دلته د رئیس الوزرا هوس او نازونه دی
بیا دې بل کوټوال هاها او اوازونه دی
هلته دفقیرالفقراء دډوډۍ غمونه دی
دلته د ویاند لوړ او ژور پیغامونه دی
هلته دخوار ځواکی اړین ګواښونه دی
دلته دالرې دی بشپړ کره معدنونه دی
استانبول کې دښایسته ودانۍ ګامونه دی
هلته دتعلیم تړلو بند وبست فرمانونه دی
دلته دپردیو پروژو غم خوړلو پورونه دی
هلته دفقر له کچې ټیټ د ژوند چمونه دی
دلته اوهلته دواړه سره انډیوال نه دی
هلته دکړۍ اوحلقې ګذارش او غږونه دی
اختر! به راشی کنه سمه به لار شی کنه
سره له دې چې دتورو تور ګذارونه دی!
15.03.2026
- سيد عبيدالله نادر
د ټوپک پرځای بچیانو ته قلم او کتاب لاس کې ورکړئ ، دوی د جګړې او شخړو پرځای د علم او معرفت خواته وهڅوئ ، ځکه مونږ د دوی د روښانتیا مسوول یاستو ، د دوی د بیدارولو او جرأت ورکولو حق پر مونږ دی ، مونږ باید خپلي تجربی دوی سره شریکې کړو ،چې په راتلونکي کې دوی ته د لارې څراغ وګرځي ،چې دوی زمونږ او خپلو تجربو په رڼا کې ،د یو روښانه راتلونکی په لور درانه او استواره قدمونه کیږدي ، باید د جنګ او جګړې نه په انتباه کې دوی ته لنډې کیسی ، وجیزې ، ادبی ، تعلیمی ، تربیوی ، او یا هغه مطالب هم چې د اَمن او سولي...
16.03.2026
- سرلوڅ مرادزی
یو تن چې د افغان پرځای، د نوې اختراع شوې کلمې افغانستانی په نوم ځان راپېژني، وایې«چرا در افغانستان پاکستانی ها را پنجابی می ګویند؟ این اصطلاح ریشه در لروبر طلبی دارد»! د پاکستان د جوړېدو د څرنګوالي تاریخ ته به په تفصیل نه ستنېږو، خو که په څو جملو کې یې راغوڅه کړو، دا خدایداد هېواد یوخوا نیمایې د افغانستان پر خاوره او پاتې د هندوستان پر ځمکه د یوې پوستې پتوګه د انګریز لخوا په ۱۹۴۷ کال کې راوټوکید! انګریزان چې د پښتنو او خدایې خدمتګارو او د ګانګرس د هندو او مسلمانو ازادۍ غوښتونکو مباریز...