کله چې په میلیونو نجونې له ښوونې او روزنې بې برخې کیږی ، دعلم اومعرفت دروازې بندیږی او دپوهاوی سره مقاومت او سرتمبګی له افراطیت څخه هم اوړی . په دروغو اوپلمو کې پېچل کیږی ایا دلته دبشریت وجدان په خوب کې دی؟ دې ته وایی غلامی او مزدوری. هو داښه نښه وه چې یوژرندګړی دافغانستان ««برخلیک »» په فروعاتو کې دبهرنیو چارو له وزارت څخه یې ولس ته بوږنوی. وایی چرا عاقل کند کارې که عاقبت ارد پشیمانی! ملا متقی به د یوه باتو ر ولس تاکتیک او ستراتیژی څنګه وپېژنی هغه چې په ژوند کې یو خوسکی هم اداره کړی نه وی.
په ورانه کنډواله کې ، په جنګ اوجګړو کې راګیر ولس، دفقر له کچې ټیټ په ملینونو انسانان دسوشال میدیا غورې او ډبې درملنه یې کولی شی؟
زلمی خلیلزاد پوهیږی چې کوم ځای کې یې اشتباه کړی . لاس لیک کول اسانه کار دی ولې د هر پروتوکول او پروژی عملی کېدل بیا اصول اوعملی ژوره بڼه لری.زلمی دخپل پیټی د کمولو په هڅه کې دی او په عین وخت دترمپ اداره کې امتیاز پسې ګرځی دې کې شک نشته چې خلیل زاد یو دېپلومات دی ولې په ځینو مسائلو کې چې هغه هم اوس له معاصر وخت سره برابر نه راځی راغلو د ملا متقی چې امنیت ته لا تر اوسه امونیت وایی هغه هم خپلې ګټې غنیمت شمیری لکه دتجارت سرپرست وزیر چې هره کلیمه کې الحمد لله وایی.
زه فکر کوم په هر ملک کې یو وزیر ځانګړی اهلیت ،کفایت ،درایت ،تعریف او مسئولیت لری هغه هم په یوه داسې ملک کې چې نیمه پېړۍ یې په کړکېچونو کې تیر شوی وی. کله چې دامریکا استاذی دخلیل زاد په معیت کابل ته راځی . دماپلار ډګر جنرال وه سید بلال فاطمی لندن میشتی شننونکی وایې او بیاجلالی شی او وایی چې دا ما یو کال مخکې پیش ګویی کړې وه چې هیئت به راځی چې راغی.. امریکا یی استاذی وایې داښه ورځ وه په سیاسی لحاظ دا تعریف لری او دمتقی غږ اوتون چې روانی اغیز لاندې کړی ښه نښه بولی وایی کله چې متقی دزلمی په وړاندې کښینی هرڅه یې له یاده ووځی.
حقیقت دادی چې هر لوښې دخپل ظرفیت په معیار ارزول کیږی یو لیتر له دوه لیتره سره توپیر لری. دامریکې دیوې ورځې مصارف دافغانستان له څوکلنې بودجې سره دمقایسې وړ دی.داخبره سمه ده چې طالبان امریکا ته ډک لاس نه لری. موږ په کورکې ډیر زیات اقتصادی، سیاسی، مدنی، روانی ، سیمه ایزه، فرا منطقوی او نړیوال جنجالونه لرو . موږ لا متحد نه یو زموږ لافې، باټې ، مبالغه ګواښ او هیاهو ډیر پراخ دی اسلامی قریحې سره تړاو نه لری موږ یی خپله ګونګوسیو او بن بست ته بیایو . زمو ږ سیالی او رقابت په هربرخه کې دبل چا په ګټه ده. بی اتفاقی واچوه حکومت وکړه! دپوهاند صاحب چې داقتصاد متخصص دی استاد مسعود وایې چې طلباءوو بهترین طلایی چانسونه له لاسه وړکړل او لا لګیا دی. داشوه ښه نښه وږې ، تږې، ستړی ، ستومانه ، بې هیلې او دپسرلی له فرهنګه محرومه ولسه!
وروسته له څلورو کلو بیا هم مجهوله ښه ورځ!