کله چه عبدالغزیز سعود پر جزیره عرب باندي حاکم سو ، دا خاوره يی په خپل نامه کړه ، ټول قدرت ئې په خپل لاس کښي ونیولې او مذهبي قدرت ئې عبدالوهاب اخونذاده ته په لاس کښي ورکړی ، (مذهبي قدرت(محتسبي ) او مساجدو امامت بغیر له حرمین شریفین )
وهاب اخونذاده د ټولو مذاهبو د منځه وړلو ته لاس واچولی او تنها د عبدالوهاب اږ حنبلي فقه رسمیت پیداکړی ، عبدالوهاب ، پر موسیقۍ هم حمله وکړه او موسیقي ئې حرامه وبلل ، په داسي حال کښی چه موسیقي حرامه نده ! البته هغه موسیقي حرامه ده چه د تزکیه نفس لپاره ږغول کیږي ، د خوښییو او په ودونو کښي دریی او ډولونه او د موسیقۍ آلې ږغول ډېر معروف عنعنه ده .

د ډېر وخت لپاره په کلونو او کلونو په مساجدو کښي په محرابونو کښي نعرې وهلې چه مسیقي حرامه ده ، او دښځو راوتل بازار ته یېله محرمه حرام کڼل کېدلی ، د ښځي له پاره موټر چلول هم يو بد اخلاق ګڼله ، او مالیات اخستل ئې هم یو نوعه جبر او ظلم ګڼلی ، او داشل کاله کیږي چه سګرېت څکول ئې هم حرام اعلان کړه ( البته چه ممنوع ئې اعلان کړي ښه خبره ده ) حال دا چه په قرآن مجید کښي «دوخان» په منفي ډول ندی یاد سوی ، اسمانونه له دوخان نه جوړ دي ، او حال داچه دوخان سکران او مستي سبب نه کیږي

نن ګورو چه په حرمینو کښي ټول د وهاب اخوند تأویلات او مذهب غلط سول ، موسیقي معروفه سوه ، د ښځو له مخ نه مادي نقاب پورته سو ، موټر چلول جیګ اخلاق سول ، و ښځو ته کار کول نیمه جبري سول
د افغان علماء کرامو !!! دا د وهاب اخونذاده حکومت اخیر ناکامه کیږي ، عبدالوهاب خو بختور وو چه تیل ئې پیدا کړل ، د تیل له خلاصیدلو سره سم د د وهاب تول اجتماعي فقه د خاورو سره خاوري سوه ،
محترم او مکرم طالب جانه ! ستا ملت سل کښي اتیا د فقر تر خط لاندي ژوند کوي ، فقر ګاهي سبب د کفر کیږي ، تر موزیک ، ښځي او هلکانو د ښونی صنف پر دو برخو مېشل پرېږده د کوڅه ترکستان ته ځوي سعودي ئې ژوندی مثال دی ، زموږ له پاره د سعودي تجربه یو علم نافع زدکړه ده ، که له نافع علم نه کار وانخلو نو ناکامي مو سرعت پېدا کوي ، انسان همیشه په خساره کښي دي ، خو چا چه له نافع علم نه کار نه اخلي دغه وخت ئې خساره سرعت او مووینټم پېدا کړي

ملت او امة ته کار او بار برابر که ، هو ! ان الإنسان لفي خسر
هر کله چه د خسر سرعت کنترول کې پوسه چه یو بهترین وذهب او حکومت به دي جوړ کړی وي
ملت که فقیر سي نظام دي درچپه کوي ، که غربي نړۍ پیسه ورکړه ، نو زړونه به ئې مائل سي و کفر ته
په دواړ حالو کي زومږ او ستاسو تاوان کیږي