په رسمیت پېژندل ، تعامل او انعطاف طالبان غواړی خو منډې اوترړې همدې انډیوالانو پیل کړی دی. په پښتو کې متل دی وایې ګوربت چا په مړز نه دی نیولی.!
روس په افغانستان یو ځل ماتې خوړلې او ازمایل شوی بیا تکرار به دماسکو ستر اشتباه وی نو ضمیر خان دې په دې برخه دوبرابره سوچ ووهی. چین لا وږی دی او دخپلوږې علاج او درملنه ورته په کارده چین ته ډیر وخت په کار دی چې کورنی ستونزو لاس اوپنجې نرمې کړی او دسیاست ډګر ته راووځی.
ای اس آی تور وپنجابیانو دافغانستان لانجو کې په اجتماعی، سیاسی،اقتصادی،سیمه ایزه ذواسلامی ایدیالوژیکی برخو کې دومخی سیاست لوبولی خپل حیثیت او اعتماد یې له لاسه ورکړی باکستان دی او که پاکستا دڅاه کن حیثیت یې غوره کړی څاه کن چې چاته څا باسی خپله پکې غورځی . آیت الله ګان غواړی دسوریی او عراق جنګی ډلی په افغانستان کې وړوزی ایران هم بخیل دی او دخیل ایران دامریکایی پېچلو اړیکو په نبت چې له طالبانو سره یې لری هم احتیاط کوی ځکه دایران دلته سیمه ایزه کشمکش دامریکا په خاطر دی .
لبغالی همغه دی خو لوبغاړی بدل شوی ځینی لوبغالی ډیر ماهرانه دطلباوو ستاینه کوی شپه او ورځ ورته نغارې وهی!
امریکا هم ددې کړکیچ یو ستر سیالی کوونکی دی . ټولې مردارۍ امریکا دلته راوستلی حتی طالبان امریکا په افغانستان حاکم کړل لاتر اوسه پیسې ور کوی .
دلته دغه سیالی او رقابت موږ کولای شو دوه کشمکشونو کې را لنډ کړو :
الف- کورنی کشمکش
ب-بهرنی کشمکش
ددې دواړو ابعاد یو دبل سره توپیرلری . دغه توپیرونه استخباراتو ، نا اهله سیاستوالو، اپور تونستو او مرتجع حلق او ابزارو ډیر زیات بن بست سره مخامخ کړی . لهذا دا دطلباوو له پوهی اوبرنامو ډیر اوچت کار دی چې طالبان په هیواد کې ملی ذهینیت، ثبات او دملت سازی یو مودل جوړ کړی .
درې کاله کیږی کلک نښتی دی . پلمې دی او بهانی چې یوې جهان بینۍ سره هم تړاو نه لری .
دبحث په پای کې زه داوایم چې یوشمیرذکارپوهان، سیاستوال، شننونکی او مننونکی ډیر کمزوری راڅرګندیږی او هرڅوک خپل دریځ او سوچ کې وینی. داګونګوسی دکړکیچ بله برخه جوړوی . اصلا نړۍ افغانستان بن بست ته بیایی نه طالبان . دطلباوو اصلی مشکل په بی کفایتی، بی تجربه ګی، سرتمبګی او عقب ګرایی ده . په اسلامی لحاظ دحقانیه له کچې لوړه دکتورین پوهه ډله نه ده.
پام کې وساتی که طالبان یو شمیر کارونو باندې سوچ ونه وهی او بدلون را نه ولی افغانستا له خطرناک او پېچلی حالت سره مخ کیږی