زمــا ژونـــد نن صبـــا
پدی پړاو کی می د ژوند ډیر کړاوونه وینم
هڅی یــــــوازی په دې لار کی هیبتونه وینم
زوړ یم، آرمـــان لا په زړګی کی ځــوان دی
د تــورو زلفو سیوري لاندی الفتــــونه وینم
د پردي اور له لاسه ټول افغانان نن تباه شول
د نن په اورکی زه وران شوي شنه باغونه وینم
لا خو می زړه له تانه نه شلیږي قسم په هروخت
له تا نه زار زه دې په اوچولی کی لمرونه وینم
ستا له کانسره چی خبر شومه ما ډیر می وژړل
انشاالله چی زر بــه ښــه شې زه فالــونه ویـنم
نـور نــو الله دې مددګار شه په دنیا او اخرت
زه په جنت کی ستا “خالد” او لوی قصرونه وینم
زه په جنت کی ستا” خالد” اولوی قصرونه وینم
سمیع الله خالد سهاک
د جون ۱۷، ۲۰۲۴ کال
مونتری، کالیفورنیا
25.06.2024
- ع.شریف زاد
دافغانستان ملی زعامت ، ملی حاکمیت ، ځمکنی موقعیت، دکړکېچ وخت ، داوسنۍ معاصرې زمانې خوی او عادت د روزا اوتونبایبوا له پوهې څو برابره لوړ دی روزا په سیاسی برخه کې ددې لانجې او بلواګرو رسنیو په وړاندې مناسب شخصیت نه لری داخبره په ډاګه ده. ځکه موږ په نړۍ کې په یوه داسې کلی کې اوسیږی چې تل دچل اوچم کارغان په کې کاغ کاغ کوی! موږ خپله ارزښتونه ، عرف اوعرفان پوهه اوځواک سختوو دحل لاره یې بل چاته په لاس کې ورکوو ، موږ ته له بل کلی سوله او متانت ، ثبات او اعتماد نه راځی . زموږ دژوندانه اداب اواسلام...
30.06.2024
- محمد الکوزی
ایا پوهیدئ چي د نړۍ اول پوهنتون یوي ښځې جوړ کړی.؟ تعلیم همیشه د بشر د پرمختګ یوه مهمه برخه وه، چې پوهه، نوښت او کلتوري پرمختګ ته وده ورکوي. د القرويين پوهنتون په تاریخ کې ځانګړی ځای لري ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو زوړ او په پرلهپسې ډول فعالې ډګري ورکونکې پوهنتون دی. په ۸۵۹ میلادي کال کې په فېز، مراکش کې جوړ شو، القرويين نه یوازې د زدهکړې یوه څراغ ده بلکه د اسلامي تعلیمي میراث او بین الثقافتي خبرو اترو یو سمبول دی. فاطمه الفهری د نهمې پېړۍ په لومړیو کې په تونيسیا کې زېږېدلې، وروس...