وایي داچي ژبه هم کلاده هـم بلا
بــې شــکه داخــبـره پـه حـق سره رښتیا
ژبه ژبـه ژبـه ده هــم دغـه ژبـه
غـړې، ژمـنه اوخـبـره بیا لـُـوّړه هـم ده دا
زده کړه دخپل ژبي بوله ته کمال
کـړې داخبـره پوهانـو په رښتیا سره اشنا
په ژبه کي حالات نغښتي دټولني
هـره لـنـډې اوهرمتل ئې فلسفي بـوله وینا
هرمـلت نومول کیږي پخپل ژبه
لوی ویاړدی وهرکام ته چي لري دغه وړتیا
هره پوهـه ده ستایـلې پخپل ژبـه
نـوژبـه ده پـه سـرکي دپوهـنـو پـه رښتـیا