د زړه آئینه
بی خودۍ کې می خبر ، له خــپله ځـــان کړې
فصــاحت راته په برخــــــــــــه ، د بیان کړې
چې د زړه په ســـــترګو، ووینم اســــــــــــرار
آئینې ته می د زړه ، هـــر څـــــه عـیان کـړې
تجـــلی د معرفت چـــې ، په کــــــې ویـــــــنم
په حکمت کې داسي زړه ، راته روښــان کړې
چې په زړه کې یې ، دټــول جـــــهان وي مینه
داسي لـــوړه مرتــبه، د هر انســــــــــان کړې
چې په سپــــینو جامو پټ او زړه یې تور وي
را نه لـیري له نظــــره ، دا دیــــوان کـــــړې
چې جـاري په کې ، تل ســتا وي صــــــفتونه
داســــي ژبه په ثــنا ، راته ګـــــویان کـــــړې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د حقیقت آئینه
راته ښکلی زړه ضمیر ،او خپل نظر کړې
په حکمت او معــــرفت می، مـــنور کړې
چې جـهان د حقـــــیقت په کې ښـــکاریږي
کیفــــیت د بیــخودۍ نه می، خـــــبر کړې
مودې وشـــوی، تورتمــوکې ، زه اوسیږم
دغه شپی د تورتمــونو می، ســــــحرکړې
چې حاصل راته سکون،د زړه هر دم شي
وحشــــتونو له توفــــانه می، بـــهر کړې
چې هر څه راته په روڼ نظر ښکاره شي
هغه تاج د معـــــرفت راته په ســـــر کړې
چې راکــــاږمــــه ګـــــوهر له دریــابونو
په ویــــنا د معــــرفت می هنرور کــــړې
چې د زغم څلې می ، جګه تر آسمان شي
اوســیله می، داســـــي لوړه لکه غر کړې
چې مو زړونه ، له هر خوا نه شي راجمع
دا خواره واره راغـونډ، په یو محور کړې
بی قیــــمته کــــاڼي، مــــا ، درتـه راوړي
ربه! ته یې را بدلي ، په ګـــــوهر کـــړې