دلتــــــــــــــه نغښتي ، په هر پاڼی حـــــــــکمتونه
صـــــــــــــاحبــــد ل ته یي، پرانیســـــتی،دفترونه
چي د زړه په ســــــــــــتر ګو، ګــوري دي ګلشن ته
د عبــــــــــــــــــــــــرت په غـــــوږو، آوري آوازونه
دلتـــــــــه هیڅ شئ، بــــی حکمــــته، پیــدا نه دی
غواړي فهــــــــم د اســـرار ، عــــــــالی فــــــکرونه
عبرت بین، له خـــــارو خــــسه ټــــــــــــکي اخلی
غافــــــــــــــــلان په تغــــــــافل ږدي ، قــــــدمونه
که عبرت سترګی ، څــوک خلاصی په جهان کړي
هــــر ذرې کي، لوســــــــتل کیږي ،کــــــــــــتابونه
په سپـیرو خـــــــــاورو کې ،لوی اسرار پراته دي
پیدا کیږي لــــــــــــه همدې خاورو، ګــــــــــــلونه
په غـــــوږونــــــــــــو د زړه واورئ، څــوخــــبرې
چي په دي کـــــــــــې ، ددردمـــنو دي دردونــــه
چي سپیرو خــــــــاورو د پاسه، تاسي خپي ږدي
دا د ډیرو نــــــــازولــــو دي ،ســـــــــــــــــــــرونه
مونږ نه مخکــــــــي زمـــــانی دي خــــاورې کړي
د مغــــرورو، تاجـــــــدارانو، اندامـــــــــــــــــــونه
ددنیا په مــــــکارۍ ،ګـــــــــــــــــوره تیر نه شئ
چی هر خــــــوا یي ، غـــوړولي دي دامـــــــــونه
په حــیرت کــې صـــــاحبد ل دی، دي مقـــام ته
ځکـــــــــه اوري ، د پردۍ شـــــاته ســـــــــازونه
لکــــــه ګل په خــــــــــاموشۍ کی یي ،بیان دی
چـــوپه خـــــوله د زمـــــــــــانی کې دي ،رازونه
چی آثار د معــــــــــــــــرفت په کې ښــــکاریږي
و هغو ته زمـــــــــــانه وایي ،حـــــــــــــا لــــونه
توری کـــــــاڼۍ د صـــــــحرا کړي ،هم خـــــبري
دا بید یا، د معـــــــــرفت غــــواړي ، غــــــوږونه
هوښیــــــارانو ته یو ټکی ، لــــــــوی دیــوان دی
چي هـــغوی ویني ، ذرې کـــــــې جهــــــــــانونه
هر یو راز به د عـــــــــــــــالم ورته بر بنډ شــــي
په بینا ســــترګو چي څـــــــــــوک کړي ،نظرونه
هغوی لیري دي ،د خــــــــــــدای د مـــعرفت نه
چي د جـــــــــــــــــــهل په بستر وهي، خوبونه
کــــه معـــــــــراج ته د پوهنـــۍ ،ســـفر غواړئ
نو روښــــــانه کړئ، د زړونـــو مشـــــــــــــعلونه
کـــــــــه دعـــلم په زیور باندی، سمـــــــبال شئ
په یقـــــــــــــــــــین ســـره به نه وي ،دا دردونه
زمونږ په حـــال ، همــــــــدا افسوس په کار دی
چـــي لا ډک مو د کيـــــــــني څــخه دي ، زړونه
د وحـــــد ت کړۍ کې ،ټول عــــــــــــــــالم تړلي
مونږ په خـــــــپل لاس، د نفاق کرو تــــــــخمونه
د نړۍ خلـــــــــک، فـــضا خـــــــــــواته روان دي
مونږه تیر، په جهــــــــــــــا لت کې کړه عــمرونه
معرفت خاوند ، چي وګــــوري خپل حـــــــال ته
جــــــــوړوي د خـــپلو اوشــــــــکو، دریابـــــــونه
خپلو ســـــــترګو باندی وینی، نادر خپــل حـــــال
چي لنډ شــــــوی یي، د ژوند دي تــــــــنــــابـــونه
سید عبیدالله نادر
شعرونه