ابن خلدون لیکلي چه د عصر پاچهانو په شوری کښي د أهل الحل والعقد خلګ راغونډ کړي وه ، 

که غواړي چه ملت او بین الملل ته د منلو وړ سې نو درې ملي مجلسونه جوړ که ، یو د وکیلانو مجلس بل د سنا مجلس او درېیم د عقد جلس 

یعني اول مجلس به اهل  خلګ او  د دوهم مجلس خلګ به حل خلګ وي او د دریم مجلس خلګ ټول ستا علماء کرام څخه جوړ که ! 

چه دا درې مجلسونه به و ونمول سي   په أهل الحل والعقد سره 

په جهان کښي د ټول ملکونو دقوه مقننې لپاره دوه مجلسونه  لري ، اما د امارت اسلامي نظام به درې مجلسونه ولري ، هم به خدای سي او هم خورما سي ، چه هم افغان ملت خوښ سي او هم به جهان درته کومه غټه بهانه نسي جوړولی  ، په تجارتي او ټرافیکي محکمو کښي علماء کرامي مقرره کړه البته په هغه محکمه کښي چه حد جاري کیږي تنها او یوازي باید نارینه قاضی  وظیفه ولري 

ډېر عاجل د فقرا او سفید پوشه غریبانو له پاره بیت المال جوړ که چه په نام  کونډه او یتیم او بډاګانو ته چه کوم کمکونه راځي د ملل متحده او اروپا نه چه رارسیږي ټول وملت ته د امارت له لاري تقسیم کړی  

نور نو توصییه نه اوږده کوم ولي چه : خیر الکلام ما قل و دل