جنت په دنیا
راځه دا دنیا جنت کړو
د فکرو په بدلولو
په نسیا هیڅ باور نشته
نقد دي واړه د منلو
جنت څه دی یو لوی باغ دی
ځای د ګلو او بلبلو
له وطنه جنت جوړ کړه
پخپل مټ او په منګلو
جنت بل ځای چیرې نشته
تېر شه ځان له غولولو
کر د ګلو دلته وکړه
د جنت تر ګلو ښکلو
د شېدو ویالې جاري کړه
خپلو غواوو په ساتلو
له شرابو منګي ډک کړه
د انګورو په پاللو
عسل برخه د خوراک شي
د مچیو په روزلو
ورځې کار، وي په ریښتیني
رخصتي وي د نڅلو
میز وي ډک په نعمتونو
پریماني وي د خوړلو
خلک ګرم وي محفل کې
د پیالو په تشولو
هره پیغله زموږ حوره
نظر وکړو پر اغلو
افسانه ده هلته حورې
حورې دلته دي ښاغلو
د ساقي په لاس جام رسي
غلمان نه دي د ساتلو
عدالت چې دلته نه شي
څه باور په ځنډولو
دلته څه ګټه مظلوم کړي
د ظالم هلته (په) وهلو
هلته کله دا تضمین شته
عدالت د ټینګولو
حساب دلته کتاب دلته
هر څه دلته د پوښتلو
ما ته وايي غلي کښینه
دا څه نه دي د ویلو
که زه سپينې سپينې وایم
زه پوښتمه له ښاغلو
چا ته څه تاوان رسیږي
په ویل د ناویلو
د ۲۰۲۱ کال د جولای ۳ مه
سرلوڅ مرادزی