زه په خــپل ذات کـــښي دا جوهر لـرمه
چې له دردمـــن زړونــــو، خــــبر لرمـــه
له هـــــر چــا ځـــکه، تل ځـــــاریږمه زه
چې له دنـــیا څـــــخه، ســــفر لــــــرمه
زنده دلانـــــــو ته، په خـــــــــپله ویــــنا
داســــــي طلــــــسم، او اثر لـــــرمــــــه
چې هر دردمن می ، له وینا اخلي فیض
زه په خـپل زړه کښي، دا ګــوهـــر لرمـه
د آشــــنایانـــــو، او دردمــنو زړو کښي
کــــله نا کـــــله، زه ګــــــذر لـــــرمــــــه
چې هر چــــا زړه رانه ناهــــیلي نه شـــي
په خــــپل ویـــنا باندی، نــــــظـر لـــرمه
چې د هـــمــت په ســــیارو ګـــــرځي تل
زه داســي خــــــیال، داســــي وَزَر لـرمه
سید عبیدالله نادر