علاج واقعه را قبل از وقوع باید کرد!
موږ چېرې یو ، او په کومه روان یو ؟
دزده کړو محرومیت ، څومره بدرنګه زمانه شوه ډیره مسخره او بیهوده شوه دښوونې او روزنې دامر ثانی دومه څپه شوه
ناوړه انډوخرکې زرګری جګړه شوه د ای اس ای شوده متقاعد جنرال (مومند )په اټکل کوله شوه داهم شو کارپوه او شننونکی مننونکی !
ملامت نه دی داردو پتی یې خوړلی دی خکه په اردو کې لوی شوی !ددې کوم ځای پښتون دی
دې ټپوسانو ته څوک بلنه ورکوی ؟
راځی چې وګورو
OCHAاوچا موچا باچا څه وايي،
د روانې شخړې او کړکېچ یعنی هوسانې، اوسانې ، افسانې بن بست او خیله ګی له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې پاکستانی GPS)ښکلی کنړ او ننګرهار )کې لسګونه ښوونځي په نښه کړی چې زیانمن شوي اوټپی شوی او څه د پاسه ۱۳ زره زدکوونکي د ناامنۍ او ناوړه حالت له امله ښوونځیو ته نه شي تللی؛ همدغه راز زرګونه نور د زدکړې لپاره لنډمهالو هستوګن ځایونو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي خو نړۍ پټه خوله ده چې په تېرو درې میاشتو کې د نښتو او جګړو له امله په شپږو ولایاتو کې لکه :کنړ، خوست، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا کې څه د پاسه سل زره کسان له خپلو اصلی ځایونو او مېنو بې ځایه شوي دي.
داټول له تعلیمه بې برخې پښتانه دی
په دې ارزونه اوڅېړنه کې امنیتي اندېښتو ته هم ګوته نیول نو پوښتنه را ولاړیږی چې امنیت څنګه راغلی؟ چې د مرستو رسولو بهیر یې هم ټکنی کړی دی. (اوچا) وايي چې د کنړناړۍ او سرکاڼو او د ننګرهار ګوشتې او لعل پورې ولسوالیو ته د امنیتي اندېښنو له امله د مرستو رسولو بهیر محدوداو کم شوی دی.
دا اداره زیاتوي چې له شخړې په زیانمنو سیمو کې شاوخوا ۱۶۰ تقریبا زره کسان په مخ په زیاتېدونکي ډول د خوراکي توکو له کمي او شاوخوا ۵۰ زره نور د جنیست پر بنسټ د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.
که څه هم پر کنړ د پاکستان له لوري د تېرې دوشنبې پر ورځ له پراخ هوايي او توغندیز برید وروسته د مخامخ نښتو رپوټونونه نه دي ورکړل شوي خو لاهم ډیورنډ کرښې ته څېرمه پښتانه اوسېدونکي په اندېښنه کې پايي.
د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ولسي مېشت ځایونو د پاکستاني ځواکونو د توغندیو له امله د سیمې ډېرو خلکو کورونه پریښي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
پرون په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر مولا ندیم لکه اشرف غنی دعادت په کلیمه ګواښ وکړ دکنړ ولایت ته تللی و ه (خو په خبرداری نداری او چوپان یې ټینګار وکړ!) چې د شویو تېریو "غچ" به اخلي.دپشۍ او موږکًجګړه ده د پاکستان له لوري بیا د امنیتي سرچینو په حواله په رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي چې پاکستاني ځواکونو چمن ته نږدې د طالبانو حکومت اړوند څو امنیتي پوستې ویجاړې کړي دي.
پای