د نزاکت پوهیدنې یو درس!
کارغه او سپین ږیری

سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چط د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسانیت ته څومر لارې شته ،نو زه هم د هغې سپین ږيري په پیروي ودریدم تر څو هغه کارغه اوبه وڅښي ،او یو ډیر لوی درس می د نزاکت پوهیدنۍ او اخلاقو واخیست

سید عبیدالله نادر