په هیواد کې د جګړې پای او د سولې د خبرو پایلې لا هیڅ نه ښکاري. په رسنیو کې هره ورځ، د بهرنیو پوځونو د وتلو او ورسره د جګړې د شدت ظالمانه ډرامه وړاندې کیږي، طالبان دومره پیاوړي ښودل کیږي، چې دا دی ولسوالۍ یو د بل پسې نیسي، دولتي  پوځیان ورته تسلیمیږي، دولتي ځواکونه په شا ځي... دا پداسې حال کې، چې نه هم د طالبانو په لیکو کې کوم اضافي قوت ور اضافه شوی دی او نه هم د دولت په ځواکونو کې کوم کموالی راغلی دی، خارجي پوځونه هم لا په صحنه کې حضور لري.

ددې مکارانه نندارې منطقي توضیح داسې کیدلای شي:

اوسنی حکومت دامریکاپه دریژه ( لارښوونه) عقب نشیني کوي، د طالبانو وړاندې تګ ته په خپله زمینه برابروي. طالبان هم خپل زور ته په ناحقه غره، د پردۍ لوبې په ماهیت د غور پرته، دولتي ځواکونو سره او تردې لاخطرناکه په ځینو ځایونو کې د اسلامي کوند وسله والو سره لاس وګریوان کیږي. 

ددې رواني جګړې هدف دادی، چې په ولس، سیاسي سازمانونو، ټولنو او حکومتي چارواکو کې یوه بیره- د طالبانو د غضب بیره خپره کړي. په رواني جګړو کې بیره پریکړنده رول لوبوي. د بیرې په حاکمیت کې مبتلا هر څه ته چمتو وي. که ګورو،  دولتي مشران، آن د اسلامي ګوند مشر هم  اماده ګي ښئي.

د ډرامې په دویمه برخه کې: ترکیي پوځي قطعاتو ته د کابل هوایي ډګر امنیت سپارلو خبره رامنځته کیږي. د «میرغضب» » له بیرې، د کابل حکومت، په لومړۍ کرښه کې شمالي ټلواله، چې د اوسني حکومت جنګي مټ جوړوي، او د اوسني حاکمیت په خوا ولاړ بې حسابه ګوندونه او ټولنې د ځان ساتنې له پاره ، هر ملاتړونکي ته لاس په نامه ودریږي، د ترکیې پوځي مرسته خو لا څه کړې ،  هر ګبر او ترسا به هم ماما نارې کړي. ترکیه د ناټو اجباري غړی دی. په هیواد کې د ترکي قطعاتو موجودیت د ناټو د پوځ حضور دی، په بله بڼه، په بل نوم. د ترکیې د اسلامي نوم څخه په استفاده، آن حکمتیار هم د خپل اخوانیزم په خوشبینۍ سره، پدې برخه کې د ترکیې رول مثبت وګاڼه، د ناټو غړیتوب څخه  نادیده تیریږي. په سیاست کې خوشبیني او بدبیني دواړه تریاکي آغیز لري.

لدې سره، د بهرنیو ځواکونو وتلو او د جګړو شدت په هکله ډول ډول اطلاعات خپریږي. داسې بریښي، چې د ټاکلو  شبکو له خوا دا ضد او نقیض خبرونه اګاهانه تیتیږي، ددې له پاره، چې په ولس، سیاسي سازمانونو او آن مشرانو کې د لازم او په خپل وخت غبرګون توانایي فلج کړي او د جریاناتو ابتکار په خپل لاس کې وساتي.

د هیواد په داسې سرنوشت سازه وخت کې، د سولې د بهیر او نورو جریاناتو ابتکار په اختیار کې لرل، خورا باریکه، اما ترټولو غوره او اصلي مسئله ده. د سولې د بهیر ابتکار، چې د هر چا په لاس کې وُ، د معرکې د ډګر وروستی ګټونکی هم همغه دی.

تراوسه پورې خو د افغاني سولې د بهیر نوښت د خارجیانو: امریکا او پاکستان په واک کې دی او اوس ترکیه هم ځان پدې لیټۍ کې ورګډوي. طالبان سره ددې، چې د جګړې د ډګر مطلق بریالي ښکاري، اما د سولې ابتکار یې په واک کې نه دی. 

د جګړې د میدان او د سولې د مذاکراتو دوه اصلي خواوې: یوه خوا طالبان او بلې خواته امریکا جمع د افغانستان اوسنی دولت د یوې فرعي برخې په توګه فعال دي. د امریکایي پوځونو د وتلو په صورت کې، د جګړې په ډګر کې اصلي متخاصم اړخونه: طالبان او اوسنی رژیم ( چې جنګي برخه یې اساساً د جمیعت تنظیم تشکیلوي) پاتې کیږي. د هر ډول منطق سره سم، د سولې  خبرې هم باید ددې دوو ډلو ترمنځ وشي.

د افغاني سولې ابتکار په هیڅ صورت د اشرف غني د حکومت په اختیار کې هم نه دی. لا داسې بریښي، چې د متحده ایالاتو په اشاره په جګړې ټینګار کوي، سرې کرښې باسي، د سولې په لار کې پاټکونه اچوي او داسې نور «بو، بو» هم کوي. 

په اوسني خورا پیچلي وضعیت کې، چې هیواد یو ځل بیا د خپل برخلیک ټاکلو په دوه لاري کې قرار لري، دوه حالته لري:

که د سولې د پروسې ابتکار د امریکا (پاکستان، ترکیې ) په لاس کې وي، لکه څنګه، چې تراوسه یې په لاس کې دی، د سولې د مذاکراتو هر پایله، چې وي، هر هغه حکومت، چې په افغانستان کې رامنځته کیږي، په خپل ماهیت کې د امریکا او د هغه د متحدینو د ګټو جوابګوی به وي لکه د بن د کنفرانس  دیکته شوی حکومت: په ظاهر کې حامد کرزی د دولت په رأس کې وُ، اما اصلي واک د امریکایانو او د هغوۍ د واک لاندې د شمالي ټلوالې په لاس کې وُ.
که د سولې پروسې ابتکار د افغانانو: د طالبانو او یا د اوسني حکومت په لاس کې وي، پدې حالت کې، هر ډول حکومت، چې رامنځته کیږي، هغه به د افغانستان د ګټو ساتونکی وي. پدې صورت کې د خارجي نفوذ څخه بهر، په هیواد کې د سیالو ډلو ترمنځ د لوبو طبیعي جریان د هیواد سرنوشت ټاکي، چې د وسله وال ټکر امکانات یې خورا محدود دي.
د افغاني متخاصمو ډلو په لاس د سولې پروسې د اختیار په صورت کې هم، درې بیلا بیل، په ظاهر کې بشپړ مخالف، اما په خپل ماهیت کې سره نژدې حالتونه رامنځته کیږي: 

الف - که راتلونکي حکومت د طالبانو په خوښه جوړ شي. که رښتیا هم د طالبانو په فکري غورځنګ کې مثبت بدلون رامنځته شوي وي، لکه څنګه چې ادعا کیږي، د طالبانو دغه نوی نسل ماهیتاً یو خپلواک، ملي او اسلامي نظام ټینګ کړي، امنیت تامین کړي او عدالت پلی کړي. دا ټول هغه څه دي، چې افغان ولس یې غواړي او وږی-تږی ورته سترګې په لار دی. او که بیا هم د اسلامي امارت په نامه، د تیر په څیر د تاریکو پیړیو " سوټه کراسي" عملي کړي، پدې حالت کې بیا په خپله د ډیر ژوند او دوام قابلیت نه لري، په څو محدودو کلونو کې، د دنننیو قواوو له خوا له منځه ځي. پدې برخه کې د بیرې هیڅ ځای نشته. اوس په افغانستان کې د نورو وروسته پاتې هیوادونو په څیر، د تعلیم کچه لوړه شویده. د لیک-لوست کچه په افغانستان کې د ۱۸٪ څخه ۴۷٪ ته، په پآکستان کې د ۲۸٪ څخه ۴۳٪ ، په ایران کې د ۵۱٪ څخه ۷۷٪ ته او په تاجکستان کې د ۹۴٪ څخه ۹۹٪ ته لوړه شوې ده. په ولسونو کې د ښوونې او روزنې د کچې لوړتیا سره، پر زیږنده باندې د کنترول اندازه هم زیاتیږي. د نړۍ په کچه د تعلیم پراختیا او د نسل پر تولید باندې  کنترول ددې هیله پیداکوي، چې د نړۍ راتلونکې، د افغانستان په شمول، د تلویزیوني خبرونو په خلاف، دومره تیاره نه، بلکې روښانه ښکاري. پورتني پارامترونه ښیې، چې د نړۍ ولسونه د وروسته پاتې والي څخه ځانونه ژغوري. اسلامي هیوادونه  د ترقي او شګوفاني لاره  وهي،  د تیریدنې پړاو  طی کوي.  د الله په نامه جګړې او « جهاد، شاته تګ معنی نه ورکوي، بلکې د تیریدنې د پړاو ښکارندوی دی. دغه مذهبي تشدد او فناتیزم موقتي او تیریدونکې پدیدې دي، د تیریدنې د پړاو ټولې ایډیالوژۍ، تر یوې اندازې پورې افراطي وي.» (1)

ب - که اوسنی حکومت په ځای پاتې شي، خارجي قواوې ووځي، خپلواکه ملي صبغه پیدا کړي، نو د خلکو ملاتړ هم ترلاسه کولای شي. هغه محرکه قوه، چې د طالبانو د قوت باعث کیږي، د افغانانو د خپلواکۍ، د بهرني استیلا ضد روحیه ده. د بلواکۍ په ختمیدو سره، دغه پیاوړې خوځنده ځواک  د طالبانو دلاسه ووځي. اوسنی حکومت د یوې نسبي سالمې مشرۍ سره، د طالبانو د زورآزمایۍ په مقابل کې د مقابلې پوره توان پیداکولای شي. همدا اوس د هیواد په شمال کې د عطا محمد نور، احمد مسعود او عبدالرشید دوستم منډې- رامنډې، د طالبانو د وړاندې تګ  مخنیوي له پاره، د شمالي ټلوالې چمتووالی ښیي. لا د هیره ندي وتلي، چې د هیواد په شمال کې د طالبانو د امارت د لومړي ځل ناسنجیده بریدونه ورته څومره درانه تمام شول: ۱۲- زره د جنرال ملک په دام کې ولویدل، له منځه لاړل، ۵- زره د دوستم تیغ لاندې تباه شول. ددې ټولوهیرول خو په ځان او ټول هیواد ظلم دی. د طالبانو د هموغو تیروتنو د تکرار نښې- نښانې بیا لیدل کیږي او یا یې کوم نور «پیریاني قوتونه» د طالبانو په نامه سرته رسوي، ددې له پاره، چې د هیواد په شمال کې خلک د طالبانو په ضد تحریک او منسجم کړي او د سولې او پخلاینې ټول بهیر اخلال کړي. 

اما لیدل کیږي، اوسنۍ حکومت ، په اوسنۍ بڼه د زیات ژوند قابلیت نه لري: له فساده ډک، په ګوډاګی توب بدنام دی، ولسي بنسټ نه لري، د ابن الوقت قشر څخه جوړ شوي یو معجون دی، سره ددې، چې د طالبانو د غضب او د پاکستان د نفوذ له بیرې یو شمیر کسان ور سره له ناچارۍ ولاړ دي. 

ج  ـ د طالبانو او اوسني حکومت ( اساساً د تنظیمونو) په خوښه یو  بې طرفه موقت حکومت جوړ شي، چې په راتلونکي کې د یو باثباته رژیم رامنځته کولو ته زمینه برابره کړي. 

ددې درې واړو حالتونو څخه یو هم، د هیواد راتلونکي له پاره د اندیښنې وړ ګواښ نه رامنځته کوي. د ستونزو د حل واک د افغانانو په اختیار کې پاتې کیږي.

دهیواد راتلونکې خپلواکۍ او ټول برخلیک ته ریښتینی ګواښ - د هوایي ډګر د امنیت په نامه، په هیواد کې د ترکي قطعاتو موجودیت (یعنې د ناټو پوخي حضور په بل نامه) دی. دا خورا پیچیلې وضعه رامنځته کوي. په ظاهر کې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه ووځي، پاکستان که رسماً پوځي اډې ورکړي او که ور نه کړي، آمریکا هلته اډو ته ډیر ضرورت نه لري. په هر ډول تاریخي منطق او زموږ د سترګو په وړاندې د روانو تحرکاتو په لید سره، پاکستان ټول د امریکا په اختیار کې وُ او دی. په وروستیو کلونو کې هغه سرحدي پوستې، چې امریکا د افغانستان په خاوره کې، د تروریزم سره د جګړې په نامه جوړې کړې وې، د اشرف غني حکومت سره د امنتي تړون وروسته، د ځان خوندي کولو له پاره په نهو سترو پوځي اډو کې راټولې کړې، سرحدې پوستې یې زیاتره د ټولو استحکاماتو سره پاکستاني پوځ ته وسپارلې. تر هغې وروسته د امریکا په لګښت، د کابل د حکومت په پټ سازش یې، د ډیورند پر کرښې باندې آغزن سیم وغوځوه. یعنې نننیو مانورونو ته کلونه مخکې چمتووالی نیول شوی دی.« په سیاست کې هیڅ شی تصادفي نه رامنځته کیږي، پدې ډاډه اوسۍ څه شی، چې رامنځته کیږي هغه همداسې پلان شوي دي.» (2)

د نننیو نړیوالو تحرکاتو اصلي محور د چین پر نړیوالې پروژې ( یو کمربند، یوه لار)(one belt one road) باندې، راڅرخي. نوموړې ستره نړیواله پروژه  چین د روسیئ او اروپا او چین د افریقا او اروپا سره په اقتصادي راکړه- ورکړې سره مښلوي. دا د نفتو- ګازو پایپ لاینونو، د ریل پټلیو، لويو لارو او داسې ډیرو نورو زیربنایي پروژو مجموعه ده، چې د امریکا د نړیوال ځواک لمن له دنیا څخه راټولولی شي. اوس امریکا او متحدین یې ددې پروژې د مخنیوي له پاره په خپل ټول قوت سره لاس او پښې وهي. 

که څه هم د چین ددې نړیوالې پروژې کومه غوره پروژه د افغانستان له لارې نه تیریږي، بلکې د شپږو اصلي پروژو څخه یوه یې په پاکستان کې تر ګوادره پورې غزیږي. نورمال خو، پاکستان باید ددې نړیوالو رقیبانو بار په خپلو اوږو یوسي. د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د عقب نشیني یو غوره علت هم ښآیي، په پاکستان کې د چین د نړیوال کمربند د مخنیوی په موخه شوي وي. اما زموږ د هیواد د سیاسي ډلو د بې پامي په نتیجه کې کیدای شي، پاکستان او امریکا یو ځای، د افغانستان خاوره یو ځل بیا د روسیې او چین په ضد، د سیالیو تود ډګر په توګه وکاروي.

استعماري تاریخ د دا ډول بیلګو څخه ډک دی. کله چې ښکیلاکګر ځواک چیرې د ماتې سره مخامخ شوي دی، نو د خپلو ناکردو پټولو او هیرولو له پاره یې هلته نور  داسې مصنوعي شخړې او کشمکشونه زیږولي دي، چې د دوۍ ټول ظلمونه او ناروایې د نوو نادودو له کبله د خلکو له هیره وتلي دي. د شوروي د اشغال وروسته، په افغانستان کې تنظیمي جګړې؛ په هند کې د انګریزي استعمار وروسته، د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ قتل و قتال پر دې حقیقت ښکاره شاهدي ورکوي. اما د ویتنام په څیر، د سالمې رهبرۍ په صورت کې، د بلواکۍ پای ته رسیدو سره، د بدو عواقبو په ځای، ویشل شوی هیواد بیرته خپل بشپړ یووالی هم موندلی شي.

افغانان په مجموع کې د وطنپالنې عالي روحیه لري، اما دغه روحیه په عام ولس کې خو لا څه کوې، بلکې په سیاسي سازمانونو کې د احساساتو، د تحت الشعور په سطحه کې قرار لري، شعوري او اګاهانه کچې ته نه دی رسیدلی. د هر شي مفهوم د هغه په مجموع کې دی. د ځانګړو شخصیتونه پرته، د هیواد سیاسي سازمانونه او عام ولس په مجموع کې د ملي شعور سطحې ته نه دي رسیدلي. نو ځکه یې غبرګونونه یې هم د احساساتو پر بنسټ ولاړ وي، د لودیز په سترو ذهني فابریکو او علمي موسسو کې پر تولید شوو او تدوین شوو ستراتیژیو باندې آن زموږ د مشرانو سرونو هم نه خلاصیږي.

که چیرې د هیواد د جګړو ښکیلې خواوې د سولې د بهیر او نورو سیاسي پیښو اداره په خپل واک کې وا نخلي، په داسې حالت کې ددې امکان شته، چې په سیمه کې د نولسمې پیړۍ د «سترې لوبې » بل، نوی وریانت رامنځته شي. دا ځل به بیا افغانستان، یوې خوا ته د امریکا او متحدینو اوبلې خوا ته، د روسیې او چین  ترمنځ، د اوږد مهالو سیالیو او نیابتي نښتو ډګر وګرځي. د حل لاره به یې هم د افغانانو د توان او واک څخه لوړه وي.

د سولې د پروسې او نورو سیاسي جریاناتو اختیار او اداره په لاس کې اخیستل څنګه ممکن دي؟

د ترکيې په کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون خو د حل لاره نه ده.  که طالبان د ترکیې په کنفرانس کې ګډون و نه کړي، نو ټول شیان په خپل ځای پاتې کیږي: هماغه اشغال... هماغه جنګ... هماغه زوړ ملا او هماغه زړې تراوې!... د ترکیې کنفرانس کې ګډون، د افغاني مسئلې د خارجي اړخ د حل لارې موندنې له پاره کاریدلی شي. د پاکستان او ایران بربنډې مداخلې  د افغانستان د جګړې او ناامنیو په دوام کې غوره رول لري، د آی. اس. آی. جزوتامونه مخامخ د افغانستان په خاوره کې په ترور، سبوتاژ، ورانکاریو، د وسلو او نیشه یي توکو په راکړه-ورکړه کې فعال دي.            ایراني استخبارات عملاً د فاطیمونو لښکر او  شیعه تنظیمونه په وسلو او مهماتو سمبالوي، ژبني او قومي مخالفتونو اور ته پکی وهي. د ترکیې کنفرانس بهترینه موقع ده، چې هلته د خارجي مداخلو د بندولو ټینګه غوښتنه وشي. د افغانستان حکومت کولای شي،د قانع کونکو اسنادو په وړاندې کولو سره، د بهرنیو لاسوهنو د بندښت نړیوال ضمانت ترلاسه کړي. 

اما د خارجي اړخ تر څنګه، د  جګړې د حل  داخلي اړخ اصلي او غوره دی، چې واک یې باید ژر تر ژره افغاني ښکیلې خواوې په لاس کې واخلي. ددې پرته مسئله نه حل کیږي او که د حل لاره پیدا هم کړي، د افغانستان په تاوان به وي. د سولې لارې موندلو له پاره، لومړی شرط  په درګیرو خواوو ( یعنې یوې خوا په طالبانو کې او بلې خوا په اوسني دولت) کې، د سولې او پخلاینې سیاسي ارادې موجودیت دی. دویم شرط یې د طالبانو او د اوسني دولت، په ځانګړې توګه د تنظیمونو سره مخامخ ناسته او په هغې کې د مهمو مسایلو لکه اوربند، راتلونکی حکومت څرنګوالی او نورو غوره ستونزو په هکله  ګډې پریکړې  ته رسیدل دي. د خبرو ځای تر ټولو ښه په خپله افغانستان دی.

د پریکړو عملي کولو له پاره د یو شمیر پرنسیپونو تدوین اړین دي، چې د سولې په ټول بهیر کې، ښایي  دواړه خواوې ترې پیروي وکړي. د مثال په ډول: هر څوک، چې هر افغان په هر نامه وژني، هغه د افغانانو دښمن دی.

پدې ډول لیدل کیږي، هیواد اوس بیا د جګړې او سولې ترمنځ، د یوې دوه سرکه په سر ولاړ دی: 

یوه لار یې – نوې سترې لوبې ته تللې ده،هلته چې هیواد یوځل بیا د خارجي نفوذ په موجودیت کې،دنړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو تر منځ دسیالیو او نیابتي جګړو په تود ډګر بدلیږي؛

دویمه لار یې – د دغې جغرافې د اوسیدونکو ترمنځ د پخلاینې او یو د بل تحمل پذیري لار ده، هلته چې  محبوب هیواد د سولې  او سوکالۍ غیږه ټولو ته پرانیستې نیولې ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

روزولت
امانوئیلتوډ