د انقلاب په لوری
پښتون او بلوڅ دواړه، انقلاب په لوري ځي
په مست ملي غورځنګ کې، د پنجاب په لوري ځي
افغان که لروبر دی، که بلوڅ مرام یې یو دی
پنجاب ته نن په ګډه، د ځواب په لورې ځي
ماڼۍ د استبداد ته، که پنجاب کې نظر وشي
درځونه یې له سره، د تهداب په لوري ځي
غوجل یې د انګریز بولې، که ځاله د ترهګرو
توپان کې به له مخې، د غرقاب په لوري ځي
پنجاب که پښتانه او بلوڅ، غوړه مړۍ بولي
خوراک کې د ذقم به، د خوناب په لوري ځي
مشرۍ کې د منظور، او بشیر زیب له برکته(۱)
پنجاب سخت وارخطا دی، اضطراب په لوري ځي
ټاپو د اېپسټین، او منډه یې که د هېرا دی
په ورته رسوایۍ کې، د کولاب په لوري ځي
پنجاب چې امریکې، تر خپلو ګټو صدقه کړ
نن هسې وروست کاغذ دی، د تشناب په لورې ځي
خوابدي پرې څوک نشته، په نړۍ کې مرادزیه
بړیڅی د انګریز چې، د عذاب په لوري ځي
یادوونه:
(۱ ) منظور د پښتونخوا د ملي غورځنګ مشر او بشیر زیب د بلوچستان د ملي غورځنګ مشر
د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی
شعرونه