مهترلام ښار، د لغمان د ولایت مرکز دی چي په شمالي عرض البلد ۳۴ درجو ۳۲ دقیقو او ۳۲ ثانیو ۳۴ درجو ۴۷ دقیقو او نهه ثاینو او د ختیز طول البلد د ۶۹ درجو، ۴۸ دقیقو او ۳۸ ثانیو او ۷۰ درجو، ۲۱ دقیقو او د ۲۳ درجو ترمنځ پروت دی. د لغمان ولایت د افغانستان ختیځ کې موقعیت لري چې له کابل څخه یې واټن سل کیلومتره دی. دغه سیمه له څو غرونو او درو څخه جوړه ده، دغه غرونه په نهایت کې هندوکش سره تړلي دي، نو مهترلام ښار په هغې دره کې موقعیت لري چې د اليشنګ او الینګار دوو سیندونو ترمنځ پرته ده. د "مهترلام" کلمه د لرغونې آریاني ژبې له (Mirhrat+damana)څخه اخیستل شوې چې په اوستا کې Mirhrat مهر ته وایي او په damana کې d په L باندې بدل شوی اود( lam )شکل یي غوره کړی دی.
دغه لرغونی ښار معاصر وخت کې د افغانستان له نویو جوړو شویو ښارونو څخه ګڼل کیږي. مهترلام په ۱۹۶۴م. کې د افغانستان د هغه وخت په نویو ملکی تشکیلاتو کې د لغمان د تاریخي ولایت د مرکز په توګه غوره شو، خو دغه سیمه تر دې هم لازیاته لرعونې تاریخي سابقه لري. ځینو روایاتو کې د هغه تاریخ د نوح(ع) د توپان تر مهال پورې رسو ل شوی دی؛ دا ځکه چې د یوه روایت له مخې د مهترلام نوم د حضرت نوح(َع) د پلار له نوم څخه اخسیتل شوی، چې هغه(مهتر لمک) نومیده او نوموړی په خپله نبي و. ویل کیږي چې دغه سیمه دهغه د اوسېدو او دفن کیدو ځای دی، نو ځکه ورته هغه وخت مهتر لمک ویل کېد، چې د وخت په تېرېدو یې تلفظ کې بدلون راغلی دی. داسې هم ویل شوي دي چې غزنوي سلطان محمود د همدې عقیدې له مخې مهترلام بابا ته د درناوی وړ زیارت حیثیت ورکړ، هلته یې ښایسته بڼ، جومات او د اوبو ډنډ جوړ کړ او له لرې ځای څخه یې ورته ویاله وکیندله.
له تاریخی روایتونو برعلاوه؛ موږ په واقعیت سره د (مهترلام) نوم له تاریخي پلوه هم ډیر ښه څیړلای شو، دا ځکه چې : څرنګه چې لیدل کیږي د دغه نوم لومړۍ برخه کې (مهتر) کلمه ده چې له (لام) څخه مخکې راغلې چې ده او د مشر او لوی په معنا ده. لام څو نورې معناګانې هم لري لکه: لام په پشه یي ژبه کې کلي ته وایي چې په دې توګه مهترلام د لوی کلي معنا ورکوي او دا په پخوا وختونو کې بې مناسبته نه وه، ځکه چې دلته ډیر خلک اوسېدل، تجارت پکې رونق درلود او ګڼه ګوڼه پکې وه. همدارنګه لام هغې میوه لرونکې ونې ته وایي چې دلته په پسرلي کې راشنه کیږي او (لام) بودایي کشیش ته هم ویل کیدل او دې ټکي ته په پاملرنې سره چې پخوا وختونو کې لغمان یا لمکان چې د کابل د سیند تر غاړې پروت و او له کابل څخه پیښور ته لاره له همدې سیمې تیره شوې وه او په لرغوني وخت کې په ختیځ کې یو مهم بودايي مرکز ګڼل کېد. له امکان څخه لرې نه ده چې لام به دلته د معبد، مزدک او بودايي عبادتځایونو په معنا وي چې په همدې سیمه کې وو. یو کوریایي ګرځندوی (هوی- چاو huei-chao) په اتمه میلادي پیړۍ کې د لامپاکه (لغمان) نوم اخیستی دی چې هلته بودایي دین لرونکي خلک اوسېدل. له نوموړي څخه مخکې چینایي زیارت کوونکي او ګرځندوی(سونګ ین) هم په ۵۱۸ م. کې ننګرهار ته رسیدلي و چې په هډه کې یې د بودا د معبد له زیارت کولو څخه وروسته د کیکالام (Kika-lam) مزدک ته راغی چي د علامه عبدالحی حبیبی په باور او غالب ګومان همدا مهترلام دی او دلته د بودا یو کوڅو(چپن ډوله جامه) په دیارلسو ټوټو کې او د شپاړسو فوټو په اوږدوالي د بودا یوه لکړه ساتل کیده. په دې توګه ویلای شو چې د لام کلمه په دغه سیمه کې د بودایي مزدک او طریقې معنا ورکوي.
له نهمې پیړۍ څخه وروسته له دې سیمې څخه مهمه سوداګریزه لاره تیریده، نو یو شمیر سکهـ او هندو سوداګر او قوالان هم همدلته میشت شول. همدارنګه د کاروانونو له لویو لارو لږ څه وړاندې یې، یوشمیر نور کلي او آبادي ګانې وې چې د نفوسو او اقتصادي فعالیتونو له مخې د پام وړ وې. په ۱۹۷۰م. کال کې په دغه ښار کې د بریښنا دوه تولیدوونکي فابریکې جوړې شوې او د مهترلام ښار د اوسیدو پروژه جوړه شوه او یو شمیر نور زیربنایي تاسیسات هم یې پیل شول، خو د هغه مهال د کار ا و وسایلو د کمښت او ټیټ مالي قدرت له امله یې ډیر پرمختګ ونه کړ.
په دې توګه له هغه مهاله چې د مهترلام ښار د لغمان ولایت د مرکز په توګه غوره شوی دی، یو ځانګړی اهمیت یې پیدا کړی دی. دا ځکه چې دا ښار له یوې خوا دیوه ۱۸ کیلومتره سړک په واسطه د کابل-جلال آباد عمومي لارې سره نښتی و چې په دې ډول سره د یوه ډیر ښه تجارتي موقعیت لرونکی شوی و او له بلې خوا د ښاري نقشې له مخې، د افغانستان په ختیځ کې دښارونو په منځ کې د یوې ځانګړې بڼې لرونکي ښار په توګه پیژندل شوی و.
له ۱۳۸۱ل. کال وروسته مهترلام ښه پراختیا ومونده، سړکونه یی ورغاول شول، تر الینګار او الیشنګ پورې سړکونه جوړ شول، د نویوښوونځیو ودانۍ جوړې شوی، کلنیکونه، درملتونونه او روغتونونه پرانیستل شول، د دولتی او خصوصی بانکونو څانګې فعاله شوې، مخابراتی سهولتونه پراخ شول، کرنه عصري شوه، د ښار شمال لویدیځ ته یو نوی ښارګوټی جوړ شو او وروسته بیا په دغه ښار کې یو پوهنتون هم جوړ شو چې د لغمان پوهنتون ورته ویل کیږي. د دې ښار یو خصوصیت دادی چی په عمرانی چارو کې یې د دولت په پرتله، په خپله دخلکو پاملرنه او زیار ډېر د پاملرنې وړ دی.
په دغه ښار کې د کرنیزو تولیداتو ( بادرنګ، رومی بانجانو، توروبانجانو، ګلپي، کدو، لیړو، پیازو، وریجو، مرچو، پوڅې، کبانو، غوزانو، کروتو، غوزانو او ګڼ شمیر نورومحصولاتو) مارکیټونو ښه انکشاف کړی دی. دغه محصولات جلال اباد او کابل ته هم لیږل کیږي.
سره له دی چې زیاتره اوسیدونکی یې له اقتصادی پلوه صرف یو متوسط حالت لري، خوله ډیرو کلونو راهیسې له معارف سره مینه لري. له پخوا وختونو تر اوسه، د هیواد په هرولایت کې زیاتره د معارف ښوونکي او ددفترونو ټیټ رتبه میرزایان د مهترلام اوسیدونکی وو. د مهترلام ښار اوسیدونکی راز کسبونه لکه ترکاڼي، پښګري، خیاطی، لاسي صنعت، کلالی؛ بیلابیلو هنرونو لکه موسیقی، ادبیات، رسامی او نورو کی ځانګړی استعداد لري. د هیواد د نامتو هنرمند، احمد ظاهر پلرنی کلی د همدې ښار شمال څنډه کې دی. اوس یې هم کور او ځینی خپلوان هلته شته او د احمد ظاهر د یو ورور مقبره هم همالته ده. دهیواد یو شمیر مشهور لیکوال او شاعران لکه بارق شفیعی، اسحق ننګیال، الفت، داکتر محمد حسن کاکړ او د طب نامتو دوکتوران همدلته روزل شوی او له دې ځایه یی شهرت ټول افغانستان او آن نړۍ ته رسیدلی دی. تاریخی ځای یی د محمد شاخان بابکرخیل تاریخی کلا ده چی دی وروستیو کی بیرته ورغول شوه. مهترلام اوړی تود، خو ژمی معتدله هوا لری، شنو بڼوڼو یې طبیعی ښکلا زیاته کړی او بڼونو کی یی راز راز الوتونکی شته چی دهیواد نورو سیمو کی لږ لیدل کیږي.
دمهترلام د لازیاتی ترقی او پرمختیا لپاره لاندنی قوی ظرفیت او مساعد شرایط شته:
خواریکښ، ښه استعداد لرونکي او علمدوسته خلک،
مساعد اقلیم او د دغه ښار شاوخوا د څلور فصله کښت امکانات،
د اوبو زیرمې او جاری کافی اوبه( په دې شرط چې مدیریت شي)،
د ګمبیری يه شان د کرنی د انکشاف لپاره یوه لویه ساحه چې د کونړ له سیند څخه یی د اوبخور امکان شته،
کانونه او د ځنګلونو فو ق العاده انکشاف،
محلی تشبثات او د تجارت رونق.