ناوړه دودونه هغه ناسم او بېځایه رواجونه دي، چې د ټولنې د پرمختګ لامل نه بلکې؛ د شاته پاتې کېدو او د اقتصاد د کموالي سبب ګرځي. دا ډول رواجونه د خلکو پر اقتصادي، ټولنیز او فکري ژوند منفي اغېزې کوي او د پرمختګ مخه نیسي.
دغه دودونه اکثره د بېځایه رقابتونو، حسدونو او ټولنیزو سیالیو له امله رامنځته کېږي، چې ورو ورو د خلکو ترمنځ بېاتفاقي او ستونزې زیاتوي.
په زیاترو سیمو کې لا هم داسې ناوړه دودونه شته، چې خلک یې د تربګنۍ یا ټولنیز فشار له امله عملي کوي. که د اسلام له نظره ورته وګورو، نو ډېرې دغه کړنې ناروا او غیر مشروع ګڼل شوي دي.
اسلام د اسراف او بېځایه لګښتونو مخنیوی کړی دی، خو له بده مرغه په ځینو سیمو کې لا هم په ودونو او نورو مراسمو کې بېځایه لګښتونه کېږي، چې له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي او باید مخنیوی یې وشي. یو بل لوی زیان زموږ په افغاني ټولنه کې د زیات ولور غوښتل دي، چې په اسلام کې یې ځانګړی نوم مهر دی او باید د شریعت له مخې وټاکل شي. د لوړو ولورونو غوښتنه نه یوازې غیر اسلامي عمل دی؛ بلکې د ځوانانو د ودونو په وړاندې هم ستر خنډ ګرځي.
دا ډول ناوړه دودونه کورنۍ دې ته اړ باسي، چې خپل اقتصادي توان له لاسه ورکړي؛ ځینې خلک مجبورېږي، چې کلونه – کلونه مسافرۍ ته مخه وکړي، ځمکې وپلوري یا یې ګرو کړي، چې دا ټول د ژوند د سختو اقتصادي ستونزو لامل ګرځي.
له همدې امله باید له داسې غیر اسلامي او غیر ضروري رواجونو څخه ډډه وشي، ترڅو د خلکو اقتصادي ژوند خوندي پاتې شي.
له بلې خوا، د خپل اصیل افغاني فرهنګ ساتنه او وده ورکول ډېر مهم دي، خو دا باید د اسلامي اصولو او د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې وي، نه دا چې د نورو هېوادونو تقلید وشي او ناوړه رواجونه په ټولنه کې ځای ونیسي.
رسنۍ په دې برخه کې ډېر مهم رول لرلای شي، چې د ټولنې د اصلاح او فرهنګي ودې لپاره خپل مسئولیت درک او په دې برخه کې رغنده ګامونه واخلي او د ناوړو دودونو پر وړاندې عامه پوهاوی ترسره کړي.
همدارنګه اړوندې ادارې، د دین عالمان، قومي مشران، سپین ږیري، د مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو استادان او د جوماتونو ملا امامان باید دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو د ناوړو رواجونو او بهرني فرهنګ د خپرېدو مخه ونیول شي او ټولنه د اصلاح او پرمختګ لوري ته مخه وکړي. که موږ ناوړه دودونه پرې نه ږدو، نو ټولنه به مو له اقتصادي او فکري ستونزو سره نوره هم مخ شي.