نوي کال او زاړه اندونه!
زاڼې سره ملګرې شوې، کتار شوې او والوتې؛
د غږ په اورېدو او د کتار په لېدو يي احساس شوه چې سپرلی دی؛
کډوال مرغان چې د ژمي له کبله تللي ول په راتګ يي وښوده چې ژمی تېر دی؛
د کوچیانو ګلو او رمو هم په رغو کې د سپرلي زیری ورکړ؛
د هوا تغییر او د طبیعت سمسورتیا هم د بدلون خبره وکړه؛
وګړي هم له کورو او کلیو راووتل او د سپرلي د تازه هوا له فیضه برخمن شول؛
د کال شمېره واوښته او یو عدد نور هم پرې زیات شو؛
ایا د وګړو او ټولنو په ذهنیت کې هم نوی او تازه بدلون پېښ شو؟
ایا وګړي او ټولنې سره نږدې، خوښې او نیکمرغه شوې؟
ایا ریښتیا د نوي کال په راتګ، په بشریت کې هم د نویتوب نښې لېدای شو؟
له بده مرغه، په نوي کال کې ټولنې د یووستون او ویسا پرځای، د بېلتون او تقابل لوري ته سوق شوې.
د سولې ایزو نغمو پرځای د جنګ نغاره غږېږي. د ښوونځيو او څېړنځیو پرځای، د وسلو او د عسکرو د روزنې تیاریو زور اخیستی. د جوړونې پرځای د ورانۍ او ویجاړۍ چارې هڅېږي. بشریت د ارامۍ او خوندیتوب پرځای، د ناامنۍ او نیستۍ ګړنګ ته نږدې کېږي!
په طبیعت کې د سپرلي په راتګ او د نويتوب پرځای، ټولنو کې د شاتګ شاهدان یوو!
کال نوی شو، خو اندونه نوي نه شول!
د ۲۰۲۴ کال د مارچ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی