خپل هوډ
نه له چا څخه خپه، نه ګیله من یم
د فلک د څرخ په څېر پخپل مدار ځم
پخپل مټ او پخپل هوډ زما تکیه ده
بینوا او خالي لاس که له دربار ځم
راته مه وایه په کومه لاره لاړ شم
زما خوښه چیری ځم، په کومه لار ځم
تنوع ده، د ګلونو په ګلزار کې
ځکه هره ورځ دیدن ته د ګلزار ځم
د ملا د زور جنت مې پکار نه دی
جهنم ته په خوښۍ پخپل اختیار ځم
ما قیام د بندګۍ په وړاندې کړی
لاس تړلی چې زاندان ته ګناهګار ځم
زه د خپلې لارې عشق کې تومتي یم
وا به نه وړم له دې لارې که په دار ځم
زه په ژوند کې د خپل ځان په غم کې نه یم
سرښندنې ته چې ځم د ستا په پار ځم
د خوښیو او مستیو به څه حال وي
میکدې خواته لا مخکې چې خمار ځم
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲ مه
سرلوڅ مرادزی
31.01.2023
- سرلوڅ مرادزی
ترهګر ولې پنجاب نه په نښه کوي؟ پرون د پېښور د یوه جومات په پېښه کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱ تنه نور ژوبل شوی چې د ژوبل کسانو په منځ کې د نورو مړو خطر هم مخ په زیاتېدو دی. د دې پېښې مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) د خپل یوه وژل شوي مشر عمر خالد خراساني په غچ کې اخیستی او ویلي يي دي چې د خراساني د غچ اخیستو لړۍ به دوام ولري. اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان د طالبانو تحریک، د خپل یوه مشر وژنه د پاکستان د حکومت پر غاړه اچوي، خو په غچ کې يي د اسلام اباد او لاهور پرځای، په کوزه پښتونخ...
03.02.2023
- سمیع الله خالد سهاک
د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک
سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ “تورپیکۍ... تور پیکۍ، څه کوی؟” تور پیکۍ چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور ته یی و نه کتل او په جګ آواز یی ووییل “ فوتبال کوم” سور ګل چی له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل “ له چا سره فوټبال کوې؟ ” تور پیکۍ چی په فوتبال مصروفه وه او یو خوا او بل خوا ته یی منډې وهلې ووییل “...