نیوکې او لارښودنې !
حالات دومره مه کرکیچن کوئ چې د خلکو روح او روان پرې متأثره شي . د خلکو روحیې ته پام وساتئ خلکو ته باید د استعمار په وړاندی او مقابلې له پاره جرأت ورکړئ.
خلکو کښي اخلاقی جرأت مه وژنئ ښه استعدادونه وروزئ ښه استعدادونه د لاسه مه ورکوئ.
ژوندی خلک او په علم او معرفت سمبال خلک وساتئ ، په خلکو کښي اخلاقی جرأت له مینځه مه وړئ . د اوضاع او حالاتو په بدرنګه کولو کښي خلکو ته په زرګونه دروغ او دلائل مه وایاست .
خپلو فتوی ګانو ته مشروعیت مه ورکوئ . د سوکاله ژوند له پاره لارې وګورئ . او سوکالۍ فکر وکړئ .مونږ اورو چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې مامورین ځوانان او خلک په راز راز پلمو تحقیروي .
چې دا یو صحیح کار نه دی . دوی ته د ژوند په مبارزه کښي د شهامت روحیه ورکړئ .
هغه متل دی چې : (د خپل د کلي زمری مه وژنئ ،که نه د دښمن ګیدړان به مو هم ووژني .
ځوانان باید وروزل شي چې په راتلونکو کښي په چارو کښي اخلاقی جرأت ولري .دا چې که مونږ ځوانان په بیلو بیلو پلمو توهین او تحقیر کړو لکه څرنګه چې د طالبانو د امر بالمعرف او نوري ډلې یې کوي .نو دوي ته اخلاقي جرأت نه پاتي کیږي
لازمه ده چې ځوانان په هر ډګر کښي و هڅوو چې ، دوي د ژوند په مبارزه کښي په قوي او ټینګ عزم ولاړ وي .ډیر ځله نورو ملیتونود خپلو ځوانانو روحيه د دښمن په وړاندی لوړه ساتلي.
او ځوانانو ته یې د میړاني او شهامت درس ورکړی .نو هغوي د ځوانانو د تحقیر کم راوستو څخه ډډه کړي .د ځوانانو د تحقیر په هکله د طالبانو له خوا د یواځي زما مضمون نه دی ، بلکه
ډیرو خلکو په میډیا کښي د نیا له څلورو ګوټونو څخه نیوکي کړي او لګیا دي کوي یې . داچې طالبان یې ځان ته نیسي دا هم د دوی لا پروایي بیباکي او د مسوولیتونو نه تیښته ده .
په میډیا کښي سختی او تندی نیوکي په طالبنو کیږي د انجونو د مکتبونو د بندو دروازو په هکله په هره خپرونه کښي او فیسبوکونو کښي د نیوکو یوه غوغا ګډه ده .
چې دي ته باید طالبان پام واړوي او دا باید بی اهمیته ونه ګڼي ټول په یو آواز همدا غږونه کوي ، چې د انجونو مکتبونه او پوهنتونونه د انجونو پر مخ پرانیزئ .
او انجونو ته د بیان او کار حق ورکړئ . دا ناری په دي څو کالو کښي چې طالبان د دوهم ځل له پاره حاکم شوي وهل کيږي .د فیسبوک په زرګونو پاڼو او ګروپونو کښی هم همدارنګه پر طالبانو نیوکي کيږي . په کار ده چې د دوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د حساسیتونو څخه چې په ټوله نړۍ کښي د طالبانو د کړنو په هکله دي ځانونه خبر کړي .
, .داسي ګروپ یا پانه او یا مضمون به په میډیا کښي نه وي چې ،د انجونو د تعلیم د بندید و غندنه ونه کړي . د دوي د فرهنګ وزارت به ډیره بی پروایي وي که د دي دومره حساسیتونو څخه ځانونه نه خبروی ، او باید دا د چارواکو درانه غوږونو ته ورسوي .
په په آخره کښي د حضرت حافظ په دي بیت خپله لیکنه ختموم .
حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است و بس
در قید آن مباش که نشنید یا شنید