناسک حج (هادي اداب زيارت):
دا کتاب په ۱۳۳۵لمریز كال د مرغومي په ۸مه نېټه پاى ته رسېدلى دی .
کتاب دوې برخې لري:
د کتاب په لومړۍ برخې (رهنمای مناسک حج) کې يې له څلور مخیزې سریزې وروسته د حج فرایض سنتونه او اداب بیان کړي دي.
په دویمه برخه کې (هادي آداب زیارت) کې یې تر اوږدې سریزې وروسته د بیت الله شریف د لیدلو دعاګانې او د بېلا بېلو زیارتونو د ليدلو او زيارت پر وخت دعاګانې ښودلي ، چې د حج پرمهال يې لیدنه اړینه ده.
۳ـ د کالو سري حسابونو مجموعه :
دا اثر ۷۷ مخونه لري. چې په ۱۳۵۲ لمريز كال يې له ليكلو فارغ شوى ، منځپانګه یې د درې ګونو کلونو ( قمري، شمسي او عيسوي) د وختونو، میاشتو او ورځو سمون او یو پر بل باندې د اړولو شرح ده. دا کتاب په فارسي نظم د میاشتو نومونه، ترتیب او مقدار تشرېح کوي.
همدا شان د وختونو او مهالونو مسایل د استوايي کرښې د سیوري پر اساس د هر وخت اندازه، د ساعت او دقیقو په حساب په هر موسم او هره میاشت کې بیان او ښودل شوي دي.
۴ـ د انسانانو منشاء او د روسانو استبداد:
دا د عبدالخالق اخلاص یو بل ناچاپ اثر دی ، چې ټولټال ۴۷مخونه لري او د مهاجرت پرمهال يې په ۱۳۶۶لمريز كال لیکلى دی. دا کتاب دوه منظومې برخې لري، لومړۍ برخه كې یې د انسانانو د پیدایښت بېلابېل پړاوونه تشرېح کړي، لکه د انسانانو رامنځ ته کېدل، قبایل او احزاب، پیغمبران او کتابونه یې او د شاهانو خواهشات. په دویمه برخه کې یې د روسانو ناوړه کړنې او جنایتونه را سپړلي دي او تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې یې روسان او د هغو بړېڅي غندلي دي. همدا شان ددې رسالې په پاى كې په پښتو ژبه د ارواښاد اخلاص وصيتنامه د څلورو مصاحبو په بڼه راغلې ده.
دغه اثر په دې بیت سره پای ته رسېږي:
له بې ننګه اقرباوو او ملـــــــــګرو
بیګانه غیر مې ښه دي یو په زرو
۵ـ د اخلاص شعري ټولګه :
پر دې اثر ښاغلي حبيب زوى د ارواښاد اخلاص په اړه په ليكل شوي اثر كې ( د اخلاص ګلغونچه) نوم ايښى دى ، هغه وايي دا کتاب د اخلاص د شعرونو یوه وړه ټولګه ده، چې بېلا بېل اشعار لکه غزل، مخمس، رباعي او نور شعري فورمونه پکې راغلي دي.تر كومه چې دغه ټولګه ما ليدلې يوه الفنامه ، يو د توشيح صنعت او يو شير و شكر مخمس هم لري .
ددې کتاب پر لومړي مخ داسې لیکل شوي دي: » مجموعه اشعار پښتو طبعزاد عبدالخالق کنري متخلص اخلاص«. (۲۳)
۶ـ سيف الامان:
دا د ارواښاد اخلاص یو بل ناچاپ منظوم اثر دی، د ۱۳۰۰ شاوخوا بيتونه لري ، چې قلمي نسخه يې د استاد حبيب الله رفيع سره خوندي ده ، (۲۴)استاد حبیب الله رفېع د دې اثر یادونه داسې کوي « دا د اخلاص یو منظوم اثر دی، چې د ګوډملا او د منګلو د ۱۳۰۳لمریز کال بغاوت یې له پیل نه تر پای پورې تار تاریز پکې لیکلی او یوه برخه یې د ده د سترګو لیدلې پېښې دي دا کتاب د مثنوي په کالب کې کښل شوی دى .» ¬¬¬¬¬¬¬( ۲۵)
۷- تاريخچۀ اخلاص :
له دې اثر څخه هم زه د استاد حبيب الله رفېع له خولې خبر شوم ، چې د دغه اثر په اړه هغه داسې معلومات راكړل : (تاريخچۀ اخلاص ) دري منظومه ده ، چې اخلاص صاحب په سپين ږيرتابه او د كهولت په دوره كښې (۱۳۶۵لمريز) چې د صوابۍ په كيمپ كښې يې ژوند كاوه د افغان شوروي د جګړې پېښې په كښې ليكلي او قلمي نسخې يې د استاد رفيع سره خوندي ده ، پر دې اثر استاد حبيب الله رفيع تعليقا ت او سريزه كښلې او متن يې چاپ ته چمتو كړى دى ، خو تر دې مهاله نه دى چاپ شوى . (۲۶) ددې اثر څو كرښې په لاندې توګه دلته راوړو :
چون زخير ملت آمد جيب حالم پر متاع
سال عمرم شد (فدا)() بود است وقت الوداع
درد ودستم لرزش آمد همچو برګ بيد لشك
خامه شد زاملاى حرفى د رانا مل چوب خشك
رخش كلكم يرغه ارميدان كاغذ ميدويد
پى شد آخر از دوا دولنګ لاغر اوفتيد
حيف و افسوس اينكه تصميم دلم نامد تمام
ماند درتعويق فيروزى بحسن اهتمام
زانكه بس دورو دراز آمد قضاياى امور
داند الله ساحل اين بحرو ميعاد عبور
مطلعات مختصر از روى تاريخ آنچه بود
ګفته شد از صيد يكى بل كم ازان تا اينحدود
با قيش هر آنچه آيد از حوادث بعد از اين
شايد آنرا ګفت يك صاحب قلم شخص آمين
تا شود فتح ونجات مملكت اتمام آن
همچنان كار زوى (اخلاص) است جز انجام آن
يا الهى خاك پاك كشور افغان زمين
و رهان و پاك دار از لوث و نحس غاصبين (۲۷)

۸- ځان واكي يا اداره نفس :
د استاد حبيب الله رفېع د معلوماتو له مخې دغه كتاب هم د ارواښاد عبدالخلق اخلاص يو منثور اثر دى ، چې استاد حبيب الله رفېع ليدلى دى . (۲۸)
د پايلې په توگه بايد ووايم چې ارواښاد عبدالخالق اخلاص د پښتو او دري ژبو هغه لیکوال او شاعر دی، چې د خپل عمر په اوږدو کې یې ډېر څه زده کړي او ډېر څه یې خپلو ملي ژبو پښتو او دري ته ورډالۍ کړي دي؛ خو چې پېژندل يې څه ډول لازم وو په هغه ډول تر اوسه په ادبي او علمي حلقو كې معرفي شوى نه دى.
ارواښاد اخلاص د پښتو ژبې او ادب د ستر بابا خوشال پر پله پل ايښى او د توري تر څنګ يې قلم هم چلولى دی. هغه د افغان انګلیس (۱۹۱۹ز ) تر منځ د خپلواكۍ په جګړه کې فعاله ونډه اخیستې وه او د ازادۍ د دغې معركې په څلورمه جبهه « کونړ » کې يې د مبارزو په تاوده سنګر كې ډېرې ستړې او ستونزې ګاللي دي.
د نوموړي له لیکنواو شعرونو څخه برېښي، چې نوموړی ښه شاعر، لیکوال او مؤرخ و. كه څه هم ارواښاد اخلاص اکاډمیکې زده کړې نه وې کړې او مروجه علوم یې له خپل پلار او سیمه ییزو ملایانو څخه لوستي وو ؛ خو له دې سره یې هم ډېرې لوړې علمي څېړنيزې لیکنې کړي دي.
عبدالخالق اخلاص په نظم او نثر په پښتو او دري ژبه يو شمېر آثار كښلي دي چې دغه اثار د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه دي. پر دغو کتابونو او رسالو سربېره يې په لس ګونو علمي- څېړنيزې مقالې، شعرونه او نثرونه په کابل ، انیس، اتحاد مشرقي او ځینو نورو مجلو او جریدو کې خپاره شوي دي.
اخځليكونه :
1. عبدالرحمن حبيب زوى ، د عبدالخالق اخلاص د آثارو څېړنه ، نا چاپ اثر
2. عبدالمختار اخلاص ،د اخلاص غونچه ، د لسانس مونوګراف ، ۱۳۷۷ ل كال، ټايپي اثر ، ۳ مخ .
3. عبدالخالق اخلاص ، تصحيح التلاوت فى علم القرائت ، رحيميه كتابخانه پېښور ، ۱۳۵۰ كال ، ۲۲ مخ .
4. عبدالخالق اخلاص د انسانانو منشاء او د روسانو استبداد، قلمي اثر ، ۱۳۶۶ ل كال ۴۳ مخ.
5. عبدالروف بېنوا ، اوسنى ليكوال ، لومړى ټوك ، كابل ، دولتي مطبعه ، ۱۳۴۰ ل كال ، ۴۸ مخ .
6. عبدالروف بېنوا ، اوسنى ليكوال ، لومړى ټوك ، كابل ، دولتي مطبعه ، ۱۳۴۰ ل كال ، ۴۸ مخ .
7. حبيب الله رفيع ، ارواښاد اخلاص (قلمي مقاله )
8. حبيب الله رفيع ، ارواښاد اخلاص (قلمي مقاله )
9. عبدالخالق اخلاص ، بمتج الفرايض ، رحيميه كتابخانه پېښور ، ۱۳۳۲ ل كال ، ۹۲- ۹۴ مخونه
10. عبدالخالق اخلاص د انسانانو منشاء او د روسانو استبداد، قلمي اثر ، ۱۳۶۶ ل كال ۴۶ مخ
11. عبدالخالق اخلاص ، بمتج الفرايض ، رحيميه كتابخانه پېښور ، ۱۳۳۲ ل كال ، ۹۵مخ
12. حبيب الله رفيع ، ارواښاد اخلاص ، قلمي مقاله .
13. عبدالخالق اخلاص د انسانانو منشاء او د روسانو استبداد، قلمي اثر ، ۱۳۶۶ ل كال ۳۲ مخ
14. عبدالمختار اخلاص ،د اخلاص غونچه ، د لسانس مونوګراف ، ۱۳۷۷ ل كال بېل بېل مخونه .
15. د استقلال څلورمه جبهه ، يو سلو څوارلسم مخ
16. عبدالخالق، اخلاص. د استقلال څلورمه جبهه، سریزه، سمون، لمنې او نښلونې دحبیب الله رفېع، ۱۳۸۴، دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۲۲۰مخ.
17. حبیب الله. رفېع، د استقلال څلورمه جبهه، ۱۲۲مخ.
18. عبدالرحمن حبيب زوى ، د عبدالخالق اخلاص د آثارو څېړنه ، نا چاپ اثر
19. د استقلال څلورمه جبهه، ۱۲۳مخ.
20. د استاد حبيب الله رفېع شفاهي ياداښت
21. د استقلال څلورمه جبهه ، ۱۱۲ مخ
22. د استقلال څلورمه جبهه،۱۱۹مخ.
23. عبدالرحمن حبيب زوى ، د عبدالخالق اخلاص د آثارو څېړنه ، نا چاپ اثر
24. حبيب الله رفيع ، ارواښاد اخلاص (قلمي مقاله )
25. د استقلال څلورمه جبهه ، ۱۱۴ مخ .
26. استاد حبيب الله رفېع شفاهي ياداښت.
27. حبيب الله رفيع ، ارواښاد اخلاص (قلمي مقاله )
28. د استاد حبيب الله رفېع شفاهي يادونه .