ستا انځور مې انځورونو کې ډېر خوښ شو
خوښ لا څه چې سم د زړه په سرمې خښ شو
دا انځور چې یو شاهکار د طبیعت دی
څونه ښه چې ستا لخوا ما ته بخښښ شو
د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی
23.03.2026
- شېرمحمدامیني ستانکزی
پسرلی د کال د طبیعت له ټولو ښکلی او زرغون موسم دی، چې په دې وخت کې ځمکه له یوې مودې ځنډ وروسته بېرته راویښېږي او په ځمکو، بېدیاوو او دښتو کې کښتونه، بوټې، ونې او رنګا رنګ ګلونه زرغونېږي او وده پیلوي. د همدې موسم په راتګ سره طبیعت نوې سا اخلي او چاپېریال له تازه هوا او خوږو منظرو څخه ډکېږي. په دې نغمهییز موسم (پسرلي) کې د مرغانو خواږه او جادویي غږونه فضا ته ځانګړی خوند وربښي او د انسان روان ته سکون ورکوي. پسرلی یوازې د طبیعت د ښکلا موسم نه دی؛ بلکې د انسانانو لپاره د کار، هڅو او د نويو هی...
25.03.2026
- ع.شریف زاد
لومړي وزیرشهباز شریف چاپلوس پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: "پاکستان په په ډیره اشتها او شوق سره په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسولو لپاره چاپلوسانه د خبرو اترو د روانو هڅو هرکلی او بشپړ ملاتړ کوي “خو همدا ماشوم بیا ډیر په بې شرمانه بڼه افغانستان کې په بربنډه توګه کرغېړنه بمبارۍ لری!چې دا په سیمه او له هغې بهر د کومې طرحې او څه ډول دسولې اوثبات په ګټه ده چې اسلام اباد یې کوی؟ که چیرې متحده ایالات او ایران هوکړه وکړي، پاکستان کومه چاپلوسی کې چمتو دی او څنګه ویاړي چې د روانې شخړې د هر...