کابل ته د حنا رباني کهر د سفر په مناسبت!
څو بیتونه:
افغاني نجونې بندي ساتې په کور کې
د حنا په هر کلي ولاړ میدان کې
چې یو بام او دوه هوا وې طالب جانه
ولس دا نه مني هیڅ تا سره اسلام کې
ــــــــــــــــــــــــــــ
تماشه ده چې کابل ته حنا رغله
خلک وایي چې کابل ته بلا راغله
چا دفتر د خارجه ښود، نورو وی چې
د هېرا له منډه يي نه رسا راغله
ــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغان پر خاوره څه کړې حنا جانې
دغه ځمکه کشوي حورې، پېریانې
دوه پردۍ کړه دوه کړه خپلې، ترینه تښته
ستا پشانته تښتېدلې دي پریمانې
د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی