شعرونه


د دووغلوکیسه

یـوستـرګ لـرونـکی شل بـل ړونـد پـرپښـوروان شـل پـه شاه دی د ړانـده ځي غـلا ته په دې شان د غـلا په تـور سـوه ګـَرمّ شــل وو ړوند د واړه اوسې محکمه ده قاضي ته به وایي خپل جریا ن شـل وایي زه نه لـرمـه پـښي غـلا تـه څـنګه تـلم ړونـد وایي نه ویـنم لیاردائې دفاع ده دخـپل ځان قاضي حقي حیران دی چي کوم یوغل دی په رښتیا ستـرګـوالا کـه پـښـېـوالا که دواړه مــجــریــمـان قـضــاوت ددې قضیي بـه یـوالله کــوي پــه حشـر مــعـلـوم بـه کـي مـجــرم سـزا بــه وویـني عـیان

30.09.2023 محمدسرور وکیلي

غوره ژبه

هــره ژبه نه وي جنـتي یا دوږخي غـوره ژبه هغه چي ذکرد مـولا بیانه وي ژبه عـربي ګـوره ځــکه غـوره ده په دې کي آیاتــونه پـررســول راغــلي دي په هره ژبه چي تصدیق کوې درب دغه ژبه اوچته، دا په حدیث کي دي راغلي کـفـریا اســلام که په هـره ژبه وي غـوره ژبه داسلام ځکه دالله تـصدیق کـوي دي پـه د ې نـړۍ کي ژبـي ډېـري ښه ژبه هغه چي په اقرارسره ایمان ولري

03.09.2023 محمدسرور وکیلي

نادودې

چې نادودې چا د جنګ لېدلې نه وي څه پوهېږي سوله څه ده او جنګ څه دی چې مزه چا د ښکېلاک څکلې نه وي څه پوهېږي چې اورنګ او فرنګ څه دی په کوڅه چې د غیرت تېر شوی نه وي څه خبر له نام وننګه چې ننګ څه دی چې ځنګل کې ځناورو منځ کې ګېر شې خوله کې فرق د اژدها او پلنګ څه دی که فتواوې د ملا غرضي نه وای فرق نېشه کې د شرابو د بنګ څه دی جارېدل چې خپله مینه کې هدف وي فرق په دې کې د بلبل او پتنګ څه دی شتمنان چې عیاشي کوي ټول عمر څه خبر دي چې روزګار د ملنګ څه دی

19.08.2023 سرلوڅ مرادزی

وجیـزي

چـــي نــــــه کـــوي پــه خـــوله هــغه تـه ویل کـيـږي مــه کــه وه بـــــوده کــــه ســم نه ځي پرلار هــــغه تـــــه لــښــته سي پـــه کـار دنـــــا پــــوه ســـره مخ مــه سه که سې مخ په سلام ورنه رهي سه کارچي تمام نه وي نه به ئې ستائې پښېماني راځي ورسته څه به بیا وائې ړانـده تـه لارښـوول پـه ايـشاره داکــــارګوره ســـخــــت جـــاهــلانــه

17.08.2023 محمدسرور وکیلي

غزل

تازه‌کلام پيسي پيسي ديناردينار‌ ږغيږي دخلګومخکې‌چي مالدار‌ ږغيږي ‌دغی‌دې‌څه‌کړي‌خوپيسې‌که‌لرې بيادې‌ مني‌ درته‌ بازار‌ږغيږي دسترسړي‌ زامن تر مخ‌ دمېلمه ډير په ورو ورو اوپر خپل وارږغيږي پرټول‌محفل‌دې‌تاثير‌ځکه‌پروت‌دی داخوته‌نه‌يې.ستارخسار‌ږغيږي دخوشحالۍ‌او‌دغم‌فرق‌پکار‌دی دغم‌په‌ځاي‌کې‌څوک‌قرار‌ږغيږي چاچي‌لوټلې‌خزانه‌دملک‌ده ‌موږ‌ورته‌غوږ‌راته‌باربار‌ږغيږي لاره‌لنډيږي‌ژرپه‌هغه‌وخت‌کې څوک‌چي‌روان‌وي‌اوپرلارږغيږي

09.08.2023 محمدعلي‌عمري

وخت در نه لاړ آدمه

له آدمه تردې حاضر دمه کوم یو کار موده په سمه ملګرتیاده او انډیوالی ده همغه څمڅۍ او همغه اشپزی ده هرکار مو په سرپرستی ده وېش د ه هم بی انصافی ده خکه بې خونده بیعدالتی ده له آدمه تر همدې ستړی غمه مشترکه ژبه د حال نه لرو لوی مزله ته ابتکار نه لرو له ڼړۍ سره ګفتمان نه لرو ملګرو ملتو کې همکار نه لرو دفیصدی پوهه دحساب نه لرو کارونه موګد ود تحمل اوتوان نه لرو نو وکسی چې جاده یکطرفه ذه! ټول یو طرحه د قال نه لرو سرتمبګی ده بې سده بیحده

08.08.2023 ع.شریف زاد

نعت

ای رسـوله خـدای درکړی لوړعزت دی لارښـودنـه دي د دیـن رښـتـیـاپـه حقـیقت دی ته یـتیـم غـریب اُمّيّ وې پخـپل حال کي الله درکــی ښـــه حشــــمــت اورســـالـــت دی پـه اَسّرا معـراج تـې و غـوښتلې یـو الله جـبـرائـیـل درسـره کړی سـتـا مشـایـعـت دی ته پېشواد دین دټول امت ئې ای سروره بې لـوست دي ښوولی دین په لوړعلیـمت دی کلـمـه دي پـه رښـتیـا بېشکه پـه یقین ده څوکې واي دی مسلم له کفره په خلاسیت دی رسالت هــم نــبـــوت ســو پــرتـــا خـتم ته خاتـم النبـیـیـ

05.08.2023 محمدسرور وکیلي

د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې منظومه

پښتو نظم دوه نيم زره کاله وړاندې دى د "لوى داريوش" په امر ليکل شوى په نامه د بغستان يا بېستون کې د يو غر په يوه ډبره کيندل شوى لومړنى حماسي شعر چې تر لاس شوى هغه ده د "پهلوان کروړ" وياړنه د "پولاد" زوى، د"شينسب" لمسي دې شعر کې کړې خپله، او د خپل ټبر ستاينه تر "کروړ" سل کاله وروسته کلام اصلاً ليک "استاد ابن خلاد" په عربي دى پښتو کړى "ابو محمد هاشم بن زيد السرواني و البستي" دى "شيخ رضي، نصر لودي" دوه شاعران دي په رشته کې سره دوى د

03.08.2023 شهزاده شيرين زوی

د ماضي یارانه

ورکه دې اینده کړه، د ماضي په یارانه کې لاړ در نه وختونه، د نیکونو افسانه کې واوښتې پېړۍ نور، د حجر زمانه تېره شوه اوسې لا په فکر، د حجر په زمانه کې ذهن دې مصروف دی، د خوبونو تعبیرونو کې لاس و پښې دې بند دي، د دودونو زولانه کې خیال کې د جنت اوسې، خو ژوند په دوزخونو کې دو، دې دا دنیا کړه، د عقبی په نذرانه کې تېر شو «مرادزیه» وخت دې کوڼ ولس ته سندرو کې زیات څه پاتې نه دي نور، د عمر خزانه کې جار دې شم ساقي له غم، مې بیا درته پنا راوړه زیات کړه یو ګوټ نو

03.08.2023 سرلوڅ مرادزی

حمد

ځمکه اسمانونه تکوین کړي تادي ځکه خالق ته ئې ټول مخکني زموږ وړي تادي ځکه خالق ته ئـې نباتات، جامدات، ماعیات او حیه ټوله که ژوندي يا تللي موړي تادي ځکه خالق ته ئې لمروسپوږمۍ ستوري پرآسمان باندي ځلیږي بې فـُطُوٌره سمـون کړي تادي ځکه خالق ته ئې ټول مسلمان نامسلمان چي ژوند کوي پرځمکه داټــول حــیه خلق کړي تادي ځکه خالق ته ئې دضدینو خیرو شراوښه ووبد د ا نسانانو دا غونډ راوړي تــا دي ځکــه خــالـق تـه ئـې

17.07.2023 محمدسرور وکیلي

د عقل عریضه

سلامونه مي حضور ته د وجدان دي شکایت لرم دا څنګه انسانان دي؟ علم بد ګڼي په دې هم نه پوهېږي چي کورونه یې په جهل باندي وران دي د هوسا ژوند تضمین کشف او اختراع ده په عبث کارو مصروفه دي ستومان دي غلطیاني خپلي نه ویني ړانده دي او د بل پر غلطۍ باندي قاضیان دي د لمانځه روغتیايي ګټي نه درښيي خلاص له زغمه ځیني ځیني ملایان دي هم تدریس د اسلامي تعلیم کوي هم له مسجده پردي ځیني معلمان دي هري پېښي ته له هري زاویې ګوري د دې سیمي خلک

14.07.2023 دلاور پردېس

زما مینه

یو څه می لا هم له وطنه یاد دي تور می کمیس وهء او کاوبای می پتلون د مکتب مخې ته ولاړ وم حیران او هرې خوا ته می کتل په شیبو او ځورولمه می ډار د زړګې چی فیروزه به می نن وینم کنه *** که څه هم هر څه می له لاسه وتل او په ماغزو کی می روان وهء بدلون کله به یاد وو یا به هیر وو له زړه خو یو آرمان به می ژوندی په زړه وهء یوه خبره می په زړه وه هروخت چی فیروزه به می نن وینم کنه *** اوس چی زوړ شوې یمه لا می یاد ده د ژوندون غم نور نه لرمه په زړه

07.07.2023 سمیع الله خالد سهاک

غزل

مينه‌ديارچي‌زړه‌کې‌زور‌ واخلي‌ له‌ډيره‌درده‌ځخه‌اور‌ واخلي زاهدبه‌هم‌شونډه‌په‌غاښ‌ونيسي چي‌په‌نڅاکي‌بنګړي‌شور‌واخلي چي‌وي‌غريب‌اوهم‌بې‌کسه‌خدايه وچاته‌ورسي‌له‌چاپور‌واخلي ژر ترله‌ وزه‌ مه‌لږ صبر کوه نوم‌که‌څوک‌ستادخپلې‌خورواخلي ترغره‌‌هم زرځله‌وي دروند‌هغه‌غم چي‌څوک‌بدنام‌سي‌اوپيغور‌واخلي دهغه‌زوي‌به‌نوبيخي‌وي‌سمه چي‌په‌طواف‌کې‌په‌شامور‌واخلي ګلخان‌خونه‌يې‌عمري‌شکر‌کې غم‌دې‌پرسرټوله‌لاهور‌واخلي عمري مسلم‌ب

06.06.2023 محمدعلي‌عمري

دهېوادپه یاد

ای هـېـواده نصـیـب درنه بـېـل کــړم له جـبـردپــردیــو و پــردوتــه ورغـلـم اړیـم و لـیـدو ته دي ای دزړه آرامــه جلاکي ستا خیالونه په زړه کي مي ساتم ما نه ګڼله داسي چي له تانه به بېل سَـمّ کـب وم په اوبـوکي اوس پرتشه وچه یـم هـــوا دي دجـنـت ده اوفـضـادي دمـأوا زه ومه جـنـتي دبېـلتانه پـه نارکي ولوېدم الله خــبــر، چـي پـه ژونـد دي وګــورم یـودیـدن مي سـتا دغروپه الماسـوئې تـلم

05.06.2023 محمدسرور وکیلي

ویده پښتون ته!

یو د بل سره اړم دي پښتانه دا کوم نسل کوم رقم دي پښتانه؟ څرګند نه ده چې له کومې خوا راغلي نه حوا، نه د ادم دي پښتانه د لړم چچوړی، وايي چې خپل مور خوري نېښ د مار او د لړم دي پښتانه پر یوې چرګۍ هیڅکه راټول نه شول څو ټوټې درهم برهم دي پښتانه په پېړۍ پېړۍ خوبونو ماړه نه شول دا د چا په وده دم دي پښتانه باروي ملامتي خپله، په نورو په څلور مذهبه ګرم دي پښتانه که نن هم د ژوند کاروان سره مل نه شول د زاوال په لور ورسم دي پښتانه «مرادزیه» ستا په چیغو

03.06.2023 سرلوڅ مرادزی

دهېواد تاریخ ته

په هېوادکی موپردوخپل بوڼکي غورڅولي که لـوی وه که وړوکي بې بوڼـکو تـللي داسپېره هېوادته کسي سي ساده ورته یرغل ساتلې ورته جبـرټول پـه دغـه آند وتلي پــردیــوپـرخـپل وارخـپل نیلی پرځغلولی چي زوردی پرراغلی غاښونه ئې وتلي تاریـخ ددې هېواد جګړوکي دی تـېـرسوی دلـته ډېـرو سرونـه و مـالونه دې بـایـللي عجب کارددې هـېـواد سرنه په خلاسیږي نـړۍ والـه امـپـریال هم ځـیني څغاستلي

26.05.2023 محمدسرور وکیلي

بحران

په نړۍ کې نن یو داسې توپان ګډ دی چې یوازې یوځای نه، په جهان ګډ دی که ختیځ او که لوېديځ دی اور اخیستي اور پر ځمکه په فضا په اسمان ګډ دی د اسمان سترګې هم سرې له غضب ښکاري جګړومارو سره جوخت په میدان ګډ دی پریښتې د اسمان هم توغوي غشي عرش پخپله هم جګړه کې پنهان ګډ دی ټول ملکونه تیاری نیسې جګړې ته یو محشر په برخلیک د انسان ګډ دی بودېجې ټولې وسلو ته وقف کیږي یو د بل سره سیالي ده، هیجان ګډ دی هرېخوا اورې ګواښونه تهدېدونه یو پر بل د تهمتونو باران ګډ

21.05.2023 سرلوڅ مرادزی

دین

دین لرل ایمان لرل دالله ټوله احکام منـل ښه کول نیکي کول له بدو نه انکار کول دا لارټـوله د اسـلام ده پاکه په ثــواب ده خوبد کول فتنه کول دابلیس کړوته ګمارل چي دین لري ایمان لري ثنادالله پاک واي هم حـقوق تـه دانسان په نـېک نـظـر کتل دیـن جیلو دی دانسان له بدوئې جغـوري که بې جیلوه سوانسان وحش دی بیا بلکل اسلام لارده دجغـورني هم نوعه ښه ګڼل په عـقـل لارپـیدا کول په علمې جوړه ول

14.05.2023 محمدسرور وکیلي

خلاصونلار

د خلاصون لار را ته نه ښکارې نږدې کې چې ولسونه لا ویده وي په غرمې کې زه د ولس دغسې دروند خوب ته حیران یم نه د ورځې په خوب موړ شو نه په شپې کې داسې خوب چې افغانان پرې معتاد شوي نشته چرسو او افینو په نیشې کې دا متل د خوبولو په باب سم کړي نر کټی به زیږوي تل په پادې کې(۱) که جګړه، که تشدد دی تباهي ده سر بایللی دی ولسونو په جګړې کې تربګني او ورور وژنه یو ناورین دی چې قوت، نیرو مو وژني په ریښې کې د خلاصون لارهم زارۍ، دعا کې نشته نه توبو، نه ننواتو

14.05.2023 سرلوڅ مرادزی

ښکلا

ستا د حسن داسې نام دی نورو ښکلو ته الهام دی یوه ګل کې تعریف نه شي ټول بدن دې ګل اندام دی غېږه غېږه دې زندان دی پروت بندي پکې بدنام دی لار د تېښتې ترینه نشته ول د زلفو دې یو دام دی هر نظر کې دې نېشه ده هر کاته دې ګوټ د جام دی هر باڼه دې په کتل کې غشې وتی له نیام دی ورین تندي کې دې سحر دی زلفو شپول کې دې ماښام دی د قامت صفت دې نه شي قد قامت ته دې سلام دی روح ازاد ستا په دربار کې د زنګي بندي غلام دی په یو تار سره تړلې مل

05.05.2023 سرلوڅ مرادزی

اختر راغی

اختر راغی څومره خوشالی ده خیر دی که هېواد کې دومره نیستی ده اختر وایی هرچاته ښه وخت دتفریحی ده مینه ده عزت دی او هراړخیزه همزیستی ده اختر دې کنه خوار یتیم هم ورباندې خبر دی کنه کرکه نشته داکار منور دی کنه اخترستر بیام له خانه سره راوړی هغه داچې خپلواکه هم غږی ده اختر پټ مېړه نه دی چې تیرشی انسانی کرامت دی یووالی اوجوړجاړی ده اختر دتولو لراو برو مبارک شه ! دغه بیغام ستاسې غږ اوموجودی ده

23.04.2023 ع.شریف زاد

غزل

چي‌سړی‌خوري‌دهغه‌مارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي دترکو‌ ول‌راول‌رخسار‌کيسه‌به‌هم‌تېره‌سي پښتانه‌ستاغېږه‌کې‌سرپرسرزندان‌تېروي کراچۍ‌‌ستا‌ناځوانه‌ښارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي ستامقدس‌روح‌يې‌‌نجسه‌کړوپه‌سيم‌خاردار ددې‌لعين‌ددې‌مردارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي آب‌زمزم‌ته‌رسېدلی‌دلورکۍ‌په‌ولور دهغه‌پلارهغه‌غدار‌کيسه‌به‌هم‌تېره‌سي دزړه‌پرګوتو‌‌خالق‌اړوه‌رااړوه‌ډير دهغه‌سپين‌‌غوړ‌رياکارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي چي‌پيسې‌نه‌لرې‌رسېږې‌عياشۍ‌ته‌څنګه کړه‌ګوزاره‌ددې‌بازار‌کي

05.04.2023 محمدعلي‌عمري

کعبه

مــعـمار مـود کـعـبې د رب الخـلیل دی د له ورکـړی دا فرمان رب الجلیل دی درولې ئــې کـعــبـه له خـټو او ډبروده ورکړی لوړعظمت الله په ښه سبیل دی ځیني شاعران ترکعبې کي زړه اوچت خوکعبه دزړوقبله پرتله ئې بې دلیل دی زړه لاسته راوسته ترقبلې ئې بولي ښه وایم داښه والی مو ضعیف اونا جمیل دی کعبې ته به ورتی په احترام زموږ نبي وګوره مقام ته چي لـوړ اونه قـلـیل دی خالق هم آدم له خاوروخـټـو تکوین کړی توپیرئې په جوړنه دمادي سره عدیل دی

04.04.2023 محمدسرور وکیلي

کفاره

ته افغان وې نو پنجاب ته ولې لاړې؟ ځان دې ولې کړ پردي جنګ کې لتاړې هغه جنګ چې د جهاد په نوم راپیل شو د پنجاب یوه دسیسه وه، سر تر غاړې د خپل ورور پر ضد پنجاب سره مرچل کې شرم نه وو، جنګېدې چې غاړه غاړې په تاریخ کې دې چنګیز ته برائت ورکړ چې کابل دې کړ پنجاب په خوله، ویجاړې خپل وطن ورانۍ کې کم تر پنجاب نه يي خپل غریب ملک دې پنجاب ته کړ کباړې چا چې زده کړه له تاریخه کړې نه وي په هر څرخ کې د تاریخ يي وځي داړې له لاس تللي فرصتونه نه راګرځي ګټه نه کړ

01.04.2023 سرلوڅ مرادزی

قلم

زړه ویني تویه وم زه تور تیاري رڼا کوم زه جهل تل برباد اوم زه بیخ بنیاد یی ورک کوم زه زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم که چا پورته زه په لاس کړم له غمونونه به یی خلاص کړم دوه سترګي یی بینا کړم په عالم کې به شناس کړم زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم زه کیمیا د سعادت یم زه ډیوه د هر ملت یم زه په اصل کې قلم یم زه چودلې په زړه سر یم زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم

30.03.2023 محمد رفیع حسن زی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more