سرچېنه: فرانکفورتر الګمینه څیټونګ
لیکوال: الکساندر هانکه
ژبارن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کارکولو بندېز: 
طالبان په تدریجي ډول افغان میرمنې له عامه ژوندانه څخه ورو ورو لرې کوي، خو د نا دولتي مؤسسو له بندیز ورسته، داسي نښې نښانې شتون لري، چې د طالبانو د مشرتابه کې شخړه لا نوره زیاته شي. یوازې په دا څو ورستیو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول او ورپسې بله ضربه وارده شوه: د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه لیک کې د کرسمس په مناسبت خپور شوي راغلي، د افغانستان په ټولو ملي او نړیوالو غیر دولتي ادارو غږ کړي، چې تر بلې خبرتیا پورې ښځې دې له کار منع کړل شي. د دې بیان دلیل د پخوانیو فرمانونو سره ورتوالي درلود، چې اسلامپالو طالبانو په 2021 کال د اګسټ میاشت کې د واک ترلاسه کولو راهیسې د هیواد میرمنې د عامه ژوند څخه لا نورې حاشې ته لیږدوي یا محوه کوي او ښځې یې د خپلو حقونو محرمه کړي دي: دوی دا هم وایې، چې د نا دولتي مؤسسو کامندانو څو ځلې د حجاب له قوانینو سرغړونه کړي او یا پام ورته نه کوي. 
په کور دننه او بهر کې غبرګونه په چټکۍ سره پیل شول او دې غبرګونو په کابل او کندهار کې د طالبانو مشرانو کې هیڅوک حیرانه نه کړل. د قهر په دې څپو کې نه یوازې لویدیځ هیوادونه او نړیوال مرستندویه سازمانونه حیران شول، بلکې د قطر امارت، چې له طالبانو سره د ښو اړیکو په درلودلو سره سره په دې اړه خپله ٬٬ ژوره اندېښنه ٬٬ څرګنده کړه. بیا د یکشنبې په ورځ د لومړنیو مرستو سازمانونو اعلان وکړ، چې دوی باید د نوي مقراتو له مخې خپل کارونه ودروي، پشمول د ماشومانو سیف ده چیلډرن یا د خونديتوب مؤسسه، د ناروې د کډوالو شورا او ٬٬ کېیر اټرنېشنل یا د پاملرنې نړیوال سازمان. دوی وایې موږ پرته له ښځینه کارکوونکو نشو کولي په افغانستان کې هغو ماشومانو ښځو او نارینه وو سره مرستې وکړو، کوم چې په افغانستان کې بیړنۍ مرستو ته اړتیا لري. دغه خبره د دریو واړو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې لیکلي شوي دي. 
دا د سختدریځو لپاره هیڅ خنډ نه دی
په حقیقت کې د غیر دولتي مؤسسو لپاره د کار کولو بندېز په دې مانا دی، چې په ډېرې برخو کې د دوی کار په عملي توګه ناشونې کیږي، په ځانګړي توګه د افغانستان په څیر یوه سختدریځه اسلامي هیواد کې مرستندویه مؤسسې یوازې د ښځینه له لارې او ډېرې کورنې د منځګړو او مرسته کوونکو ښځو له لېارې ورسېدلې شي، ځکه په کلیوالو سېمو کې په ځانګړې توګه د یوې ښځې لپاره له یوه پردې سړي سره په اړیکه کې پاتې کیدل، دا خبره اصلأ د کولتوري پلوه د تصور وړ نه ده. 
د نجونو د لوړو زده کړو په اړه په بحثونو کې په کور دننه او بهر کې د طالبانو متنقدینو په ډاګه کړي، چې له ډاکټرانو، روغتیاپالانو او قابلو پرته به اکثره افغان مېرمنې په منځمهاله توګه له روغتیایې خدماتو برخې شي. 
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې په راتلونکي کال کې به شاوخوا 28,3 میلیونه افغانان د نفوس درې پر څلورمه برخه جوړوي، په بشري خیریه مرستو تکیه ولري. شمېرې یو مبهم نظر وړاندې کوي، چې اوسنې پرېکړه شوې محدودیتونه به په ولس کې څه نورې اغېزې ولرې. 
دا په ښکاره ډول د طالبانو په منځ کې د سختدریځو لپاره یو څه خنډ دی. خو دوی په ښکاره توګه په ډاګه کوي، چې د دوی موخه د عصري نړۍ څځه افغانستان په بشپړه توګه انزوا ته بیول دي. 
د ډېری مرستندویه سازمانونو د حقیقي وتلو له امله رامینځته شوی خورا سخت اقتصادي وضعیت او بشردوستانه مرستو کې نعطاف د دوی لپاره په غوره توګه یو اړین بیړنۍ بد شاتک بریښې، خو د یو ایډیالوجیکې پاکوالي لپاره مني. 
په هر صورت داسي نښې نښاتې په زیاتیدونکي ډول روښانه کیږي، چې د طالبانو په مشرتابه کې د عامه ژوند څخه د ښځو د ایستلو په کلیدي سیاسي مسایلو کې د طالبانو د مشرتابه په منځ کې لږ یا ډیر ازاد بحث شتون لري. 
د پسرلې په پیل کې داسې باوري راپورونه خپاره شول، چې په حکومت کې اکثریت طالبان د نجونو لپاره د ټولو ټولګیو او ښوونځیو د بیا پرانیستلو په حق کې ول، څو په دې توګه د نړېوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووایي.
د اوونې په پاې کې په کابل کې یوې سرچینې، همدې ورځپانې ته چې د طالبانو په حکومت کې ښې نږدې اړیکې درلودې، تائید کړل، چې د طالبانو ډېری وزیرانو د ښځو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کیدو او همدارنګه د نا دولتي مؤسسو د ورستې حکم سره مخالفت ښودلي دی. 
اوس نیوکې روښانه او په ډاګه کیږي. د دې سرچېنې په وینا، د طالبانو په مشرتابه کې د واک جګړه په شدت روانه ده. 
د تیرو څو ورځو افراطې اقداماتو په وړاندې د امیر هیبت الله اخندزاده او د هغه په شاخوا کې د سختدریځو حلقو د قدرت په وړاندې د یو هڅې لیدل کیدای شي، چې پراګماتیک پالو طالبان د پرمختللو او پرمختګ سیاستونو پلوي دي او دوی خپل ځواک څرګند کړي دی.
د طالبانو په جوړښتونو کې، امیر او لوی مشر، چې د افغانستان په سویل کندهار کې په سخته انزوا کې ژوند کوي، تل د ورستې خبرې واک لري. په دودیز ‌ډول د طالبانو مشرتابه د مدیریت په منځ کې عامه سر خلاصي شخړې او د ویشلو د وېرې له امله یې مخنوي کیږي. 
خو بیا هم وسمهال نیوکې روښانه او په ډاګه کیږي. د اوونۍ په پاې کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد ستانکزي، چې په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی و. یو ځل بیا یوه ويډیو خپره کړه، چې په کې د نارینه او ښځینه لپاره زده کړې فرض او یو اړین مکلفیت وباله او د افغان ملت پر اړتیاوې خبرې وکړې، افغان ملت ځان د طالبانو له سختدریځه چلند له امله په زیاتیدونکي ډول په واټن کې نیولي دی.  
په فقر ځپلې افغان ټولنه کې ښوونه او روزنه خورا لوړ ارزښت لري. حتی په کلیوالي خورا محافظه کارو سیمو کې ‌ډېرې کورنې غواړي، خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي. ورسته له هغې چې په تیره اوونې کې پوهنتونونه د ښځو پر مخ وتړل شول، په ګڼو ځایونو او سیمو کې پراخ لاریونونه ترسره شول، چې په بې رحمانه ډول وځپل شول.
وسمهال له بېلا بېلو سرچینو اوریدل کیږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزېر سراج الدین حقاني او د دفاع وزېر ملا یعقوب غوښتل کندهار ته ولاړ شي او له امیر هیبت الله سره خبرې وکړي.
د امیر د مرستیالانو په توګه دا دواړه کسان د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو څخه دي او په ځانګړي ډول نفوذ لرونکي  حقاني ګڼل کیږي، ځکه هغه ته او د هغه ویره ونکی ٬٬ شبکه٬٬ د اسلامپالو تر ټولو ځواکمن پوځي جوړښت کنټرولوي او تر قوماندې لاندې لري. 
ملا یعقوب تر هر څه پورته ځکه دی، چې هغه د طالبانو د پخوانی افسانوي مشر ملا عمر د زوی په توګه په طالبانو کې خور لوړ د درناوي ځای لري.
وسمهال دواړه په طالبانو کې د پرګماتیکو طالبانو په نامه منسوب شوي دي، چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره مسئلې حلو فصل کړي او د خپلو خلکو د ملاتړ کمیدو اندیښنې لري، چې د کمیدو په لورې روانې دي. 
په هر صورت دا به ولیدل شي، چې دا دواړه څومره غواړي او کولی شي، چې د امیر واک وننګوي. 
 
پاې