خوندکړی کړي باآهنګه زندګي
زما خوښيږي ړنګه بنګه زندګي

چي مات مات پکې بنګړي وي اوبنګړي
شه قربان له هغه شرنګه زندګي

غرنۍ پېغله ساتي لاچي لونګ
وايه ستاخوښه لونګه زندګي
وهرچاته بس کوه دغه دعا
خداي دې مه کانده بدرنګه زندګي

نيم سړی وي سي له لاسه چاورکړې
دمورکۍ مورکۍ له څنګه زندګي

حيف چي عمر تراويا کلونو واوړي
ګويالويږي له ګړنګه زندګي

وپنځوسوته قريب يې عمري
له تاولاړه شوخه شنکه زندګي