د زړه په هـــــــدیــــره کی ارغــوان لــــــرمه زه
یو لمر، بل آسمـــــان ټــــول کهکشان لرمه زه
آسمان د زړه ته ګوره هسی ستوری پکی ښکاری
رڼا ته یی چی ګــــــورې، پتنـــــګان لرمــــــه زه
یو ستوری می جانان دی هسی مه وایه تنها یم
دا ټوله مځکه زمــــا ده ټول آسمان لرمــــــه زه
خالد به شم مه وایه څوک نه اخلی زمـــــا نوم
اخر به نړیــــوال شم، لوی ارمـــــان لرمـــــه زه
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د می ۵، ۲۰۱۲ کال
۵ د می ۲۰۱۲