ماشومتوب او د ځوانۍ شپې هسې لاړې
لکه څوک چې له خولې توکاندې توکاړې
بیا به رانشي هغه سپرلي د عمر
چې خزان کړ په یوه ګوزار ریتاړې
خاورې شوی یو ارمان به پوره نه شي
ورپسې که شپه او ورځې په سرو ژاړې
بڼ د عمر به ونه نیسي ګلونه
که باغوان د بڼ هرڅو وکړي کرواړې
بیا د نجونو قطار مه ګوره ګودر ته
چې وخت خاورې کړې هغه د ګودر غاړې
جبیره د هغه مینو کېدای نه شي
چې د وخت په توپانو کې شوې ویجاړې
لاس ته نه راځي هغه تېر فرصتونه
چې په لویلاس شو تر پښو لاندې لتاړې
چې د وخت سره قدم په تدبیر نه وي
برخلیک د هغه ولس دی شاړې واړې
روح مې هغه وخت له تنه څخه لاړه
کوم ساعت چې مې له څنګه څخه لاړې
د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی