دافغانستان ملی زعامت ، ملی حاکمیت ، ځمکنی موقعیت، دکړکېچ وخت ، داوسنۍ معاصرې زمانې خوی او عادت د روزا اوتونبایبوا له پوهې څو برابره لوړ دی روزا په سیاسی برخه کې ددې لانجې او بلواګرو رسنیو په وړاندې مناسب شخصیت نه لری داخبره په ډاګه ده.
ځکه موږ په نړۍ کې په یوه داسې کلی کې اوسیږی چې تل دچل اوچم کارغان په کې کاغ کاغ کوی! موږ خپله ارزښتونه ، عرف اوعرفان پوهه اوځواک سختوو دحل لاره یې بل چاته په لاس کې ورکوو ، موږ ته له بل کلی سوله او متانت ، ثبات او اعتماد نه راځی . زموږ دژوندانه اداب اواسلامی اصول له ملګرو ملتو ډیر متدین او پراخ مفهومه دی دملګرو ملتو ددریمې غونډې اصلی ګرداننده امریکا ده . دغه ټول مسائل دامریکې په بهرنی سیاست ، بهر کې دمداخلو او لاس وهنو ، بن بستونو ، اګر مګر ، بګو مګو ټول په امریکا او دهغه په متحدینو پورې تړاو لری . ملګری خپلواک دریځ نه لری دملګرو ملتو نو پړی دسازمان ددایمی غړو په لاس کې دی . ملګری ملتونه داوښ حیثیت لری او په همدې اخور باندې تړلی سازمان دی.
امریکا کله ښکاره اوکله دپټو دروازو تر شا خپلې معاملې مخ ته بیایی عین لوبه یې ددوحې په پریکړه کې دزلمی نه بلکې زاړه خلیل زاد په مهارت مخ ته یوړه! حقیقت دادی چې ملګری ملتونه خپله ګمراهی کې ماهر دی دملګرو ملتونو تاکتیک او تمکین کمزوری دی . دوی نشی کولای دیوه هېواد په برخلیک سالم او رغنده سیاست ولوبوی بنا ء ددوی هلې ځلې بې ګټې دی یا ظاهری بڼه لری او ځینو برخو کې دغونډو خپلې لافې شاپې!
راځۍ دې برخه کې شاته لاړشو داسمه ده چې دلته کنسواسیونه لاس لیک شوی اوغړیتوب هم شته خو دايوازې دکاغذ پر مخ دی عملی بڼه نه لری او نه تراوسه داسې ګام چا په سترګو لیدلی. یوناما تش په نوم استازی خپل ځان نه پېژنی نو بل به څنګهً بل وپېژنی یوناما دافغانستان په هکله ډیر نا کامو خلکو سره مرسته کړې ده چې ستر مثال یې دبن ککړه معاهده وه.. ملګرو ملتو نو خپل اهمیت په خپله. کته راوستی نو نن سبا یې څوک په خوله پیاز هم نه خوری. ملګرو ملتونو داوسنی معاصر وخت وزمان ظرفیت او اهلیت له لاسه ورکړی او توان نه لری کوڼ دی ..
احساساتی ، بې تجربې ، نمایشی، په بېړه ، اندک فهمه افغانان هرڅوک ستایی تیار درواغجن شپانه دې له هرسورکی دلیوه راغی نارې وهی . بل زیات بن بست کوی او په تیرو ګیلو اوګذارو کې ورک وی. دملګرو ملتو نو استازی د سازمان له نوم څخه سوء استفادې کوی خپلې انتر نیټی کاپی شوې مقالې دمکروفون تر شا په شور او ځوګ لولی.
بله ډله دجبهه مقاومت نه بلکې ملامت کاسه لېسان خاینان او اجنتان دی کله ترکیه ، کله تاجکستان او کله بیا په اتریش کې لکه موږک سر راباسی همدیو سره یوناما ټولې مرستې نوش جان کړی اوبیرته یې بهر ته وایستلې . ددې ډلې معاف کول او نه کول دملت حق وه نه طالبانو!
انصاف ښه شی دی ټولې معاملې کله چې داسخباراتو په زور مخ ته روانې شوې چا له ملت سره مشوره وکړه؟ ملګری ملتونه ښه پوهیږی چې کیسه په کومه روانه ده هر هېواد کو ښښ کوی چې اوبه خړې کړی او کب ونیسی. دغه سازمان دسرچوک له آوازې مخ کې خپله لمن په خپله په سر را اوړوی لکه اسلامی امارت دافغانستان په هکله موږ کولای شو دنړۍ هېوادونه په دوه برخو جلا کړو :
هغه هېوادونه چې بشری ارزښتونه ورته مهم دی لکه امریکا او ارو پا
هغه هېوادونه چې امنیتی ، اقتصادی، اوتجارتی برخې ورته مهمې دی لکه روس، چین ، پاکستان او ایران
په ټوله کې دملګرو له نغارې ، دنړۍ له کوږ ووږ هیاهو څخه بهتره داده چې افغان ولس له دننه دیوه پراخ ، هراړخیزه ، جامع او مانا لرونکې تعامل او انعطاف څځه کار واخلی او دملت برخلیک ته دملی او اسلامی اصولو ارزښتونو ، حقایقو او واقعیتونو پر مبنا لاسون سره ورکړی چې دملګرو او نړی بیا لاسوهنه هېڅ مفهوم نه ورکوی .
هر رژیم او نظام کورنی مشروعیت ټه ضرورت لری دغه ضرورت دملت سازی مهم فکتور دی .
اوس ستاسې خوښه منی یې او که نه !