پـردي مي غـیرت نـه غـواړي نـه مني رښتیا
نوځکه مي په دې نامه په هانامه کوي رسوا
زه مـي هـم هېـوادغواړم په سوله کي ژوندون
لکه دانورچي خپل خوشهاله ژوند کا په رضا
وټـولـوته ښه ژوند غـواړم وځان ته لا هـم بیا
زه نـه یـم یــرغـلګر دا خـبـره ومـنـه رښتـیـا
نـه نیکه او نه آبا مي په تاریخ کي یرغـلګروه
داټـولـوتـه ښـکاره ده نوبه زه ولي سـم بلنا۱
که رشتیا حق انساني دی سره کښې به نو محفل ته
ته وایه زه بې اورم که زه وایم ته هم بیا
تـرزوربـه جرګـه ښـه وي چـي سـولـه راولـي
غـوټـه پـه غـاښ مه په لاس خـلاسه کـه بیا
۱) بلنا=بل شی