د رحمان با با د دي غزل په پیروي

اى زما د زړه آرامه راشه راشه
سرو قده ګل اندامه راشه راشه
چې همه واړه خوبان دي مقتديان دي
د همه واړو امامه راشه راشه
کال ۱۳۷۷پیښاور
غزل
ای زمــونږ د زړه درمـــــــــــانه راشه ،راشه
ته مــــو تن کې ،روح او ځانه راشـه، راشه
په بڼو مــــــــــــــــو جــارو کـړی، درته لاره
بی قرار زړونو آرامــــــــــــــه، راشــه راشـه
څلور لارو د او هامــــــــــــــو کې شـو پاتی
ته په هر چا مـــــــــــــــــهربانه راشـه راشه
بی رهبره بی امــــــــــــــــــــامه قافله شوه
د خورو ورو ســـــــــــــــاربانه راشـــه راشه
مصیبت علاج دا ستا پّه لاس کې پروت دی
ای زینـــــــــــت ددي کاروانه راشـــه، راشـه
د غضــــب کاڼې له هر خــوا په مــونږ اوري
د رحمـــــــــــت وریځ او بارانه راشه، راشه
په تدبیر او په ســـــــــوچــونو ، پوره نشوه
هر مشــــــــــــکل مخ ته آســانه راشه، راشه
د نادر سـترګي څــلور شو ی ســــــتا په لاره
د دردمن زړونــو ارمـــــــــانه ، راشــه راشــه
ته امـــــــــــــام د قافلی شه ، دي تــیارو کې
جهـــــــــــــالت باندی توفانه ، راشــه راشــه
سید عبیدالله نادر