اې د جګو غرو هیواده،
اې مغرور افغانستانه!
د یاغی سیندونو غیږي.
په تا میشت وګړي څه وخت!
د غفلت خوب نه جګیږي؟
دا به څه وخت ستا په درد خوری،
دا به څه وخت اصلاح کیږي،
دا سرکوزي به نو کله،
ژوند ته ژوند وایې لعنت شه،
په احساس ددې وګړو ،
په غیرت ددې وګړو،
په عزت ددې وګړو،
څنګه لوبي دي رواني،
ککرۍ یې لیلام شوې،
هم یې ویني دي ارزاني
ــــــــــــــــــــــــــــ
اې د جګو غرو هیواده،
د یاغي سیندونو غیږي،
په تا میشت وګړي څه وخت،
د غفلت خوب نه جګیږي،
دا به څه وخت ستا په درد خوري،
دا به څه وخت اصلاح کیږی،
اې د جګو غرو هیواده،
اې مغرور افغانستان!
د یاغي طبعت څلې،
په تا کومه بلا وشوه ،
تاته څنګه خدای شا کړې،
ته دا ولي داسي خوار شوې،
نه دي روغه ورځ پیدا کړه،
دا منو چې احمقان یو،
نه دي تا او نه د ځان یو،
نه مو زړه درباندي خوږ شو،
نه دي سر راباندي جګ شو،
نه دي تمه رانه خیژي،
نه دي یو فرهر رغیږي،
...................
اې د جګو غرو هیواده،
د یاغي سیندونو غیږي،
دا وس هر چا ته روښانه،
په تا شوې واړی چاري!
د افغان له حماقته،
دپنجاب له شرارته !
د مولا له برکته!
د اسلام له شفقته!
.............
اې مغرور افغانستانه،
ته خو دا رنګ شوی نه وې،
په تا میشت ساکښ خو داسي،
سرټیټي ته حاضر نه وو،
د میرویس تاریخ رایاد شي،
و لیمو ته مې ولاړ دي،
غزنویان او غورځنګونه،
سومنات څیري لنګونه،
اې د خدای پار دی کڼیږم،
د ملالي اواز اورم،
خپل وجدان ته ملامت یم،
نه هیواد په موږ  ساتلی،
نه ناموث ته وفادار شوو،
نه سړي شوو نه په لار شوو،
نه په بده ورځ پکار شوو،
اې هیواده ستا قربان شم
تر کابع هم مقدس یې،
د عربو ټول ملکونه،
ستا تر موټ خاوري قربان شه،
ته مي ننګ ته مې احساس یې،
ته له عرش څخه هم پاس یې،
ته جنت زه جنتي یم،
دا خو ځکه اخته شوی،
د ملا په دوښمني یم
که د ټول عالم تورن یم،
بیا هم تا باندي مین یم،
تا روزلی بې تا مه شه،
بهار هیڅ هم په لار مه شه