ترهګر ولې پنجاب نه په نښه کوي؟
پرون د پېښور د یوه جومات په پېښه کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱ تنه نور ژوبل شوی چې د ژوبل کسانو په منځ کې د نورو مړو خطر هم مخ په زیاتېدو دی. د دې پېښې مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) د خپل یوه وژل شوي مشر عمر خالد خراساني په غچ کې اخیستی او ویلي يي دي چې د خراساني د غچ اخیستو لړۍ به دوام ولري.
اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان د طالبانو تحریک، د خپل یوه مشر وژنه د پاکستان د حکومت پر غاړه اچوي، خو په غچ کې يي د اسلام اباد او لاهور پرځای، په کوزه پښتونخوا کې وسلوال بریدونه کوي او د څو وچو سره یوځای لامده هم سوځي یعني د څو پولیسو سره چې هغوی کې هم زیاتره ځايی خلک دي ولسي وګړي او پښتانه وژني؟
که پاکستاني طالبان ریښتیا هم د پنجابي حکومت خلاف وي، ولې پنجاب نه په نښه کوي چې په پښتونخوا او ټوله سیمه کې د جګړې او شرارت مرکز ګڼل کیږي؟
که چیري پاکستاني طالبان دا شان عملیات چې په پېښور کې يي ترسره کړل، درې څلور ځلې په اسلام اباد او لاهور کې پلي کړي، یوخوا به ثابته کړي چې دوی د پنجاب، امریکا او انګریز ګډ پوځ نه دی او بلخوا به د خپل غچ خبره چې د ولسونو د تېرایستلو لپاره يي کوي، سپینه کړي چې نه، په ریښتیا له پنجابه غچ اخلي.
د پنجابي ادارې او د پاکستاني طالبانو د تحریک شالید او موخو ته چې سړی ګوري، دواړه لوري یو هدف تعقیبوي او هغه دا چې د ډیورنډ د تپلې کرښې دواړه غاړو ته افغان ــ پښتون سیمه د جګړې مرکز وساتي. پنجاب چې د امریکا او انګریز ستراتېژيک ملګری دی، غواړي د افغان ــ پښتون سیمه په جنوبي اسیا کې د جګړې او تاوتریخوالي دایمي زیرمه یا په بله وینا «علاقه غیر» پاتې شي. دلته به حکومت، نظام او مدني قانون نه وي. د سیمې او نړۍ د ترهګرو ځاله به وي. دا ترهګر به دوی د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره لوبوي او کاروي. پنجاب به امریکا او انګریز سره د ګډو موخو په لامل، یوخوا د ترهګرو په سمبالولو له دغو هېوادو ډالر راشکوي او بلخوا به د خپلو شوونیستي او ملیتاریستي ستراتېژیو د پلیتوب لپاره د خپل پوځ په څنګ کې ترهګر کاروي.
د خندا وړ دا ده چې کړکېچ د هند او پاکستان تر منځ په پوله زیات دی، هندوستان تازه په تازه د پاکستان سره په پوله پوځي تمرینونه وکړل، خو پاکستان خپل پوځیان په پښتوخوا او د ډیورند پر کرښه دېره کوي!
د افراسیاب خټک په وینا« د طالبانو پروژه د دې لپاره ډيزاين شوې چې د ډيورنډ فرضي کرښي دواړو خواوو ته پښتانه او افغانان پرې وځپل شي. افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د پاکستاني طالبانو زرګونه بنديان د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د پاکستاني جنرالانو په غوښتنه خوشې او د سوات او وزيرستان سيمو ته واستول شول، د پاکستاني طالبانو پیاوړتیا د دوحې تړون برخه ده.تاند»
د کوزو افغانانو مشر ارواښاد خان عبدالولي خان پخوا یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول« پاکستاني جنرالانو او امریکایانو خپلو منځو کې ساز باز کړی او تر هغو چې له پاکستانه امریکا نه وي وتلي، د دې ملک ستونزې نه شي هوارېدای»
ولیخان قصه کوي او وايي په کوهي کې سپی لوېدلی وو، د کلي خلک ملا ته ورغلل چې څو ډولچې اوبه وباسي چې اوبه پاکې شي؟ ملا ورته وویل چې ۶۰ ډولچې اوبه وباسۍ نو کوهی به پاک شي. ولیخان زیاتوي خو که چیری سپی په کوهي کې پروت وي؛ ۶۰ ډولچې نه، که ۶۰۰ ډولچې اوبه هم له کوهي وباسي، اوبه نه پاکیږي. ترڅو امریکا له پاکستانه نه وي وتلي، د دې ملک چارې نه ښه کیږي!
افغانستان، پښتونخوا او ټوله جنوبي اسیا؛ پنجاب سره په ګډه د امریکا او انګریز د ویجاړونکو پالیسو له کبله په یو دایمي ناورین بدله شوې او له دې ناورین وتل ایجابوي چې د سیمې سوله غوښتونکي ځواکونه پخپلو پالیسیو له سره غور وکړي او یو شریک درېځ ته ورسیږي!
د ۲۰۲۳ کال د جنوري ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی