چین ، روس پاکستان او ایران ها ها لری
هم منت کوی هم د انډیوالۍ اشتها لری
هم وایی چې تښتۍ له ډګره لیوه راغی!
سیمه ایزه لوبه کې تاته ماته پیغام لری
کشمکش دی ، رسوایی کې فغان لری
نو له دې امله ضمیر خان هم اظهار لری
طالب دقدرت شوقی دی خپله لار لری
امپراطوری لری امیر لری کوټوال لری
عجیبه فضا د اسلام په نوم نا اګاه لری
ذهنیت دپوهې نه بلکې الجهل کظلا م لری
منی یې او که یې نه منی همدا واویلا لری
غنی مټکور بیا شوق د باعزته سولې برملا لری
ملت ګونګهً خوله څه ووایی ویره دغذا لری
دا ټر ناست دی بر داکډمیک بحث ادعا لری
انډوخر روان دی هرڅوک خپله مدعا لری
پنځه لسیزې همدا وایو چې دا لری دالری
پای