د تېرو څو ورځو پرله‌پسې درنو بارانونو له امله د هېواد په زیاترو ولایتونو کې زیات سېلابونه راوتلي، چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، یادو سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې پراخې سیمې او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې کړې دی، ګڼ شمېر کورونه یې ویجاړ کړي او خلک یې له خپلو سیمو بې‌ځایه کړي دي. تر دې دمه د یو شمېر هېوادوالو د مړینې او ټپي کېدو خبرونه هم ورکړل شوي او سلګونه کورنۍ يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دا پېښه دردوونکي ګڼل کېږي، چې باید له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وشي، چې دغه مرستې د هېوادوالو تر منځ د همدردۍ او همرازۍ سبب ګرځي. د دې پېښې له امله اوس مهال ګڼ شمېر کورنۍ بې‌کوره شوې دي او د خوراک او څښاک د پاکو اوبو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.
که څه هم دولتي ادارو په زیانمنو سیمو کې د مرستو او ژغورنې هڅې پیل کړې دي، خو اړتیا زیاته ده، چې دا هڅې لا ګړندۍ او پراخې شي، څو په دې سختو شرایطو کې د سېلاب‌ځپلو کورنیو اساسي اړتیاوې پر وخت پوره شي او د نورو زیانونو او پېښو مخه ونیول شي.
له ټولو هېوادوالو، ملي سوداګرو، شتمنو وګړو او پانګوالو غوښتنه کېږي، چې د انسانیت همدردۍ او اسلامي ورورګلوۍ له مخې د سېلاب‌ځپلو کورنیو لاسنیوی ترسره کړي. هغه کورنۍ دې هېرې نه کړي، چې د سېلابونو له امله مالي او ځاني زیانونه ورته اوښتي دي او هر څوک دې د خپل وس او توان په اندازه ورسره مرستې وکړي.
همداراز له خیریه بنسټونو، ملي او نړیوالو موسسو غوښتنه کېږي، چې د دغې پېښې د مدیریت او مرستې په برخه کې جدي اقدامات په پام کې ونیسي، ترڅو د سېلاب ‌ځپلو خلکو وضعیت ښه او د هغوی دردونه یو څه راکم کړي.
راځئ، هېوادوالو! په دې دردوونکي پېښه کې یو بل ته اوږه ورکړو، د سېلاب‌ځپلو وګړو لاسنیوی وکړو او دا په ډاګه کړو، چې افغان ولس د ستونزو او کړاوونو پر مهال یو موټی، یو زړه او یو غږ دی او همدا راز په دې لوېدلو حالاتو کې د همدرۍ او همرازۍ فرهنګ د خلکو په منځ کې پیاوړی شي.