د درې نیم ټرېلین ډالرو کمپنۍ، Apple پنځوس کلنه شوه
ولي الله ملکزی
د بشري تاریخ په آرشیف کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوې کمپنۍ ارزښت د افریقا د ټولې وچې د ۵۴ هېوادونو له مجموعي کلنۍ بودیجې څخه درې چنده لوړ شو. دریو ځوانو انجنیرانو، سټيو جابز چې پلار یې د سورېې کډوال دی، سټیو وزنیاک او رونالډ وین د کلېفورنیا د سانفرانسیسکو بې ایریا په یوه کوچني ګراج کې د اېپل بنسټ کېښود. د ۱۹۷۶م کال په اپریل کې پېل شوي دغه حیرانوونکي سفر د اته ملیاردو وګړو سور او ساره په یو مزي وتړل. نن زموږ د خاورین کلي له هرو درېو کسانو څخه نږدې یو کس د اېپل یو محصول (لېپ ټاب، ټلېفون، کمپیوټر، ځېرک ساعت، آیپاډ، اېپل ټي وي، وژن پرو، هېډ فون او ډېسک ټاپ) کاروي. اېپل یوازې وسایل نه دي جوړ کړي، بلکې یو نوی ذهنیت یې هم رامنځته کړ چې د یو نوښت بریا، تل له خطر سره مل وي.
په ۱۹۸۴م کال کې اېپل د مَکِنتاش په رامنځ ته کولو سره، کمپیوټرونه عامو خلکو ته اسانه کړل. په ۱۹۸۵م کې سټیو جابز اېپل پرېښود، خو په ۱۹۹۷م کې بېرته ورستون شو او د بریا لارې ته یې سیخ کړ. آېپاډ iPod په ۲۰۰۱م کال کې بازار ته را ووت او د ډیجیټل موسیقۍ د قانوني ډاونلوډ لپاره یې نوې کړکۍ پرانستله. که څه هم دا د خپل نوعیت لومړنی نوښت نه وو، خو د ښکلي ډیزاین په مرسته مشهور او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد. په ۲۰۰۷م کې آېپاډ ټَچ مارکېټ ته راغی او د آیفون تهداب کېښودل شو. جابز لومړنی آیفون داسې اعلان کړ: «نن آی پاډ، ټیلیفون او انټرنېټ درې واړه یو واحد سیستم شو او نور جلا جلا وسایل نه دي» په ۲۰۲۵م کال کې له ۲۴۷ میلیونو څخه زیات آیفونونه پلورل شویدي.
د اېپل کمپنۍ چې همدا اونۍ پنځوس کلنه شوه، د ټکنالوژۍ په ډګر کې یې بنسټیز بدلونونه رامنځ ته کړل؛ ولی د پام وړ بریاوو ترڅنګ یې ځینې څرګندې ناکامۍ هم تجربه کړې. د بېلګې په توګه؛ «اېپل ویژن پرو» له وروستیو مهمو محصولاتو څخه ګڼل کېږي، خو څه ناڅه پیکه وخوت. د اېپل مرکزي ودانۍ چې د ټایر په بڼې ډیزاین شوی، څلور منزله ده او د ۱۴ زرو موټرو د پارک کولو ظرفیت لري. د څلورو کلونو په مودې کې (۲۰۱۳- ۲۰۱۷م) د پنځه میلیارده ډالرو په لګښت جوړه شوی او په یو وخت کې نژدې ۱۴ زره خلک په کې کار کوي. دا ټوله سیمه چې Silicon Valley ورته وايي، ما له نژدې څخه لیدلې؛ ډېره ښکلې سیمه ده او اېپل له ګوګل او فېسبوک سره په نژدې واټن کې موقعیت لري.
سټیو جابز په ۲۰۱۱م کې ومړ او ټېم کوک Tim Cook د شرکت مشري پر غاړه واخیسته. ځینې شنونکي باور لري چې د جابز له مړینې وروسته د اېپل د چټکو نوښتونو بهیر لږ ورو شوی او پاملرنه یې د موجوده ټکنالوژیو ښه کولو ته اړولې ده. د اېپل اوسنی اجرائیوي رئیس، شپېته کلن ټېم کوک چې د امریکا د آلاباما په ایالت کې زېږېدلی؛ له امتیازاتو سره کلنی معاش یې ۷۴ میلیونه ډالره دی. اېپل واچ په ۲۰۱۵ کال کې، د ټېم کوک تر مشرۍ لاندې معرفي شو. دا وسیله اوس د نړۍ تر ټولو ډېر پلورل کېدونکی ځېرکه ساعت دی او د روغتیا په برخې کې یې مهم بدلونونه راوستي، لکه د زړه د ټکان څارنه، د لوېدو کشف او نور ډېر څه…
تېرکال د ټولې افریقا کلنۍ بودیجه څه کم یو ټرېلین ډالره وه، خو د اېپل مجموعي ارزښت له درې اعشاریه شپږ ټریلین ډالرو څخه زیات وو؛ «یو ټرېلین، زر میلیارده کېږي». د پانګونې د ستراتیژۍ کارپوهه، اِېما وال وايي: «د اېپل کامیابي یوازې د ټکنالوژۍ له امله نه، بلکې د پیاوړې بازار میندنې له کبله هم ده. اېپل خلکو ته یو خوب وپلوره یعنې دا مفکوره یې عامه کړه چې برانډ (نښه) یې د محصول په اندازه مهم دی. د اېپل کیسه ښيي چې نوښت او د کاروونکو تجربه د بریا مهم عوامل دي، خو هره نوې مفکوره حتما بریالۍ نه وي». امریکايي ژورنالیسته، کارا سویشر وايي: «آیفون یوازې تخنیکي وسیله نه ده، بلکې اېپل یو داسې احساساتي عنصر جوړ کړی چې هرڅوک یې په مېنې سره کاروي».
په دې وروستنۍ نیمې پېړۍ کې د علم مباح د دغو هوډمنو انجنیرانو دا انساني معجزه؛ یوازې د ښه فکر زېږنده نه ده بلکې د نوښت، دوام او زحمت پایله یې هم ده. دوئ هره ناکامي یو فرصت ګڼلی او په ایرو کې د لعلونو له لټون څخه خوند اخیستی. له سیالانو سره سیالي د دم او چف په ځای، په ساینس او ټکنالوژۍ کې ترسره کېږي. کلیوال، ښاري، امي، میا او ملا ټول مني چې توره او شمله د عزت سمبولونه دي، لاکن مګرم خبره د هغه چا میره وي چې قلم یې له رنګونو، ذهن یې له نوښتونو او جېب یې له پېسو ډک وي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
…………………………
په مننې سره؛ ما په دې لیکنې کې د ګوګل، بي بي سي عربي، Apple له سایټ، Financial Times او AI څخه استفاده کړېده.