د هیڅنا (۱ ) د واکمنۍ په یوه ګوټ کې
یو څراغ د هستۍ بل شو په تورتم کې
د هستۍ په معرفت کې وخت راپیل شو
د هیڅنا د عجایبو په شکم کې
ژوند هم وټوکید وختونو په بهیر کې
یو څو نښې يي ښکاره شوې زموږ چم کې
هر بڅري کې انځور د جهان پروت دی
نندارتون دی د رازونو هرقدم کې
مرادزی د جهان هیڅ ګوټ کې ونه لید
کوم ښایست چې دی هست شوی په ادم کې
یادوونه:
(۱ ) هیڅنا = تشیال، لامکان
سرلوڅ مرادزی
23.03.2025
- ع.شریف زاد
په اسلام کې سوله ، عدالت، مساوات ا پرهیز کاری مطرح ده، تعاون ملی ارزښتونو ته احترام اوًدولس سوکالی ته لارې پرانیستل هم په کورنی اوهم بهرنی ډګر کې اړینه دی استخباراتی پټې او ښکاره معاملې دهېواد زعامت ، برخلیک او هویت متضرر کوی او کوږ مزل دی. دومره القاب چې په افغانستان کې دود دې په هیڅ ملک کې نشته دومره وچ سیا ست چې دلته شتون لری په هیڅ کنج ددنیا کې نه لیزدل کیږی داهم شو پخوانی ټېپر …….. مټر ….. نداف او چلو صاف …..زما یو باتور انډیوال وه ډیر زورور، باټو ، ، لافوک ، ګزاف ګوی ،خپلواک ، ګواښن...
23.03.2025
- ع.شریف زاد
کله چې په میلیونو نجونې له ښوونې او روزنې بې برخې کیږی ، دعلم اومعرفت دروازې بندیږی او دپوهاوی سره مقاومت او سرتمبګی له افراطیت څخه هم اوړی . په دروغو اوپلمو کې پېچل کیږی ایا دلته دبشریت وجدان په خوب کې دی؟ دې ته وایی غلامی او مزدوری. هو داښه نښه وه چې یوژرندګړی دافغانستان ««برخلیک »» په فروعاتو کې دبهرنیو چارو له وزارت څخه یې ولس ته بوږنوی. وایی چرا عاقل کند کارې که عاقبت ارد پشیمانی! ملا متقی به د یوه باتو ر ولس تاکتیک او ستراتیژی څنګه وپېژنی هغه چې په ژوند کې یو خوسکی هم اداره کړی نه وی....